د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د افغانستان حج او اوقافو وزارت فتوا: د کرونا ویروس ضد واکسین روژه نه‌باطلوي


ارشیف، ارشیف، افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر
ارشیف، ارشیف، افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر

په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' زیاتوالی او د روژې میاشت کې د کرونا واکسین د کولو په اړه د حج او اوقافو وزارت فتوا.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت فتوا ورکړې چې د روژې په مبارکه میاشت کې د کرونا واکسین هیڅ ممانعت نه‌لري او روژه پرې نه‌باطلېږي.

دغه وزارت وايي واکسین اخیستونکی په روژه ماتولو مکلف نه‌دی.

د یاد وزارت ویاند محمد حسیني د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۲۵مه» ازادي راډیو ته وویل، روژه نیوونکي کولای شي د ورځې په اوږدو کې د کرونا واکسین واخلي.

ښاغلی حسیني زیاتوي: "د عامې روغتیا وزارت د کرونا واکسین د کولو په اړه د فتوا ورکول غوښتي و چې ایا د ورځې له‌خوا تطبیقېدلی شي؟ د حج او اوقافو وزارت دې ته په کتو چې واکسین څوک روژې ماتولو ته نه اړباسي او یا شخص ته تکلیف نه‌ورکوي چې خوړو ته مجبور شي، کولای شي یو څوک د ورځې له‌خوا واکسین وکړي، هېڅ شرعي ستونزه نه‌لري او روژه نه‌باطلوي."

ارشیف، افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر
ارشیف، افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر

د حج او اوقافو وزارت په داسې حال کې دغه فتوا ورکوي چې د عامې روغتیا وزارت ترې په یوه لیک کې د فتوا ورکولو غوښتنه کړې وه چې ایا د روژې په میاشت کې هم د کرونا ویروس واکسین جاري وساتي که نه.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په هېواد کې د کرونا ویروس د ډېرېدو له امله غواړي د کرونا ویروس ضد واکسین پلي کول پراخ کړي.

دغه وزارت په وروستیو ورځو کې د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو ډېر شمېر په ننګرهار ولایت کې ثبت کړی دی او د دغې ناروغۍ د خپرېدو لامل‌یې ایران او پاکستان ته د افغانانو ډېر تګ راتګ ښودلی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي چې تر اوسه پورې د دغه هیواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۵۳ زره کسان د کرونا ضد واکسین شوي دي.

دغه وزارت په واکسین اخیستونکو کې د هډونو دردونه او تبه یو عادي مسئله ګڼي وايي، دغه نښې د واکسین د تأثیر ښکارندويي کوي او خلک دې ورته نه اندېښمن کېږي.

ارشیف، افغانستان کې په کرونا ویروس اخته ناروغان
ارشیف، افغانستان کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

د یاد وزارت ویاند میرویس علیزی وایي: "دغه بهیر په ۳۴ ولایتونو کې دوام کوي. په تېرو ورځو کې چې وینو، په هېواد کې پر کرونا د اخته‌وو شمېر ډېر شوی دا د اندېښنې وړ دی ځکه تلفات هم لري."

د عامې روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په روغتونونو کې ۲ زره ۳۵۱ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۱۲۸ یې مثبتې ختلي او په هرات، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ترې درې کسان مړه شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو نه تر اوسه پورې ۵۷ زره ۳۶۴ کسان په دې ویروس اخته شوي چې ۲،۵۳۲ ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG