د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د روزګار درندو بارونو اړ کړې راحله لاس ګاډی ګرځوي او خپله لور ښوونځي ته لېږي


راحله
راحله

د مالونو د لېږدولو لپاره د لاس ګاډو یا ګراچیو ګرځول معولاً د نارینه‌وو کار دی، خو په ځیني حالاتو کې ښځې هم اړې شوي چې دا کار وکړي.

له دغو ښځو څخه یوه هم ۴۳ کلنه راحله ده چې د روزګار درندو بارونو اړ کړې چې د کابل ښار په واټونو کې څلور ټایره لاس ګاډی وګرځوي او په دې توګه خپلې کورنۍ ته خرڅ راوړي.

مېړه‌یې شااوخوا نهه کاله مخکې په کابل کې په یوې چاودنه کې ووژل شو او په یوازې ځان ورته د کور د خرڅ ګټل ور تر غاړې شول.

دا اووه کاله کېږي په داسې ټولنه کې چې ډېری ښځې یې په کورونو کې ناستې دي او د کوره بهر ورته کار کول شرم ښکاري، پر لاس ګاډي ځیني توکي خرڅوي.

راحله وايي: "سهار راځم او په همدې څلورلارې کې کېنم. تر ۱۰-۱۱ بجو پورې ځای جارو کوم، بیا کاغذي دستمالونه راباسم، قرانشریف لولم، بیا حرکت کوم د عبدالله تر سرکه، بیا تایمني، کلوله پشتې، مارکېټ او لیرې ځایونو ته ځم، کار نه‌شته، خو بیا هم شکر دی، په ورځ سل یو نیم سل ګټم داسې ورځ هم راځي هېڅ کار نه‌وي."

د راحلې په خبره له ډېرو ستونزو سره مخ ده. دا چې په افشارو کې په کرایي کور کې اوسېږي وايي، د مزدورۍ په لږې ګتې له ستونزو سره مخ ده.

راحله دا اووه کاله کېږي په داسې ټولنه کې چې ډېری ښځې یې په کورونو کې ناستې دي او د کوره بهر ورته کار کول شرم ښکاري، پر لاس ګاډي ځیني توکي خرڅوي.
راحله دا اووه کاله کېږي په داسې ټولنه کې چې ډېری ښځې یې په کورونو کې ناستې دي او د کوره بهر ورته کار کول شرم ښکاري، پر لاس ګاډي ځیني توکي خرڅوي.

خو راحله له دې امله خوشحاله ده چې د خپل کور او خپلې لور ته چې د ۱۲م ټولګي زده‌کوونکې ده، لګښتونه پوره کوي.

دا وايي، ښځې هم کولای شي د ژوند څرخ تاو کړي: "څلورنیم زره مې د کور کرایه ده، درې میاشتې راباندې پاتې دي. ۲۰ زره پوروړې یم. کله خرما کله کاغذي دستمالونه په دغه لاس ګاډي پلورم. ډېرې پیسې نه‌لرم چې مال پرې واخلم. خو له خپل کاره خوښه یم."

که څه هم په افغانستان کې ډېرې ښځې شته چې د کور د خرڅ ګټندوی نه‌لري، خو دودیزې ټولنې یې د کار مخه نیولې او کار کول‌یې عیب ګڼي.

سره له دې چې راحلې ته هم د داسې کار کول ګران دي او هره ورځ له ډېرو نامناسبه چلندونو سره مخ کېږي، خو وايي دغه غبرګونونه‌یې د خوارۍ مزدورۍ مخه نه‌شي نیولی.

دا یوازې راحله نه‌ده چې د ژوند ناخوالو ځورولې، بلکې د دې په شان ډېری ښځې شته چې جګړو زیانمنې کړې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په افغانستان له ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ زرو پورې بې‌سرپرسته ښځې شته چې د کورنیو نارینه‌یې په جګړو کې وژل شوي دي.

د افغانستان ښځو په جګړو کې په مستقیمه توګه هم زیان لیدلی دی.

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ کال په درې لومړیو میاشتو کې ۴۴ ښځې وژل شوي او ۹۸ ټپیانې شوې دي.

د دغه کمیسیون د خپرونو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ښځې هم د ټولنې د نورو افرادو په څېر له جګړو څخه خوندي نه‌دي، یوازې په ۲۰۲۰ کال کې ۳۳۰ ښځې وژل شوي، ۵۱۷ ټپیانې او په تېرو ۱۲ کلونو کې ټولې ۲،۸۰۱ وژل شوې دي."

ښاغلی فرهنګ تمه لري چې د بشري حقونو نړیوال اصول مراعت او تاوتریخوالی ودرېږي.

که څه هم بېلابېلو بنسټونو په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتي چې ملکي خلکو او په تېره ښځو ته دې زیان نه‌رسوي، خو دا چاره لا هم روانه ده.

XS
SM
MD
LG