د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د علیپور ویاند: د ملي پوځ هلیکوپټره ښايي زموږ وسله‌والو ویشتلې وي


د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې ځایي وسله‌وال عليپور
د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې ځایي وسله‌وال عليپور

په میدان وردګو کې د ځايي قوماندان عليپور کسانو منلې چې د دې ولایت د بهسودو د اولې حصې ولسوالۍ کې د ملي اردو الوتکه د دوی سره په جګړه کې نسکوره شوې ده.

په دې الوتکه کې د پیلوټ او عملې په شمول د افغانستان د ملي اردو نهه تنه سرتېري وژل شوي دي.

عليپور ځان په سیمه کې د ولسي پاڅون قوماندان بولي.

د نوموړي ویاند محمد حسین توانا ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه د دوی د وسله‌والو او سیمه کې د ځای پر ځای امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې چې په‌کې د ملي اردو دا الوتکه د دوی د وسله‌والو په ډزو نسکوره شوې ده.

ښاغلی توانا زیاتوي: "د دوی (ملي اردو) یوه الوتکه هم نسکوره شوې ده. احتمالاً په راکټ لګېدلې او ۹ کسان په‌کې وژل شوي دي."

د توانا په وینا د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه د دلوې میاشتې د ۱۰مې نېټې راهیسې د قوماندان علیپور د وسله‌والو په محاصره کې دي او د دواړو خواوو ترمنځ د خورو ورو نښتو وروسته تېره شپه د دوی ترمنځ شدیده جګړه شوې ده.

هغه وايي په دې جګړه کې د قوماندان علیپور دوه وسله‌وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوې دي.

تر دې مخکې د افغانستان دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي وو چې د افغان هوايي ځواک د ۷۷۷ لوا یوه (مې-۱۷) څرخي الوتکه د میدان وردګو د بهسودو ولسوالۍ کې نسکوره شوې ده.

د بیان په وینا دې پېښه کې پنځه د ملي اردو سرتېري او د نظامي پیلوټ په شمول څلور تنه د الوتکې عمله وژل شوي دي. دفاع وزارت په خپله اعلامیه کې په دې اړه چې دا الوتکه څنګه نسکوره شوې څه نه‌دي ویلي، د دې وزارت چارواکو په دې اړه د ازادي راډیو پرله‌پسې تماسونو ته هم ځواب ونه‌وایه.

خو د افغانستان لوی درستیز پر دې پېښې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، عاملان به‌یې له جدي پلټنو سره مخامخ شي.

یاسین ضیا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي "دا بد عمل به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي، هر څوک چې زموږ له ځواکونو سره جګړه کوي، د دښمن په توګه به په کلکه وځپل شي".

له دې وړاندې طالبانو ویلي و، دوی دې پېښه کې لاس نه‌لري.

بل‌خوا د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک هم ازادي راډيو ته وویل چې دې څرخي الوتکې سیمې ته خوراکي توکي او نور اکمالات رسول چې د عیلپور د وسله‌والو په ډزو نسکوره شوه.

ښاغلی هوتک وايي: "یادې هلیکوپټرې غوښتل تېره شپه دغې ولسوالۍ ته اکمالات وکړي، هلته خوراکي او نور اړین توکي ورسوي، کله چې هلیکوپټرې غوښتل د قوماندانۍ سره نږدې هلته پر میدان هوايي باندې کېني، نو په دغه وخت کې ډزې کېږي، دغه ډزې هم د غټو وسلو دي او پر هلیکوپټره لګېږي او هلیکوپټره بېرته له ځای اوچتېږي، خو بېرته سقوط کوي، پر دې مهال د بامیانو د ځانګړو ځواکونو سرتېري شهیدان کېږي، ۴ تنه‌یې عمله شهیدان کېږي، ځایي خلک وايي په دغه وخت کې د امنیتي ځواکونو او علیپور د وسله‌والو ترمنځ جګړه وه او هلیکوپټره د علیپور د وسله‌والو له لوري ویشتل شوې."

علیپور چې ځان د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان بولي د میدانو وردګ په بهسودو او شااوخوا ولسوالیو کې فعالیت لري او له اوږدې مودې راهیسې له حکومتي ځواکونو سره په جګړو کې ښکېل دی.

هغه چې لسګونه وسله‌وال لري څه موده مخکې هم په همدې ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې ښکېل و چې وروسته‌یې بیا د منځګړیتوب لپاره له کابله یو پلاوی وټاکل شو.

علیپور څو کاله مخکې د خپل‌سرو وسله‌والو فعالیتونو په تور حکومتي ځواکونو ونیوه، خو وروسته د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په ضمانت خوشې شو.

XS
SM
MD
LG