د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۴۰

نړۍ

ترکیه: امریکا تور سمندرګي ته ۲ جنګي بېړۍ استوي

د امریکا او ترکیې ګډ بیرغونه

ترکیه وایي، د امریکا متحده ایالاتونه تور سمندرګي ته دوه جنګي بېړۍ استوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون جمعه (د وري ۲۰مه) ماښام د جرمني 'ډي.پي.اې' اژانس ته وویل، دا بېړۍ د باسفورس بندر له لارې تور سمندرګي ته اوړي.

د امریکا دفاع وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ دغې سیمې ته د بېړۍ د استولو په تړاو له خبرو ډډه وکړه، خو ويې ویل، دا کوم غیر معمول کار نه دی.

تراوسه لا معلومه نه ده چې له اوکراین سره نژدې دې سمندرګي کې د امریکایي سمندري ځواکونو د حضور زیاتوالی دغلته د روسیې د ځواکونو له حضور سره تړاو لري او که نه؟

ترکیې ویلي، ټاکل شوې د امریکا دا بېړۍ د اپریل میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه، له باسفورس بندره تېرې شي او د مې میاشتې تر څلورمې نېټې تور سمندرګی کې پاتې شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اروپایي ټولنه او هند به د ازادې سوداګرۍ پر خبرو بحثونه وکړي

ارشیف، د اروپايي ټولنې بیرغونه

اروپایي ټولنه او هند به هڅه وکړي چې په نننۍ سرمشریزه کې د ازادې سوداګرۍ پر دریدلو خبرو بیا بحثونه پيل کړي.

د اروپایي ټولنې مشران د پرتګال په پورتو ښکار کې پرون راغونډ شوي و او نن(د مې په ۸مه) به له دوی سره د هند صدراعظم ناریندرا مودي د ویډیو کنفرانس له لارې برخه واخلي.

د هند او اروپایي ټولنې تر منځ د ازادې سوداګرۍ موضوع په دوه زره دیارلسم کال کې د تعارفې د کمېدو، د اختراعاتو د ثبت د خوندیتوب او په اروپا کې د هندیانو د کار د اجازې په شمول د یو شمېر دلایلو له امله ودرول شوې.

اروپایي ټولنه او هند د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کوي او دواړه لوري د چین اقتصادي ځواک ته اندیښمن دي.

خو یو شمېر ډلې لکه د بښنې نړیوال سازمان چې غړیو یې د غونډې د ځای بهر اعتراضاً شعمې ولګولې، د اروپایي ټولنې پر مشرانو فشار راوړی چې د مودي د حکومت له لوري د اپوزسیون د ځپلو مساله له پامه ونه غورځوي.

په پټه د واشنګټن پوسټ د ۳ خبریالانو اطلاعات ترلاسه شوي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لوګو

د امریکا د متحد ایالاتونو عدلیه وزارت وایي، په پټه یې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د درې خبریالانو د موبایل ټیلیفونونو اطلاعات ترلاسه کړي دي.

دې خبریالانو د روسیې او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶میلادي کال د انتخاباتي کمپاین د اړیکو په ارتباط یو شمېر راپورونه چمتو کړي وو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون جمعه (د غويي ۱۷مه) څرګنده کړه چې عدلیې وزارت دا ورځپاڼه خبره کړې ده چې د دوی د خبریالانو د ټیلیفون د معلوماتو په اړه یې اطلاعات ترلاسه کړي دي، خو دې وزارت دې ورځپاڼې ته د خپل هدف په اړه څه نه دي ویلي.

داسې ښکاري چې دا هڅه د دې لپاره ده چې د دې خبریالانو د راپورونو سرچینې معلومې شي.

د دوی راپورونه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې خپاره شوي وو، هغه وخت د فدرال ادارې څارنوالانو د روسیې او د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ترمنځ د اړیکو د ادعا په اړه تحقیقات کول.

د پاکستان صدراعظم سعودي عربستان ته په ۲ ورځني سفر ولاړ 

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون جمعه (د غويي ۱۷مه) سعودي عربستان ته په دوه ورځني سفر ولاړ.

عمران خان ته د دې سفر بلنه د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ورکړې ده.

اسلام اباد غواړي چې په کشمیر کې، له ادعا سره سم د هند د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر د سعودي عربستان ملاتړ جلب کړي، خو ریاض له هند سره؛ له هغه هېواد سره احتیاط کوي چې د سعودي عربستان یو مهم تجارتي شریک دی او تیل ترې اخلي.

د عمران خان تر سفر مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سعودي عربستان ته تللی و او پرون یې له ولیعهد سلمان سره وکتل.

تمه ده چې عمران خان به د سعودي عربستان له مشرانو سره د جدې په ښار کې وګوري.

د تورپوستي فلوېډ د وژلو قضیه کې ۴ نور پولیس هم مجرم وپېژندل شول 

تور پوستی جورج فلوېډ

د امریکا یوه لوړپوړي فدرالي منصفه پلاوي د یوه تورپوستي امریکایي په قتل کې څلور نور پولیس د 'قرباني د اساسي حقونو د سرغړونې' په تور مجرم وپېژندل.

د منیاپولیس ښار دغه پخواني پولیس افسران د تور پوستي جورج فلوېډ د وژنې په قضیه کې شامل بلل شوي دي.

جورج فلوېډ شااوخوا یو کال وړاندې د یوه سپین پوستي پولیس له خوا ونیول شو او وروسته یې په زنګون د خفک کېدو له امله سا ورکړه.

څلور پولیس پرون جمعه (د غويي ۱۷مه) د دې لپاره ګرم وبلل شول چې د فلوېډ د خفه کېدو پر مهال نه دي توانیدلي هغه سره روغتیایي مرسته وکړي.

د فلوېډ وژونکي پولیس تېره میاشت محکوم شو او اوس په بند کې دی.

توکیو او نورو برخو کې د کرونا له کبله لګول شوی بېړنی حالت تمدید شو

د جاپان یو شمېر اوسېدونکي د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې په هدف د ماسکونو د کارولو پر مهال.

د جاپان په پلازمېنه توکیو او نورو برخو کې د کرونا ویروس له کبله لګول شوی بېړنی حالت تمدید کړای شو.

دا په داسې حال کې ده چې په جاپان کې د المپیک کېدونکو مسابقو ته تر درېیو میاشتو لږه موده پاتې ده.

صدراعظم یوشیهیده سوګا نن وویل، دا بېړنی حالت چې په پام کې و د مې میاشتې پر ۱۱مه پای ته ورسېږي، د همدې میاشتې تر پایه دوام کوي.

د جاپان د اقتصاد وزیر یاسوتوشي نیشيمورا پرون ویلي چې په توکیو او اوساکا کې د کرونا ویروس نوې پېښې لا هم په لوړه سطحه دي.

د تمدید شوي بېړنې حالت له مخې بارونه، رستورانتونه او نور ځایونه چې الکولي مشروبات په‌کې خرڅېږي تړلي وي. له خلکو هم غوښتل کېږي چې بې له ضرورته دې سفرونه نه‌کوي.

د سپورټ د بېلابېلو رشتو څه باندې ۱۱ زره لوبغاړي به په المپیک کې برخه واخلي. دا سیالۍ تېر کال د کرونا وبا له کبله وځنډول شوې.

جاپان له دې مخکې پرېکړه کړې وه چې د المپيک لپاره له بهره د نندارچیانو ورتګ منع کړي.

د اسرائیلي پولیسو په ډزو کې ۲ فلسطینیان ووژل شول او یو ټپي دی

ارشیف، یو شمېر اسرائیلي پولیس

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې نن دوه فلسطینیان هغه وخت ووژل شول او درېیم تن سخت ټپي شو چې لومړی یې د اسرائیل پر یوه پوځي اډه ډزې وکړې.

د اسرائیل سرحدي پولیسو وویل، دغو درېیو فلسطینیانو سرحد ته نږدې د پولیسو پر پوځي اډه ډزې وکړې.

د پولیسو په خبره، سرحدي پولیسو په ډزو دوه حمله کوونکي ووژل او درېیم تن چې سخت ټپي شوی، یوه روغتون ته وړل شوی دی.

په همدې حال کې د اسرائیل پولیسو ویلي چې ۱۵ کسان‌یې په ختیځ بیت‌المقدس کې له یوې شخړې وروسته نیولي دي.

د اسرائیل د پولیسو په وینا دغو کسانو سهار مهال په شېخ جراح سیمه کې پر پولیسو او وسایطو ډبرې هم ګوزار کړې وې.

سعودي د عامه او خصوصي سکټور ټولو کارکوونکو ته د کرونا واکسین لګول جبري کوي

په سعودي عربستان کې تر څلورو لکو او ۲۳ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

سعودي عربستان د عامه او خصوصي سکټور ټولو کارکوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین لګول جبري کوي.

د سعودي عربستان د بشري منابعو او ټولنیز پرمختیا وزارت د جمعې په ورځ د دې اعلان پر مهال نور جزئیات ورنه‌کړل.

د پلان له مخې به هغه کسان چې غواړي په سعودي عربستان کې کومه وظیفه ولري، مجبوره دي د کرونا ضد واکسین ولګوي.

وزارت د کارو بارونو له خاوندانو غوښتي چې د خپلو ټولو کارګرو د واکسین کولو لپاره دې لاس په کار شي.

په سعودي عربستان کې تر څلورو لکو او ۲۳ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د جاپان دولت په توکیو او ۳ نورو سیمو کې د بېړني وضعیت په اړه پرېکړه اعلانوي

ارشیف، د جاپان د توکیو ښار یوه څنډه

د جاپان دولت به نن په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي چې د مې تر پایه په توکیو او درېیو نورو سیمو کې بېړنی وضعیت غځوي که څنګه.

د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د جاپان حکومت داسې وخت د بېړني حالت په تمدید غور کوي چې په جاپان کې پلان شوي المپیک سیالیو ته کمې میاشتې پاتې دي.

تمه ده دوبني المپیک په توکیو کې د جولای په ۲۳مه پيل شي.

یوولس زره لوبغاړي به په المپیک کې برخه واخلي.

دا سیالۍ تېر کال د کرونا وبا په خاطر ځنډول شوې وې.

جاپان له مخکې پرېکړه کړې وه چې د المپيک لپاره له بهره د ننداره‌چیانو ورتګ منع کړي.

اندېښنې شته چې په توکیو او څو سیمو کې د بېړني وضعیت دوام د المپيک لوبو برخلیک هم له ګواښ سره مخ کولای شي.

په جاپان کې که څه هم کرونا وبا د نورو هېوادونو په پرتله لږه خپره شوې، خو واکسیناسیون بیا په ځلونو شاته پاتې.

د بلاروس د اپوزېسیون مشرې له امریکا د لوکاشینکا پر رژیم نور بندیزونه غوښتي

د بلاروس د اپوزېسیون په تبعید کې مشره سویتلانا تیخانوفسکایا

د بلاروس د اپوزېسیون مشرې له امریکا غوښتي دي چې د الکساندر لوکاشینکا پر رژیم نور بندیزونه ولګوي.

سویتلانا تیخانوفسکایا چې پرون د مې په شپږمه د امریکا د کانګرس استماعیه غونډې ته وینا کوله همداراز پر واشنګټن غږ وکړ چې په بلاروس کې د روان سیاسي بحران د ختمولو په مقصد د اروپايي منځګړو پر هڅو ورګډ شي.

مېرمن تیخانوفسکایا چې په لیتوانیا کې د تبعید ژوند تېروي همداراز وویل چې متحده ایالات باید د لوکاشینکا د منزوي کولو لپاره له ډيپلوماسۍ کار واخلي.

هغې په خپل هېواد کې د بشري حقونو سرغړونو او ځپونکو اقداماتو ته اشاره وکړه او له کانګرس څخه‌یې وغوښتل چې په بلاروس کې د مدني ټولنې، خپلواکو رسنیو او په هېواد کې دننه او بهر د بشري حقونو د مدافعانو ملاتړ پراخ کړي.

سویتلانا تیخانوفسکایا ادعا کوي چې د ۲۰۲۰ کال د اګسټ په میاشت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکې وه او د اپوزېسیون فعالان‌یې د خلکو پر پراخو مظاهرو د حکومت د ځپونکو اقداماتو پر وړاندې یو موټی کړي دي.

برازیل کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد عملیاتو کې ۲۵ کسان ووژل شول

ارشیف، یو شمېر برازیلي پولیس

په برازیل کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۵ کسان وژل شوي دي. دا عملیات د برازیل په لوی تجارتي مرکز ریو دې جنیرو ښار کې شوي دي.

د قاچاقبرانو او پولیسو ترمنځ دا نښته پرون د مې په لومړۍ نېټه د ریو دې جنیرو په یوه بې‌وزله سیمه کې وشوه.

د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې دا جنایتکاره ډله چې د عملیاتو پر مهال‌یې پر پولیسو ډزې وکړې د مخدره موادو په قاچاق، شوکو، قتلونو او انسان تښتونو کې لاس لري.

د عملیاتو له جریانه وېډیویي تصاویرو کې ښکاري چې د دې ډلې غړي سیمې ته د پوځي ګاډو له رسېدو سره سم د بامونو له لارو تښتي.

د برازیل پولیس وايي چې په وژل شویو کسانو کې د دې ډلې مشر هم شامل دی او زیاتوي چې پولیسو لږترلږه ۱۰ مشکوک کسان نیولي دي.

د کرونا له محدودیتونو تېښته؛ په دوبۍ کې د پرتمینو ودانیو بیې لوړې شوي

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یو شمېر پرتمینې ودانۍ

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د پرتمینو ودانیو بیې لوړې شوي ځګه له پرمختللو هېوادونو ځیني شتمن خلک د کرونا وبا له محدودیتونو د تېښتې لپاره دې ښار ته ځي.

د دوبۍ د لوکسو ودانیو بیې پخوا تر دې رالوېدلې وې، خو د روان ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هغو بیې د تېر کال د لومړۍ ربعې پرتله په سلو کې ۲۳۰ لوړې شوې دي.

د جایدادونو د معاملو دفترونه وايي چې په تېره اپرېل میاشت کې سل او په مارچ کې ۸۴ کورونه چې د هر یوې بیه ۲،۷ ملیون ډالره وه خرڅ شوي دي، په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۲۰ کال کې یوازې ۵۴ کورونه معامله شوي وو. ډېری دا کورونه او جایدادونه د انسان په لاس په جوړ شوي جمیره ټاپو کې دي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې اکثر دا کورونه د افغانستان جنګسالاران او د نایجریا، سوریې او لبنان په څېر د نورو هېوادونو شتمن خلک او سیاستوال اخلي څو خپلې ګټلې پیسې په‌کې خوندي کړي.

د روسیې یوې محکمې د ازادي راډیو د یوې قراردادي خبریالې عریضه رد کړه

مسکو کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو دفتر

د روسیې د پسکوف ښار یوې محکمې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د قراردادي خبریالې لودمیلا ساویتس کایا هغه اعتراض او عریضه رد کړه چې د بهرنیو اجنټانو په نوم د روسیې د نویو مطبوعاتي مقرراتو په چوکاټ کې یې د خپل نوم د شاملېدو له کبله کړی و.

یادې محکمې پرون حکم ورکړ چې د عدلیې وزارت له‌خوا په دې لېست کې د ساویتس کایا د نوم لیکل، قانوني دی.

