د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۳۱

خبرونه

د روژې مبارکې میاشتې پیل؛ ښايي دې میاشت کې 'د کرونا وبا سرایت لا زیات' شي

ارشیف، ایران کې په کرونا ویروس اخته ناروغ په یوه روغتون کې د درملنې پر مهال

په افغانستان او اکثرو اسلامي هېوادونو کې نن د روژې مبارکه میاشت په داسې حال کې پیل شوه چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا خپره ده او دا وېره شته چې ښايي په دې میاشت کې د دې وبا سرایت لا زیات شي.

سږنۍ روژه دوهمه روژه ده چې په اکثرو اسلامي هېوادونو کې د کرونا د مخنیوي لپاره محدودیتونه لګول شوي دي، خو په ځینو اسلامي هېوادونو کې دا محدودیتونه تر ډېره په پام کې نه‌نیول کېږي.

په همدې حال کې په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې دیني عالمان خلک هڅوي چې که د روژې پر مهال واکسین ولګوي، نو روژه‌یې نه‌ماتېږي.

د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سیمه‌ییز مسؤل احمد المندهري اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، د پروسږنې روژې پر مهال د ګرځ‌بندیز نه‌رعایت او په جوماتونو کې د خلکو راټولېدلو ناوړه عواقب رامنځته کړل. نوموړی زیاتوي سږکال هم دا وېره شته چې پروسږنه تجربه تکرار نه‌شي.

په ډېری هېوادونو کې د کرونا د سرایت د مخنیوي لپاره د روژه‌ماتي پر مهال د ډوډۍ وېش بند شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نن ټول افغانستان کې د خونړیو پېښو په خاطر ملي ویر اعلان شوی

د ویر په پار د افغانستان ملي بیرغي نیم ځوړند دی

نن سې شنبه (د غويي ۲۱مه) په ټول افغانستان کې د وروستیو خونړیو پېښو په خاطر ملي ویر اعلان شوی.

د افغانستان حکومت ملي ویر وروسته له هغې اعلان کړ چې د کابل په دشت برچي کې په یوه خونړي برید کې په لسګونو د ښوونځي زده کوونکې او له هغې مخکې د لوګر په مرکز پل علم کې په ورته خونړي برید کې په لسګونو د دولسمو ټولګیو هغه فارغان ووژل شول چې د کانکور په آزموینه کې د ګډون لپاره له ازرې ولسوالۍ دې ښار ته ورغلي وو.

ولسمشر اشرف غني د تېرې یکشنبې په ورځ د ملي ویر د ورځې د اعلانولو پر مهال وویل چې د دې پېښو د مړیو او ټپیانو له کورنیو سره په غم او درد کې ځان شریک بولي او په همدې خاطر د سې شنبې ورځ ملي ویر اعلانوي چې ټول هېواد کې به د قربانیانو لپاره د فاتحې مراسم ترسره کېږي.

دغه راز به نن په کوردننه په دولتي ادارو او بهر کې د افغانستان په ډیپلوماتیکو نمایندګیو کې د افغانستان بیړغ نیم ځوړند وي.

امریکا: طالبان دې ۳ ورځنی اوربند وغځوي

ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالبان

د امریکا متحدو ایالاتونو د طالبانو له خوا د درې ورځو لپاره د اوربند د اعلانولو هرکلی وکړ او له دې ډلې یې وغوښتل چې هغه وغځوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دوشنبه (د غويي ۲۰مه) په واشنګټن کې وویل، له طالبانو او له افغان مشرانو غواړي چې په جدي توګه د سولې په پروسه کې ښکېل شي، څو دا مسئله یقیني شي چې د افغانستان خلک په راتلونکي کې د ترورېزم له شره خلاص او له بې مفهومه تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي.

ښاغلي پرایس دغه راز وویل چې متحده ایالات په کابل کې د نجونو پر ښوونځي د شنبې د ورځې خونړۍ برید چې لسګونو زده کونکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، غندي خو دا هم څاري چې څوک د دې برید مسوول دي.

