د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

تهران: نطنز اټمي تأسیساتو کې د برېښنا پرچاوي د اسرائیل له‌خوا د سبوتاژ هڅه وه


د ایران عمده اټمي تأسیسات نطنز
د ایران عمده اټمي تأسیسات نطنز

د ایران په عمده اټمي تأسیساتو نطنز کې د برېښنا شبکې پرچاوي د اسرائیل له‌خوا د سبوتاژ مشکوکه هڅه وبلل شوه.

ایراني چارواکو ویلي چې په اټمي مرکز نطنز کې پرون برق قطع شو او دوی به د دې پېښې غچ واخلي. دوی پر اسرائیل شک لري چې په دې پېښه کې لاس لري.

ویل کېږي چې دا پېښه د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتيکو هڅو ته زیان اړولی شي.

د دې هېواد د اټمي انرژۍ ادارې رئیس علي اکبر صالحي پرون د برق قطع کېدل اټمي ترورېزم وباله او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل چې د دې تهدید پر وړاندې ودرېږي.

علي اکبر صالحي وویل چې ایران د ورانکارو پر ضد د ګامونو اخیستو حق لري.

د ایران د اټمي انرژۍ ادارې رئیس علي اکبر صالحي
د ایران د اټمي انرژۍ ادارې رئیس علي اکبر صالحي

په عين حال کې د اسرائيلو کان پبلک راډيو د استخباراتي سرچينو له خولې ویلي چې د دې سايبري برید تر شا د اسرائيلو د استخباراتي ادارې موساد لاس دی، خو امریکایي ورځپاڼې نيویارک ټايمز د امریکايي او اسرائيلي استخباراتي چارواکو له قوله په يوه راپور کې د دې پېښې تر شا د اسرائيلو د لاس لرلو په تفصيل کې وايي چې یوې لويي چاودنې تر ځمکې لاندې د یورانيمو غني کولو بټيو يا سنترفيوزونو ته د برق رسېدو نظام له‌منځه یووړ.

تر دې یوه ورځ مخکې ايران ويلي وو چې په چټکۍ سره‌یې د يورانيمو غني کول پیل کړي دي.

د استخباراتي‌ چارواکو په وينا نطنز اټمي ‌مرکز ته د برق قطع کېدو د ايران د يورانيمو غني کولو کار نهه مياشتې شاته کړی دی.

اسرائیل په عمومي توګه د پټو عملیاتو په اړه څه نه‌وايي، که څه هم د دې هېواد صدراعظم بنیامن نتانیاهو په تکراري توګه ایران د اسرائیل پر وړاندې یو لوی تهدید بللی دی.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د ایران پر وړاندې د اسرائیل پټه جګړه مخ پر ډېرېدو ده او په سوریه کې يې د ایران پر ملاتړو ځواکونو هوایي حملې زیاتې کړي.

روانه میاشت په یمن کې د ایران د سپاه پاسداران پر یوه بېړۍ د حملې شک هم پر اسرائیل کېږي.

د نطنز پېښه داسې مهال رامنځته شوه چې په اتریش کې د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې د ژغورلو هڅې روانې دي.

دا موافقه په ۲۰۱۵م کال کې لاسلیک شوې وه او وروسته امریکا ورڅخه ووته.

XS
SM
MD
LG