د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د زابل اوسیدونکي: طالبان د کلات دروازه کې تلاشي اخلي، د سقوط وېره یې لرو


ارشیف، یو شمېر طالب وسله وال
ارشیف، یو شمېر طالب وسله وال

د زابل ولایتي شورا او د دغه ولایت اوسیدونکي د زابل امنیتي حالت د اندیښنې وړ بولي.

د زابل اوسیدونکي وايي، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه تر مرکز کلات پورې رسیدلي او دوی د دغه ښار د سقوط وېره لري.

د مرکز کلات دوه تنه اوسیدونکي نور احمد او خدایداد وايي، وسله وال طالبان د کلات په دروازه کې له موټرو تلاشي اخلي، امنیتي کمربندونه له ښاره معلومېږي او د توپکو مرمۍ په کلات ښار کې د امینه قوماندانۍ سره لګېږي.

نور احمد وايي: "طالبانو د دروازې د تلاشي عکسونه فیسبوک ته پورته کړي، هره شپه د توپ ډزې وي، موږ یې خپله وینو چې د قوماندانۍ شاته مرمۍ لګېږي، حالت ډېر ناوړه دی، جنګونه زیات دي."

د زابل مرکز کلات ښار
د زابل مرکز کلات ښار

خدایداد بیا وايي: "د زابل امنیت خراب دی، امنیتي کمربندونه له ښاره معلومیږي، له دولته مو غوښتنه مو دا ده چې امنیتي کمربندونه له ښاره لېرې شي."

رفیع الله او مریم اخلاقي چې د مرکز کلات د خورواریانو د سیمي اوسیدونکي وايي، د جګړې له امله يې د کورنۍ غړي په وېره کې دي او که حالت همداسې دوام وکړي نو ډېرې کورنۍ به له سیمې کډي کولو ته مجبور شي.

رفیع الله وايي: "زه د شپې تر نهو بجو دوکان کوم، له کوره زنګ راته راشي چې موږ ویریږو، ډزې دي، هغه بله ورځ یې له غونډه د ډي سي توپونه غورځول، ماشومانو ژړل، موږ غواړو چې امنیت راشي."

مریم اخلاقي هم ورته نظر لري: "جګړې زیاتې شوي، ماشومان او ښځې په وېره کې دي، دوی خپل اولادونه ښوونځیو ته هم نه لېږي."

عطاجان حق بیان وايي طالبان د مرکز کلات تر دروازو را رسیدلي او د ښار کمربندي پوستې یو په بل پسې سقوطوي
عطاجان حق بیان وايي طالبان د مرکز کلات تر دروازو را رسیدلي او د ښار کمربندي پوستې یو په بل پسې سقوطوي

په عین وخت کې د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان وايي، د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو تر سقوط وروسته وسله وال طالبان د مرکز کلات د سقوط هڅه کوي.

دی وايي: "طالبان د مرکز کلات تر دروازو را رسیدلي او د ښار کمربندي پوستې یو په بل پسې سقوطوي، پنځه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي، د غزني، پکتیا او د کندهار د شاولیکوټ څخه وسله وال طالبان راغلي، څو مرکز کلات ته سقوط ورکړي، که مرکز او د کندهار ۲۰۵ اتل قول اردو عاجل رسیدګي ونه کړي نو زابل به د سقوط سره مخامخ شي."

په عین وخت کې د زابل امنیه قوماندان جنرال محمد ویس صمیمي د دغه ولایت د اوسیدونکو امنیتي اندیښنو ته په ځواب کې وايي چې دوی تر پخوا پیاوړي شوي او خلک دې د مرکز کلات د سقوط وېره نه کوي.

صمیمي زیاته کړه: "وضعیت کاملاً سم دی، په ساحه کې هېڅ ډول ستونزه نشته، موږ خپلو وطنوالو ته دا ډاډ ورکوو چې ملي امنیتي ځواکونه په خاص ډول پولیس د دې وطن د ساتنې لپاره پوره هوډ لري او موږ تر پخوا خپل سنګرونه ټینګ ساتلي او ساتو یې."

د زابل امنیتي چارواکي په داسې مهال د امنیت ډاډ ورکوي چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغه ولایت شنکۍ ولسوالۍ په بشپړه توګه سقوط او د شاجوې ولسوالۍ بازار او شااوخوا سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې.

XS
SM
MD
LG