پرایس زیاته کړه، تر دې مخکې د دا ډول حملو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی دی.

طالبانو هم دغه برید غندلی او په هغه کې یې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو له خوا د درې ورځني اوربند په غبرګون کې د افغانستان حکومت هم له خپله اړخه ورته اوربند اعلان کړی دی.

کورنیو چارو وزارت: هغه کسان نښه کېږي چې د دښمن په ګټه تبلیغات کوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د یو شمېر هغو کسانو د په نښه کولو لپاره یې هڅې پیل کړي چې د دې وزات په وینا په رسنیو کې د دښمن په ګټه او د ملي امنیت ضد تبلیغات کوي او له دښمن سره اړيکې پالي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دغه هڅې یې د رسنیو له مسوولینو سره په همغږۍ پیل کړي دي: "دغه اقدام د هغو کسانو په اړه دی چې له دښمن سره اړیکې لري یا یې نفوذي کسان دي، خو په عین حال کې د بیان د ازادۍ اصول به هم په پام کې نیول کېږي."

د ښاغلي ارین په وینا دوی د هغو کسانو لټه کوي چې د خبریالانو په نوم د ملي ګټو او ملي امنیت ضد فعالیتونه سرته رسوي.

تر دې مخکې وسله والو طالبانو هم یو شمېر رسنۍ تورنۍ کړې وې چې بې پرې راپورونه دې نه ورکوي، بلکې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې په ګټه پېښې تر خبري پوښښ لاندې نیسي چې په کور دننه د رسنیو د ملاتړ ډلو او نړیوالو پراخ غبرګونونه یې راو پارول.

چارواکي: د هرات ـ کندهار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه

ارشیف

د هرات چارواکي وایي، د هرات ـ کندهار لویه لاره له پرون دوشنبې(د غويي ۲۰مه) غرمې راهیسې د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، د دې ولایت د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکو د مخدره موادو د قاچاق په تور د یوه کس د نیول کېدو او کابل ته د هغه د استولو په اعتراض کې دغه لاره سهار مهال تړلې وه.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه: "د ادرسکن ولسوالۍ د خلکو استازیو نن وروسته له هغې چې خپلې غوښتنې یې له والي سره مطرح کړې او والي هم ورسره ژمنه وکړه چې غوښتنې به یې له اړوندو مسوولو چارواکو سره شریکې کړي، له اعتراض څخه لاس واخیست."

د هرات ادرسکن ولسوالۍ د هرات ښارد ختیځ په ۴۵ کیلو مترۍ کې د هرات – کندهار د لویې لارې پر سر پرته ده.

نتانیاهو : د توغندیو په توغولو حماس سره کرښه تر پښو لاندې کړې

ارشیف، پر بیت المقدس څو توغندي وتوغول شول

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو حماس ډلې ته خبرداری ورکړ چې پر بیت المقدس د توغندیو په ویشتلو سره یې سره کرښه تر پښو لاندې کړې ده.

پر بیت المقدس څو توغندي پرون دوشنبې (د غويي ۲۰مه) وروسته له هغې وتوغول شول چې د الاقصی جومات ته نژدې د اسراییل د پولیسو او د فلسطیني معترضانو ترمنځ اخ او ډب له څو ورځو راهیسې دوام لري.

په دغو له تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو کې په سلګونو فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د حماس له خوا د توغول شويو توغندیو په ځواب کې د اسراییل پوځ په غزه کې پر یو شمېر هغو ځایونو چې ګومان کېږي دغه توغندي به ترې توغول شوي وو، هوایي بریدونه وکړل.

د فلسطین روغتیایي چارواکو په غزه کې د ۹ ماشومانو په ګډون د شلو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

په وژل شوېو کې د درېیو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ لږ تر لږه ۷ تنه غړي ښودل شوي دي.

فرانس پرېس اژانس دغه راز د یوه سیمه ییز چارواکي له قوله خبر ورکړی چې وایي، د حماس یو جګ پوړی قوماندان هم په وژل شوېو کې شامل دی.

د اسراییل صدراعظم وویل، تروریستي ډلو له غزې د بیت المقدس د ورځې په ماښام پر دې ښار توغندي وویشتل او سره کرښه یې تر پښو لاندې کړه.

نتانیاهو زیاته کړه، اسراییل به ورته په پیاوړي ځواک ځواب ووایي.

هُرمز تنګي کې د امریکا پوځي کښتیو ایراني کښتیو ته د خبرداري ډزې کړي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د ساحلي ګارډ یوې کښتۍ پرون دوشنبه (د غويي ۲۰مه) په هُرمز تنګي کې وروسته له هغې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ګارډ کښتیو ته د خبرداري لپاره شااوخوا ۳۰ ډزې وکړې چې د دې ګارډ ۱۳ کښتۍ دغې امریکایي او نورو کښتیو ته ورنژدې شوې وې.

دا په تېره یوه میاشت کې دوهم ځل دی چې د امریکا پوځي کښتۍ هغو ایراني کښتیو ته د خبرداري ډزې کوي چې د خوندیتوب ټاکل شوی واټن نه مراعتوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل، د خبرداري لپاره ډزې وروسته له هغې وشوې چې ایرانۍ ګړندۍ کښتۍ شپږو امریکایي کښتیو ته تر۱۵۰ مترو واټن پورې نژدې شوې وې.

کربي وویل، د ایرانیو کښتیو چې دا ځل ډېرې وې، چلند یرغلیز و.

په لوګر کې د لومړۍ امنیتي حوزې امر شاهپور احمدزی ووژل شو

په لوګر کې د لومړۍ امنیتي حوزې امر شاپور احمدزی

په لوګر کې د لومړۍ امنیتي حوزې امر ووژل شو.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ازادي راډیو ته تأیید کړه چې څارمن شاهپور احمدزی نن مازدیګر د لوګر په مرکز پل علم ښار کې هغه مهال ترور شو چې نوموړي په ښار کې د امنیت لپاره چک پاینټ اچولی و.

د لوګر امنیه قومانداني هم پېښه تأییدوي او وایي، په دې برید کې له نوموړي سره د اولې حوزې پخوانی امر او دوه پولیس سرتېري هم ټپيان شوي دي.

دوی وایي، د برید عاملین وسله‌وال طالبان و چې د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

شاهپور احمدزي له دې وړاندې له تېرو څو کالونو راهیسې د لوګر د پولیسو د ویاند په توګه دنده ترسره کوله او تازه له تېرو څو میاشتو راهیسې د اولې حوزې امر ټاکل شوی و.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

عبدالله او باجوه د سولې د معنی لرونکو بین‌الافغاني خبرو پر پیل خبرې کړي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د لیدنې پر مهال

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د سولې د معنی لرونکو بین‌الافغاني خبرو پر پیل خبرې کړې دي.

د دوی ترمنځ نن په کابل کې د سپېدار ماڼۍ دننه ملاقات شوی دی.

ښاغلي باجوه ویلي، د افغانستان د ستونزې یوازنی حل یوه سیاسي جوړجاړي ته رسېدل او ټاکنې دي.

د راپورونو له مخې د بریتانیا د پوځ لوی درستیز هم کابل ته د ښاغلي باجوه د سفر ملګری دی.

دا خبره په اسلام‌اباد کې د ازادي راډیو خبریال د خپلو سرچینو په حواله وکړه.

معلومه نه‌ده چې دغو پوځي چارواکو له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي او که نه.

۱۴۱ افغانان د سعودي عربستان له زندانونو ازاد او افغانستان ته راولېږدول شول

د سعودي عربستان له زندانونو ازاد شوي افغانان

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ۱۴۱ افغانان د سعودي عربستان له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا شمېر افغانان د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه‌درلودو له کبله په سعودي کې بندیان وو.

خبرپاڼه کې راغلي دا کسان له کومې جریمې پرته په وړیا ډول له جدې او ریاض ښارونو په الوتکو کې کابل ته لېږدول شوي دي.

ایران د عراق په کربلا ښار کې پر خپلې قونسلګرۍ برید وغانده

د ایران بیرغ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عراق په کربلا ښار کې پر خپلې قونسلګرۍ برید غندلی دی.

د دغه وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن (د مې په ۱۰مه) په تهران کې خبریالانو ته وویل، هېواد یې له عراقه غواړي چې د ایران د ډيپلوماتیکو ځایونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

ښاغلی خطیب‌زاده زیاتوي: "د ایران اسلامي جمهوریت په عراق کې پر خپلو ډیپلوماتیکو ځایونو برید په کلکو ټکو غندي. د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت تهران کې د عراق سفارت ته اعتراضي یادښت سپارلی دی."

د راپورونو له مخې پرون یوه ډله عراقي مظاهره‌چیانو کربلا کې د ایران پر قونسلګرۍ هجوم وروړ او یوه برخه‌یې وسوځوله.

د جاپان صدراعظم: هېڅکله د المپیک لوبې راته لومړیتوب نه‌لري

د جاپان صدراعظم یوشیدي سوګا

د جاپان صدر اعظم وایي، د توکیو د المپیک لوبو د ترسره کولو په خاطر باید خلک له خطر سره مخامخ نه‌کړي.

یوشیدي سوګا نن (د مې په ۱۰مه) وویل، هېڅکله د المپیک لوبې ورته لومړیتوب نه‌لري، بلکې په خبره‌یې له کرونا د خپلو اتباعو د ساتنې په فکر کې دی.

ټاکل شوې د توکیو د المپیک سیالۍ چې له مخکې نه یو کال ځنډېدلې دي، سږکال د جولاۍ له ۲۳مې د اګسټ تر ۸مې پورې ترسره شي.

په همدې حال کې په جاپان کې شوې یوه نظرپوښتنه ښيي چې د دغه هېواد شااوخوا ۶۰ فیصده خلک د المپیک لوبو د لغوه کولو غوښتنه کوي.

روېټرز خبري اژانس ویلي، جاپان کې څه باندې درې لکه لاسلیکونه راټول شوي چې د المپیک لوبو مخنیوی وکړي.

د پاکستان لوی درستیز او د بریتانیا د پوځ مشر په ناڅاپي سفر کابل ته راغلي

د پاکستان لوی درستیز او د بریتانیا د پوځ مشر

د پاکستان او بریتانیا لوړپوړي پوځي مشران په ناڅاپي سفر کابل ته راغلي دي.

د ارګ دوو باوري سرچینو ازادي راډیو سره خبرو کې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سفر تأیید کړی، خو د بریتانیا د پوځ د مشر سفر لا رسمي نه‌دی تأیید شوی.

په اسلام‌اباد کې د ازادي راډیو خبریال طاهر خان وایي، له ښاغلي باجوه سره د کابل په سفر کې د بریتانیا د پوځ مشر هم ملګری دی.

طاهر خان د خپلو سرچینو په حواله وایي، بریتانیا هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کولو کې منځګړیتوب وکړي.

ښاغلی طاهر خان زیاتوي: "زموږ چې څه معلومات دي، بریتانیا غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې‌اعتمادي او بې‌باوري ختمه شي چې د دواړو هېوادونو همکاري زیاته شي، دا معلومات دلته د بریتانیا له‌خوا اسلام‌اباد کې خپاره شوي، د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې (ای.اس.پي.ار) یوه اعلامیه خپره کړې چې د پاکستان د پوځ مشر او د بریتانیا د پوځ مشر غونډه هم کړې ده."

کابل ته د پاکستان او بریتانیا د پوځي مشرانو له سفره یوه ورځ وړاندې طالبانو د اختر درېیو ورځو لپاره اوربند اعلان کړ.

بل لور ته په دې وروستیو ورځو کې د جګړې لیکې ډېرې تودې شوي او دا جګړه پر ښکېلو خواوو سربېره ملکیانو ته هم دروند زیان اړوي.

پروان کې دوو چاودنو لږ تر لږه ۵ تنه ووژل او شااوخوا ۲۰ نور ټپیان دي

ارشیف، پروان کې د یوې چاودنې په سیمه کې راټول شوي پولیس

په پروان کې د ځایي چارواکو په خبره پر عامو خلکو دوه چاودنې شوي چې لږ تر لږه ۵ تنه په‌کې وژل شوي او شااوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

لومړنۍ چاودنه له غرمې مخکې د شېخ علي ولسوالۍ د اوسېدونکو د سپرلۍ پر کاسټر موټر شوې چې درې تنه په‌کې وژل شوي او یوه مور او زوی د چاودنې څپې سیند ته ګزار کړي دي.

د ازادي راډیو خبریال د چارواکو په حواله وایي، سیند څپانده دی او تر اوسه د مور او ماشوم جسدونه هم نه‌دي پيدا شوي.

پر کاسټر دې چاودنې ۱۱ تنه ټپیان کړي هم دي. د سپرلۍ دا موټر له چارېکارو غوربند درې ته پر لاره و چې د سیند یوه پله ته په رسېدو پر خښ شوي ماین وخوت.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مشر محمد صادق هاشمي وایي، کله چې خلک د لومړنۍ چاودنې ځای ته نږدې شول، بله چاودنه شوې چې نهه تنه‌یې ټپیان کړي دي.

تر اوسه د دغو ماین چاودنو انګېزه نه‌ده معلومه او مسؤلیت‌یې هم کومې ډلې نه‌دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په زابل کې تېره شپه د سپرلۍ پر ۴۰۴ موټر دوه غبرګې چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۱۱ تنه‌یې ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل.

غور کې یوه پولیس خپل څلور همکاران په ډزو وژلي

د افغانستان غور ولایت د فېروزکوه ښار

د غور چارواکي وایي دغلته یوه پولیس خپل څلور همکاران په ډزو وژلي دي.

دا پيښه تېره شپه د فېروزکوه ښار شمال ته په "تیلک کاسي" امنیتي پوسته کې رامنځته شوې.

د غور د والي ویاند زلمي کریمي ازادي راډیو ته ویلي چې دغه پولیس د پیرې پر مهال خپلو ملګرو باندې ډزې کړي او تښتېدلی دی.

کریمي برید کوونکی د طالبانو نفوذي کس یادوي، خو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست: کابل کې د طالبانو د ترور هسته ونیول شوه

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست له لوري نیول شوي کسان

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل کې د طالبانو د "ترور هسته" ونیول شوه.

د دې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوې نهه کسیزې وسله‌والې ډلې په دې ولایت کې د چسپکي ماینونو په ايښودلو، هدفي وژنو او دغه‌شان د دې ښار په ۱۲مه او ۱۹مه ناحیه کې د پولیسو په پوستو د لاسي بمونو د غورځولو په پېښو کې لاس درلود.

د اعلامیې پر بنسټ دغه وسله‌والې ډلې جنګي وسایل او ناچاوده مهمات په لغمان کې د طالبانو له سیمه‌ییزو قوماندانانو ترلاسه کول.

په اعلامیه کې دغه‌شان راغلي دي چې یادې ډلې پلان درلود چې په کابل ښار کې هدفي وژنې پیل کړي، خو د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شول.

په اعلامیه کې دا نه‌دي ویل شوي چې یاده ډله د کابل په کوم ځای کې او کله نیول شوې ده.

وسله‌والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

بل لور ته د بامیانو د والي دفتر ویلي، د دغه ولایت لپاره‌یې د طالبانو نومول شوی مرستیال نیولی دی.

د بامیان ولایت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې قاري عبدالجلیل عمري له خپل یوه ملګري سره پرون په کهمرد ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو.

طالبانو په دې اړه هم تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG