د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د کرونا له امله زیاتېدونکي محدودیتونه؛ ملیونونه عیسویان ایستر جشن لمانځي


ارشیف، د بلاروس په یوه کلیسا کې د ایستر جشن لمانځل
ارشیف، د بلاروس په یوه کلیسا کې د ایستر جشن لمانځل

په ملیونونو عیسویان نن یکشنبه (د اپرېل څلورمه) د ایستر یا د عیسویانو د سپېڅلي اختر جشنونه په داسې حال کې لمانځي چې په ګڼو هېوادونو کې حکومتونو د کرونا ویروس له کبله محدودیتونه لګولي دي.

په فرانسه کې په ملي سطحه درېیم ټولبند یا لاکډاون پرون شنبه په داسې حال کې پیل شو چې روغتونونه د شدیدې څارنې په څانګو کې د ناروغانو د شمېر زیاتېدو له کبله تر فشار لاندې دي.

په اروپا کې ایټالیا هم پرون د ایستر پر مهال ټولبند پیل کړ، دغه هېواد داسې انګېرلي چې د اوونۍ د پای د رخصتۍ پر مهال ښايي د کرونا ویروس له کبله د خطر اندازه لوړه وي.

په جرمني کې بیا پرون مظاهره‌چیانو د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه داسې وخت وکړه چې حکومت د ایستر پر مهال د ټولبند د سختولو پلانونه لري. د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل له خلکو غوښتي چې فزیکي تماسونه محدود کړي.

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل

بل‌خوا د فرانسې حکومت هڅه کوي چې پر ګرځېدو راګرځېدو د محدودیتونو په لګولو، د ښوونځیو او غیر حیاتي کاروبارونو په تړلو سره د کرونا ویروس د نوې بڼې د مثبتو پېښو د زیاتېدو مخه ونیسي. په فرانسه کې دغه تازه اقدامات او محدودیتونه له پرون شنبې نافذ شول چې یوه میاشت به دوام کوي.

ولسمشر امانوئل مکرون ژمنه کړې چې په فرانسه کې به د واکسین کمپاین ګړندی کوي، دغه‌راز دفاع وزارت ویلي چې ۷ پوځي روغتونونه به له راروانې سې شنبې د واکسین لګولو لپاره لاس په کار کېږي.

په کاناډا کې پرون د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ مثبتې پېښې تر یو ملیون واوښتې، بل‌خوا بریتانوۍ کولمبیا هم په همدې ورځ د کرونا ویروس ۲،۰۰۰ نوې پېښې ثبت کړې.

دغه‌راز ټایوان د کوواکس په نوم د واکسین شریکولو نړیوال پروګرام له لارې د کرونا ضد استرازینیکا واکسین لومړۍ بسته چې دوه لکه دوزه دي، ترلاسه کړه چې سر له نن به د واکسین لګولو پروګرام ګړندی کوي.

په کاناډا کې د خلکو د واکسین کولو پروسه د دغه واکسین د رسولو په چارو کې د ځنډ له کبله ورو مخ ته ځي، د دغه هېواد یوازې ۱۴ فیصده وګړو لږترلږه د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده.

کاناډا کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق
کاناډا کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق

په فیلیپین کې لګول شوی ټولبند چې د دغه هېواد څه باندې ۲۴ ملیونه کاتولیک عیسویان هم اغېزمن کړي، د یوې بلې اوونۍ لپاره تمدید شو.

د فیلیپین چارواکو هغو روغتونونو ته چې د ناروغانو د شمېر زیاتېدو له کبله تر فشار لاندې دي، خیمې او نور روغتیايي کارکوونکي ګمارلي دي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۳۰ ملیونو او ۷ لکه ۷۰ زرو اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG