د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

تېر کال کې د افغان ملي اردو '۹ هلیکوپټرې' غورځېدلي یا هم راغورځول شوي


آرشیف، سقوط چرخبال بلک هاک در ولایت هلمند
آرشیف، سقوط چرخبال بلک هاک در ولایت هلمند

په داسې حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت په هلمند کې د ملي اردو د یوې بلک هاک هلیکوپټرې بېړنۍ ناسته تأیید کړې راپورونه ښيي چې په تېر لمریز کال کې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې لږترلږه د ملي اردو ۹ الوتکې غورځېدلي یا هم راغورځول شوې دي.

د ملي اردو د دغې بلک هالک هلیکوپټرې د نسکورېدو په اړه ضد او نقیضې څرګندونې کېږي، طالبان ادعا کوي چې هلیکوپټره دوی د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې ویشتې، خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي، بېړنۍ ناسته‌یې کړې ده.

دغه وزارت وايي چې د هلیکوپټرې په بېړنۍ ناسته کې ۲ پولیس او د ملي اردو یو منسوب وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د طالبانو د ادعاوو په ردولو سره ازادي راډيو ته وویل چې دغې هلیکوپټرې د هلمند په نهر السراج ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې ده: "تېره شپه مو اعلامیه ورکړه، هغه څه چې طالبان‌یې ادعا کوي، اساس او بنسټ نه‌لري."

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

همدا شان د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، د پېښې څېړنه کوي.

طالبانو د یادې پېښې مسؤلیت منلی او ویلې دي چې افغان امنیتي ځواکونو قصد درلود چې په دغه ولسوالۍ کې امنیتي پوستې جوړې کړي چې له امله‌یې د دواړو لورو ترمنځ جګړه پيل شوه.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې پر طالبانو د هوایي بمبارد په هدف سیمې ته راغلې دغه بلک هاک هلیکوپټره د طالبانو له لوري ویشتل شوې ده.

دا په نږدې تېره یوه میاشت کې د افعان هوایي ځواک دوهمه هلیکوپټره ده چې راغورځول کېږي.

د تېرې کب میاشتې په ۲۸مه د میدان وردګ په بهسودو ولسوالۍ کې د سیمه‌ییز غیر مسؤله وسله‌وال قوماندان عليپور وسله‌والو د پوځ الوتکه په راکټ وویشته چې له امله‌یې د څلورو پیلوټانو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د عليپور پر قانوني تعقیب د لوړوپوړو چارواکو ټینګار
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

که څه د افغانستان دفاع وزارت په تېر یو کال کې د نسکورو شویو هلیکوپټرو د شمېر په اړه څه نه‌وایي، خو د ازادي راډيو راپورونه ښيي چې په تېر ۱۳۹۹ لمریز کال کې د افغانستان د ملي اردو ۹ هلیکوپټرې غورځېدلي یا هم مخالفو وسله‌والو رانسکورې کړې دي.

په دغو ۹ هلیکوپټرو کې څلور یې د تېر لمریز کال د زمري او تلې په میاشتو کې په هلمند ولایت کې د بېلا بېلو لاملونو له امله غورځېدلې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د دې څلور واړو هلیکوپټرو د نسکورېدو لامل تخنیکي ستونزې وې، خو یوه سرچینه بیا وايي چې له دې څلورو هلیکوپټرو دوو یې په خپل منځ کې ټکر کړی او دوه نورې د دښمن له لوري په نښه شوې دي.

یوې بلې هلیکوپټرې ۱۳۹۹ کال د وږې په ۱۱مه په تخار ولایت کې او بلې هم د تلې په ۳مه په بغلان ولایت کې د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی دی.

ارشیف، د کابل ښار په څنډه کې یوه لوېدلې بلک هاک هلیکوپټره
ارشیف، د کابل ښار په څنډه کې یوه لوېدلې بلک هاک هلیکوپټره

د همدې کال د لړم میاشتې په ۲۱مه د شپې له لوري یوه هلیکوپټر د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې ده.

تېر کال په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د چنګاښ په ۲۱مه اعلان وکړ چې د افغان ملي اردو یوه هلیکوپټر په روزنیز مأموریت کې راغورځېدلې چې لامل‌یې تخنیکي ستونزه ښودل شوې وه، خو د ځای په اړه‌یې معلومات نه‌و ورکړل شوي.

په ټولو راغورځېدلو هلیکوپټرو کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د پوځي چارو ډېری پوهان وایي ډېری هلیکوپټرې د راکټونو په وسیله رانسکورې شوي، خو دولت‌یې لامل فني ستونزه اعلانوي.

د هوايي ځواکونو پخواني جنرال عتیق‌الله امرخېل که څه هم تأیید شوي اسناد او مدارک په لاس کې نه‌لري، خو ازادي راډيو ته وویل، فکر کوي چې وسله‌وال مخالفین د هلیکوپټرو د رانسکورولو لپاره له روسي او ایران ساخت راکټونو نه استفاده کوي.

عتیق‌الله امرخېل
عتیق‌الله امرخېل

ښاغلی امرخېل زیاتوي: "دا ټول راکټونه چې د چورلکو په مقابل کې ورنه استفاده کېږي، یا یې له روسیې یا ایران نه اخیستي دي، دغو دوو هېوادونو ایران او روسیې هوا ضد راکټونه جوړ کړي دي."

له دې وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او غوڅ ملاتړ مأموریت پخواني قومندان جنرال جان نېکلسن په ګډون امریکايي قوماندانانو روسیه طالبانو ته د وسلو په ورکولو تورنه کړې وه او د افغان ځواکونو په څو عملیاتو کې چې د طالبانو په پټنځایونو شوي، ایرانۍ وسلې ترلاسه شوې، خو ایران او روسیې دواړو دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

د پوځي چارو د کارپوهانو د معلوماتو له مخې هغه هلیکوپټرې چې د افغانستان دولت ورنه استفاده کوي، له ۱۵ تر ۳۵ ملیونه ډالرو ارزښت لري، نو له همدې امله دولت ته زیات مالي زیان اوړي، هغه بیه چې تر اوسه په رسمي ډول نه‌ده تأیید شوې.

XS
SM
MD
LG