د مېرمن ساویتس کایا مدافع وکیل به د دې پرېکړې پر ضد یوې بلې لویې محکمې ته مراجعه وکړي.

د روسیې د عدلیې وزارت د خارجي اجنټانو په لېست کې د دې خبریالې د نوم لیکلو دلیل نه‌دی په ډاګه کړی.

د تاجکستان چارواکي: له قرغزستان سره د جګړو له کبله مو ۱۹ وګړي وژل شوي

د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ جګړه کې یوه ویجاړه شوې سیمه

د تاجکستان چارواکي وایي له قرغزستان سره په پوله په یوې لانجمنې سیمه کې د جګړو له کبله د دې هېواد ۱۹ وګړي وژل شوي او ۸۷ تنه ټپیان دي.

دا لومړني رسمي ارقام دي چې د تاجکستان د حکومت له‌خوا وړاندې کېږي.

د ازادي راډیو خبریال وایي په دې سیمه کې د شخړو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي چې ۱۱ یې پوځي کارکوونکي دي.

تر دې وړاندې قرغزي چارواکو ویلي وو چې په سرحدي لانجو کې ۳۶ تنه قرغزي وګړي وژل شوي، ۱۸۹ نور ټپیان دي او ۵۸ زره کسان له خپلو کورو څخه وتلو ته اړ شوي دي.

سپېس اېکس بالاخره 'سټارشیپ' توغندی په بریالیتوب سره وازمایه

ارشیف، د سپېس اېکس د یوه توغندي ازموینه

سپېس اېکس وتوانېد په پنځم ځل هڅې د سټارشیپ توغندی په بریالیتوب سره وازمایي.

دا د هغې فضایي بېړۍ د جوړېدو لپاره یو بل ګام دی چې په پام کې لري سپوږمۍ ته ستورمزلي واستوي.

دغه راکټ چې «SN15» نومول شوی د مې پر پنځمه په تکزاس کې د سپېس اېکس له یوې اډې بوکا چیکا څخه وتوغول شو.

دا توغندی وتوانېد په شپږو دقیقو ازمایشي الوتنه کې د شاوخوا ۱۰ کیلومتره مزل ووهي او بېرته په بریالیتوب سره ځمکې ته راشي.

د دغه توغندي پخوانۍ څلور ځله هڅې ناکامه شوې وې.

وروسته له هغه چې ناسا د سټارشیپ دا راکټ انتخاب کړ چې سپوږمۍ ته د ستورمزلو د رسولو لپاره وکارول شي، سپېس اېکس له ډېرو فشارونو سره مخامخ وو.

د سټارشیپ دا پنځمه بریالۍ ازموینه فضا ته د لومړني امریکایي الن شیپرډ د تګ له ۶۰مې کلیزې سره برابره ده.

بلېنکن اوکراین سره د واشنګټن ژمنې بیا تکرار کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکرایین له ولسمشر سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن کییف ته د سفر پر مهال د اوکراین د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ برخه کې د واشنګټن ژمنې بیا تکرار کړې.

دا د ولسمشر جوبایډن د ادارې لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې کییف ته سفر کوي.

بلېنکن نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمتري کولیبا سره ولیدل.

په داسې حال کې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی، اوکراین ته د بلېنکن دا یو ورځنی سفر له دې هېواده د امریکا د ملاتړ قوي پیغام رسوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلېنکن ته وویل چې کییف د مسکو پلوه بیلتون غوښتونکو سره په مقابله کې له اوکراین سره د امریکا د مرستو ستاینه کوي.

د اوکراین په ختیځ کې د اوکراین د حکومت او روس پلوه بیلتون پالو ترمنځ جګړو له جنورۍ راهیسي بیا زور اخېستی دی.

بلېنکن به په دې سفر کې د اوکرایین له ولسمشر ولودمیرزلنسکي، د دې هېواد د پارلمان او د مدني ټولنې له یو شمېر غړیو سره وګوري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG