د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

ایران: واشنګټن چمتوالی ښودلی چې پر تهران لګول شوي بندیزونه لېرې کوي


ارشیف
ارشیف

په ویانا کې د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو خبرې پر دې تګلاره ورټولې وې چې څنګه واشنګټن پر تهران بندیزونه لېرې او ایران څنګه بېرته د خپلو ژمنو عملي کولو ته مخه کړي؟

له پرونیو خبرو سره هم مهاله پرون جمعه (د غويي ۱۷مه) د ایران دولتي ټلوېزیون د هغه هېواد د ستر مرکچي عباس عراقچي له قوله راپور ورکړ چې ویلې یې دي، واشنګټن چمتوالی ښودلی چې پر ایران لګول شوي بندیزونه به لېرې کوي.

عراقچي ویلي، ایران له دې هم ډېر څه غواړي.

د ایران ستر مرکچي عباس عراقچي
د ایران ستر مرکچي عباس عراقچي

تراوسه خپله ایران او امریکا مخامخ دې خبرو ته نه دي سره ناست، خو د اټمي تړون نور لاسلیک کوونکي لکه روسیه، چین، فرانسه، بریتانیا او جرمني د دوی منځګړیتوب کوي.

ویانا کې د خبرو څلورم پړاو د ښکېلو هېوادونو د بهرنیو چارو د مرستیالانو له خوا ترسره کېږي، خو په ورته وخت کې په همدې هدف د کارپوهانو بحثونه هم روان دي.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، اداره یې غواړي چې د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو اټمي تړون ته وګرځي، خو په دې شرط چې ایران خپلې ژمنې پر ځای کړي.

په همدې حال کې اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د لانجې دواړه لوري ایران او امریکا لېواله دي او داسې نښانې یې څرګندې کړي چې تړون کې کړیو ژمنو ته ورګرځي.

د ویانا په خبرو کې د روسیې استازي میخایل اولیانوف په یوه ټویټ کې ویلي، دواړو لوریو ژمنه کړې چې په دې هدف پیل شوې خبرې به ګړندۍ کوي.

هغه لیکلي:"داسې ښکاري چې ټول دا چمتوالی لري چې یوې هوکړې ته د رسیدو تر وخته په ویانا کې پاتې شي."

خبرو کې د اروپایي ټولنې د پلاوي له اړخه ویل شوي چې کارپوهان به په راتلونکو ورځو کې هم خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.

د روسیې استازی میخایل اولیانوف
د روسیې استازی میخایل اولیانوف

له دې خبرو یوه ورځ مخکې د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي ویلي و، څو اونیو پورې یوې هوکړې ته رسېدل امکان لري، خو په دې شرط چې ایران " سیاسي پریکړه" وکړي.

په همدې حال کې بیا رویټرز اژانس د اروپایي چارواکو په حواله ویلي، لا هم تړون ته د ورګرځېدو په برخه کې د ایران او امریکا دریځونه سره لېرې دي.

د ایران او د نړۍ د قدرتونو اټمي تړون ۲۰۱۵ میلادي کال کې په دې هدف لاسلیک شو چې ایران به له اټمي فعالیتونو لاس اخلي او بدل کې به یې پر ایران د لویدیځ له خوا لګول شوي بندیزونه لېرې کېږي.

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالد ټرمپ ۲۰۱۸ میلادي کال کې په یوه اړخیز ډول له دې تړونه ووت او پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول. له هغه وروسته ایران هم په خپلو اټمی تاسیساتو کې د یورانیمو پخولو ته مخه کړه.

XS
SM
MD
LG