د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

د حماس یو چارواکی ابو مرزوک: څو ورځو کې به اسراییل او حماس اوربند ته ورسېږي


ارشیف، غزه کې یو شمېر مظاهره چیان
ارشیف، غزه کې یو شمېر مظاهره چیان

د حماس یوه چارواکي اټکل کړی چې د اسراییل او حماس ترمنځ به په څو لنډو ورځو کې اوربند وشي.

دا په داسې حال کې ده د اسراییل پوځ او په غزه کې حماس تراوسه پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړی.

د حماس چارواکي موسی ابو مرزوک د لبنان المیادین ټلوېزیونې شبکې ته وویل چې د ده په باور د یوه اوربند د ټینګېدو لپاره روانۍ هڅې به په یوه یا دوو ورځو کې نتیجه ورکړي.

د هغه له دې څرګندونو څو ساعته وروسته نن پنجشنبه (د غويي ۳۰مه) د جګړې په ۱۱مه ورځ اسراییلي جنګي الوتکو په غزه کې څه باندې ۱۲ هوایي بریدونه وکړل او فلسطیني سخت دریځو هم پر اسراییل نور توغندویي وویشتل.

د حماس ډلې یو چارواکی موسی ابو مرزوک
د حماس ډلې یو چارواکی موسی ابو مرزوک

د اسراییل پوځ وویل، په دغو هوایي بریدونو کې یې په غزه کې د حماس د یوه چارواکي کور، د وسلو یوه ډیپو او په خان یونس او د غزې په جنوبي برخه کې د هستوګنې په سیمه کې د حماس د نورو قوماندانانو پوځي تأسیسات په نښه کړي وو.

روغتیایي چارواکو وویل، په دغو بریدونو کې څلور تنه ټپیان شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون چهارشنبه (د غويي ۲۹مه) د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو ته وویل چې دی د کړکېچ د پام وړ کمېدو هیله کوي، خو نتانیاهو ورته وویل چې پوځي عملیات به تر هغو دوام وکړي چې د اسراییل د وګړو لپاره کراري او امنیت خوندي شوی نه وي.

فلسطیني روغتیایي چارواکو په نښتو کې د ۲۲۸ تنو د وژلو خبر ورکړی او اسراییلي چارواکو هم خپل لور ته د ۱۲ کسانو وژنه تایید کړې ده.

XS
SM
MD
LG