د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

صالح: د طالبانو د نرۍ لیکې په څېر پرمختګ به د دوی په ډله‌ییزې هدیرې بدل شي


د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح

د طالبانو له‌خوا په پرله‌‌پسې ډول د ولسوالیو د سقوط په دوام، د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال ګواښ کوي چې د طالبانو د نرۍ لیکې په څېر پرمختګ به، د دوی لپاره په هدیرې بدل شي.

امرالله صالح وايي، طالبانو د یوې نرۍ لیکې په جوړولو، لږ پرمختګ کړی، خو دا ډول پرمختګ پراخ ملاتړ نه‌لري او ده په خبره، تل‌پاتې نه‌دی.

ښاغلي صالح په خپله رسمي فېس‌بوک‌پاڼه لیکلي: "هغوی چې له طالبانو سره جګړه ورته اشنا ده، پوهېږي چې دا نرۍ لیکه به د دې ډلې په ډله‌ییزه هدیره بدله شي."

د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال په خلکو غږ کوي چې په تبلیغاتو تېر نه‌وځي. د ده په خبره، طالبانو هېڅ‌ ډول بدلون نه‌دی کړی، بلکې له پخوا یې ډېر بد حالت خپل کړی دی.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل، د جګړې په ډګر کې د بري او ماتې لوری معلوم دی.

امرالله صالح داسې مهال د طالبانو پرمختګ د نرۍ لیکې سره تشبیه کوي چې د رسنيو د سیمه‌يیزو خبریالانو د راپورونو پر بنسټ دې ډلې، د مې له لومړۍ نېټې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۰ ولسوالۍ سقوط کړي، خو د افغانستان حکومت دا سقوط نه، بلکې تاکتیکي شاتګ بللی.

هاخوا بيا د طالبانو وياند ازادي راډيو ته ويلي چې په تېرو ۴۰ ورځو کې تر ۳۰ ډېرې ولسوالۍ يې نيولي، هغه ادعا چې د دولتي سرچینو له‌خوا نه‌ده تأييد شوې.

په ورته وخت کې، د جګړې له دې سرو لمبو د خلاصون په پار، په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي او طالب پلاویو ترمنځ د سولې خبرې هم هغه ډول چې اړینې دي، پر مخ نه‌ځي.

پنځه ورځې وړاندې دواړو ډلو هوکړه وکړه چې د سولې خبرې په چټکۍ مخ ته وړي او د اجنډا پر لومړیتوبونو به سره هوکړه کوي، خو له هغې ورځې تر ننه‌یې هېڅ‌ ډول غونډه نه‌ده کړې.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي"ترمنځ‌یې اړیکې شته او هڅې هم روانې دي، خو دا چې پایله به‌یې څه وي، څه نه‌شي ویل کېدای."

ښاغلي محمد نعیم زیاته کړې، له اختر راهیسې چمتو دي، خو مقابل ټیم لا هم نه‌دی بشپړ شوی.

خو د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا وايي، د سولې خبرو د پر مخ‌ بیولو لپاره هېڅ ډول بهانې ته اړتیا نه‌شته.

د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د خبرو لپاره دوحه کې دی او پلمې ته اړتیا نه‌لري. د جګړې او وینې تویونې د دوام لپاره پلمه نیول د افغانستان له خلکو سره لویه جفا ده."

د سولې په چارو کې د افغان دولت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د افغان دولت ویانده ناجیه انوري

بل‌خوا په ټولنیزو رسنیو کې هم "په افغانستان کې نیابتي جګړه پای ته ورسوئ" تر هشټک لاندې کمپاین پیل شوی.

په دې کمپاین کې ګډون کوونکو د روانې جګړې پای غوښتی او دا یې د افغانستان د بقا لپاره ګواښ بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG