د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د اسراییلو او حماس ترمنځ له اوربند سره-سره بیا هم بیت المقدس کې شخړې شوي


د اقصی جومات
د اقصی جومات

د فلسطین او اسراییل ترمنځ د غزې د جګړې پر سر پرون جمعه (د غويي ۳۱مه) اوربند اعلان شو، خو په همدغې ورځ له اوربنده سرغړونه وشوه.

دا وروسته تردې چې اقصی جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته زرګونه اعتراض کوونکي او اسراییلي پولیس سره ونښتل.

اقصی جومات چې د بیت المقدس په ختیځ کې پروت دی، مسلمانانو او یهودانو دواړو ته تقدس لري.

د اسراییل پولیسو ویلي، پرون ماسپښین د اقصی جومات په محوطه او شااوخوا سیمو کې ناارامۍ رامنځته شوې چې دوی یې د پراختیا د مخنیوي لپاره سملاسي او په ټول قوت سره لاس په کار شول.

که څه هم اسراییلي لوری د پرونیو شخړو تحریک کوونکي فلسطینیان بولي، خو فلسطینیان بیا وایي، اسراییلي پولیسو غوښتل جګړه کې د ماتې غچ اقصی جومات کې له لمونځ کوونکو واخلي.

د اسراییل پولیسو ویلي، پرون ماسپښین د اقصی جومات په محوطه او شااوخوا سیمو کې ناارامۍ رامنځته شوې
د اسراییل پولیسو ویلي، پرون ماسپښین د اقصی جومات په محوطه او شااوخوا سیمو کې ناارامۍ رامنځته شوې

نړیوالو خبري اژانسونو ویلي چې د پرونیو شخړو پرمهال اسراییلي پولیسو اوښکې بهونکی ګاز او صوتي بمونه کارولي دي.

فلسطینیان له هغو اسراییلي پولیسو سره نښتي وو چې د اقصی جومات محوطې ته ننوتلي وو.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د مصر په منځګړیتوب د فلسطین او اسراییل ترمنځ اوربند ستایلی او ویلي یې دي، دا ګام د دوی، مصر، فلسطیني ادارې او د منځني ختیځ د یو شمېر نورو هېوادونو د لوړې کچې خبرو په پایله کې اوچت شوی دی.

بایډن ویلي، د دې هڅو په ترڅ کې یوازې ده خپله شپږ ځله د اسراییلو له صدر اعظم بنیامین نتانیاهو او د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره خبرې کړي دي.

جو بایډن د مصر په منځګړیتوب د فلسطین او اسراییل ترمنځ اوربند ستایلی
جو بایډن د مصر په منځګړیتوب د فلسطین او اسراییل ترمنځ اوربند ستایلی

اسراییل وایي، د تېرو ورځو جګړو پرمهال یې حماس ډلې ته سخت زیانونه اړولي، خو وایي دا ډله لا هم پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو وړتیا لري.

حماس بیا داسې مهال دې جګړه کې د بریا ادعا کوي چې غزه کې ډېرو کورنیو خپل خپلوان له لاسه ورکړي او کورونه او کاوربارونه یې زیانمن شوي دي.

د اسراییل او فلسطین ترمنځ د ۱۱ شپو ورځو جګړې پرمهال ۲۳۲ فلسطینیان او ۱۲ اسراییلیان وژل شوي دي.

اروپایي ټولنې، روسیې او چین هم د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG