د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۳

افغانستان

غوڅ ملاتړ مأموریت: د افغان هوايي ځواک یوه الوتکه نسکوره شوې

ارشیف، د افغان ځواکونو یوه «اې-۲۹ سوپرټوکانو» الوتکه. انځور تزئیني بڼه لري.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت تأییدوي چې د افغان هوايي ځواک یوه الوتکه په افغانستان کې نسکوره شوې ده، خو چا ته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ پرون جمعه په یو بیان کې چې د اېمېل په وسیله‌یې ازادي راډیو ته واستاوه ویلي چې د افغان هوايي ځواک یوه «اې-۲۹ سوپرټوکانو» الوتکه چې امریکايي پیلوټ چلوله، د تمریناتي الوتنې پر مهال نسکوره شوه، خو پیلوټ ځان ایستلی او روغ ځمکې ته راکوز شوی دی.

د امریکا پوځ وايي، لومړنۍ څېړنې یې ښيي چې د الوتکې د نسکورېدو علت تخنیکي ستونزه وه، خو زیاتوي چې د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

د غوڅ ملاتړ په بیان کې د پېښې د ځای په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کابل د سید الشهدا د ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوي

د کابل د سید الشهدا ښوونځی

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت وایي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي حکم پر بنسټ یې د کابل د سید الشهدا د ښوونځي د بیارغونې چارې پیل کړي.

دغه شرکت پر خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې د ښوونځي د بیارغونې چارې به ژر بشپړې او د زده کوونکو پر مخ به یو وار بیا پرانیستل شي.

سید الشهدا ښوونځی چې د کابل په دشت برچي سیمه کې موقعیت لري، د روانې شنبې په ورځ پرې موټر بم خونړي حمله وشوه چې له امله یې د ښوونځي له سلو ډېرو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ملي پراختیا شرکت وایي چې اوس مهال د دغه ښوونځي په اتو بلاکونو کار روان دی او ډېر ژر به بشپړ شي.

د هرات والي: له طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال عبدالمنان نیازی ټپی شوی

عبدالمنان نیازی

د هرات والي تایید کړه چې له طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال عبدالمنان نیازی تېره شپه د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې ټپي شوی دی.

عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل چې پر هغه حمله د ګذره او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ شوې ده: "تېره شپه له لسو بجو وروسته د هرات په جنوبي ولسوالۍ کې ملا عبدالمنان پر سر ټپي شوی او درې تنه ورسره نور ووژل شول."

د هرات د والي په وینا نوموړی اوس د هرات په حوزوي روغتون کې بستر دی او درملنه یې کېږي.

د ملاعبدالرسول په مشرۍ دغې ډلې په ۱۳۹۴ کال د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې اعلان وکړ چې له طالبانو جلا شوې ده.

ښاغلی نیازی د دې ډلې د مرستیال په توګه ګومارل شوی و.

۲۰۷ پامیر قول اردو:کندز کې د طالبانو بریدونه په شا تمبیدلي

ارشیف، کندز کې افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د ۲۰۷ پامیر قول اردو وایي، د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یې د طالبانو پراخې حملې پر شا تمبولې او دغې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې قول اردو نن چهارشنبه (د غویي په ۲۲مه)په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دوو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر یو شمېر پوستو پراخ بریدونه کړي وو چې دې ولسوالۍ ته د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو په رسېدو او د طالبانو پر وړاندې د پراخو ځمکنیو او هوایي بریدونو په پایله کې وسله وال په شا وتمبول شول.

د قول اردو په وینا په دغو عملیاتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله رسیدلې، خو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی.

خو دفاع وزارت بیا د دغو عملیاتو په اړه نن (د غویي په۲۲مه)په خپره کړې خبرپاڼه کې د څلورو طالبانو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

د پامیر قول اردو د خبرپاڼې له مخې د دغو عملیاتو په نتیجه امام صاحب ولسوالۍ او دې ولسوالۍ ته غځېدلې لویه لاره له طالبانو پاکه شوې او هم هغه پُل چې طالبانو نړولی و، د خلکو په مرسته بېرته ترمیم شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د افغان پوځ د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا کانګرس ته لیک لیږل شوی

ارشیف، د امریکا د کانګرس ودانۍ

د افغانستان د ولسي جرګې، د بشري حقونو او د مدني ټولنې غړیو او د افغانستان ـ امریکا د سولې او ثبات ډموکراټیکې شورا د امریکا کانګرس ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د افغانستان د وضعیت د لا خرابیدو د مخنیوي لپاره دې اقدام وکړي.

دغه لیک کې پر ځینو موضوعاتو ټینګار شوی او ویل شوي چې که ورته پام وشي، په دې هېواد کې د تېرو ۲۰ کلونو لاس‌ته راوړنې خوندي او د یوې بلې کورنۍ جګړې د پیل مخنیوی کیدی شي.

په دغه لیک کې لس مهم موارد یاد شوي دي. د بېلګې په توګه له افغان ځواکونو مالي ملاتړ، د نجونو، ښځو او لږکیو له حقونو دفاع، د افغان هوايي ځواک سره تل‌پاتې مرسته، پر طالبانو فشار او د سولې لپاره د سیمې هېوادونو همکاري یې مهم موارد دي.

په دغه لیک کې د امریکا له کانګرسه د مرستې غوښتنه داسې مهال کېږي چې وسله والو طالبانو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهېر پیلیدو سره حملو ته زور ورکړی دی.

ټاکل شوې چې ټول امریکایي ځواکونه د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

د افغانستان-چین د نښلیدونکي سړک ۱۵ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ټولګټو وزارت وايي، چین سره د نښلېدونکې لارې رغنیزې چارې په چټکۍ سره دوام لري.

د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې له چین سره د نښلېدونکې لارې رغنیزې چارې ۱۵ سلنه پرمختګ کړی او نور کار یې هم په چټکۍ سره دوام لري.

د دغه وزارت ویاند احمد خلیل امید نن چهارشنبه (د غویي په ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا جغلي سړک چې ۴۹.۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د بدخشان ولایت د پامیر له بزهای ګُنبد خور له سیمې پیل او د واخان ولسوالۍ تر پایه پورې چې کابو د چین سرحدي نقطې ته رسېږي غځيدلی.

دی وايي: "یاد سړک چې د افغانستان دولت له راتلونکي پلان سره سم د واخان کورېډور برخه جوړوي پر مټ به يې افغانستان د سیمه ییز نښلون اقتصاد محوره سیاست ته څو ګامه نور هم ورنږدې کړي."

نوموړی زیاتوي، دا جغلي به د اسفالټي سړک لپاره بنسټ شي، چې پرمټ به یې افغانستان او چین هېوادونه سره ونښلي،

مسوولين وايی، د څه باندې ۳۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د دې سړک د جوړولو لپاره د ټولګټو وزارت له خوا له ۲۲ سیمه ېیزو شوراګانو سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې له ملي بودیجې ورکول کېږي.

د دوی په خبره، واخان کورېډور به نه یوازې د چین او افغانستان تر منځ لنډه لار وي، چې خام مواد او تولیدات به یې له لارې تبادله کیږي، بلکه د واخان ملي پارک ته به هم د سیلانیانو په تګ راتګ کې مرسته وکړي.

ګمرکونو کې د څارویو د ناروغیو د تشخیص  ۱۸ لابراټوارونه جوړ شوي

یو لابراتوار

سږکال د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد ګمرکونو، هوایي ډګرونو او بندرونو کې د څارویو د ناروغیو د تشخیص ۱۸ لابراټوارونه جوړ شوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه (د غويي ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه لابراتوارونه د عامې روغتیا وزارت او کابل ښاروالۍ په مرسته جوړ او په عصري توکو سمبال دي.

نوموړی زیاتوي، د دغو لابراټوارونو د جوړېدو موخه هېواد ته د واردېدونکو څارویو د بېلابېلو ناروغیو سمه څېړنه او پر وخت مخنیوی دی، څو له دې لارې د ناروغیو او افتونو سمه پېژندنه او پر وخت یې مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغانستان ته په قاچاقي ډول د حیواناتو بې کیفیته دواګانې راتلې چې د مالدارانو په وینا نه یوازې د ناروغيو مخنیوي کې مرسته نه کوله، بلکې د څارویو د مړینې لامل هم کېدې.

ننګرهار چارواکي: شېرزادو کې ماین چاودنې ۲ ملکیان وژلي

ارشیف

په ننګرهار کې د سړک غاړې یوې ماین چاودنې ۲ ملکیان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدخان ازادي راډیو ته وویل، چاودنه نن چهارشنبه(د غويي ۲۲مه) سهار شپږ بجې د شېرزادو ولسوالۍ په طوطو سیمه کې وشوه.

د ازادي راډیو خبریال د ځایي اوسیدونکو په حواله وایي چې پر سراچې موټر شوې دغې چاودنې څلور تنه وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

وژل شوي او ټپیان ټول ولسي وګړي یاد شوي دي.

تراوسه د چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده اخیستې.

سعودي عربستان: سبا پنجشنبه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي

ارشیف، د کابل شاه دوشمېره جومات کې د وړم کال د اختر لمونځ

سعودي عربستان وايي، سبا پنجشنبه (د غويي ۲۳مه) به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی چې شوال میاشت ونه لیدل شوه، نن چهارشنبه به د روژې دېرشمه وي.

سږکال اختر داسې مهال کې راځي چې په لوګر او کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو له کبله پرون سې شنبه د ملي ماتم ورځ وه.

طالبانو او افغان حکومت د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.

خو د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، افغانان دایمي اوربند غواړي: "د افغانستان د معضلې او مشکلاتو حل په دایمي اوربند کې نغښتی دی. په درېیو ورځو کې د افغانانانو نه وژل ستونزه نه حلوي، ځکه خو د دې اوربند تود هرکلی هم ونه وشو. افغان وژنې ته دې د پای ټکې کښېښودل شي. افغانان دایمي اوربند غواړي."

سږکال د روژې میاشت خونړۍ وه چې په لوګر او کابل کې وروستۍ حملې یې خونړۍ پېښې ګڼل شوې دي.

د ټولګټو وزارت: له چین سره نښلېدونکی سړک به عواید زیات کړي

آرشیف

د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، له چین سره نښلېدونکی جغلي سړک به د عوایدو له زیاتوالي سره ډېره مرسته وکړي.

دغه سړک چې څه کم ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د بدخشان له پامیر څخه پیل د واخان ولسوالۍ تر پای پورې، د چین سرحد ته نږدې ختمېږي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند، خلیل احمد امید ازادي راډیو ته وویل: "یو، به د سیلانیانو د تګ راتګ له کبله عواید زیات شي، بل دا چې له چین سره به دغه ټرانزیتي لار جوړه شي چې د افغانستان خام مواد به په اسانۍ د چین مارکېټ ته وړاندې شي."

د ټولګټو وزارت وايي، په جغلي بڼه د دغه سړک پر جوړولو ۳۶۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې کارونه یې ۱۵ سلنه مخ ته تللي دي.

د دغه سړک د جوړونې لګښت د افغانستان له ملي بودجې ورکول کېږي.

پروان ولایت کې د کرونا ویروس د معاینې نوی مرکز جوړ شو

د کرونا ویروس د معاینې نوی مرکز په پروان ولایت کې جوړ شو

د روغتیا نړیوال سازمان 'WHO' وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټیسټونو د لابراتوارونو شمېر ۲۸ ته ورسېد.

په افغانستان کې د دغه سازمان څانګې پرون سې شنبه (د غويي ۲۱مه) په یوه ټویټ کې ویلي، د کرونا ویروس د معاینې نوی مرکز په پروان ولایت کې جوړ شو.

بل خوا د افغانستان روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې د اختر په شپو ورځو کې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

د دغه وزارت ویاند غلام دستګیر نظري ازادي راډیو ته ویلي: "د عامې روغتیا وزارت اندېښنه هم همدا ده چې زموږ ډېری هېوادوال د اختر په ورځو کې روغتيايي سپارښتنې په پام کې نه نیسي او د یو بل لیدو ته ورځي چې دغه چاره کولی شي د دې ویروس په چټک خپریدا کې مرسته وکړي."

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر تر ۶۲زرو اوښتی او نږدې ۲۷۰۰ کسان یې په نتیجه کې مړه شوي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.

د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان اختر محمد شاهین ووژل شو

د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان اختر محمد شاهین

د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان اختر محمد شاهین له درېیو نورو کسانو سره د خوست تڼیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د وسله والو په یوه کمين کې ووژل شو.

د خوست امنیه قوماندان پاسوال محمد داوود امین ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېر ماښام د تڼیو ولسوالۍ په ژۍ کلي کې شوې ده: "شاهین صاحب شهید شوی. درې نور کسان هم ورسره دي. بررسي مو وکړه. جسدونه مو عدلي طب ته انتقال کړي دي."

نوموړي وویل، په وژل شویو کسانو کې د قوماندان تره او ۹ کلن زوی هم شامل دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

اخترمحمد شاهین مخکې د پکتیا امنیه قوماندان و چې تر یوې نیمې میاشتې دندې وروسته یې د مرغومي/ جدي په لومړیو کې استعفا کړې وه.

د میدان وردګ والي: نرخ ولسوالۍ د یوې توطئې له کبله طالبانو نیولې

د افغانستان په نقشه کې د میدان وردګ ولایت

د میدان وردګ والي وايي، نرخ ولسوالۍ د یوې توطئې له کبله د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوې ده.

عبدالرحمن طارق تېره شپه (د غويي ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو له درېیو ورځو راهیسې پر نرخ ولسوالۍ حملې پلان کړې وې.

طارق زیاته کړه: "په ولسوالۍ کې دننه ځینو کسانو یا چارواکو سره طالبانو اړیکې جوړې کړي وې، ولسوالۍ د دښمن لاس ته لوېدلې ده، هلته یو شمېر امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي، بیا د هغوي له امکاناتو څخه په استفادي، طالبانو خپلې اړیکې پراخې کړي."

والي وايي، په کابل کې یې چارواکو ته حال ورکړی، هغوی به د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره اضافي ځواکونه ولېږي.

وسله والو طالبانو هم د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

په مزار شریف کې د هند جنرال قونسل د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه

ارشیف، د افغانستان او هند بیرغ

په مزار شریف کې د هند جنرال قونسل شري وینش کلرا د دوشنبې په ورځ د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر په ټویټر کې دا خبر تأیید کړی او لیکلي یې دي چې کلرا ښه ډیپلومات و، خو ښاغلي شنکر د دې ډیپلومات د مړینې د علت په اړه څه نه‌دي ویلي.

بل لور ته هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې کلرا په کرونا اخته و او د کابل په یوه روغتون کې د زړه د درېدو له امله مړ شو.

د نړۍ د نوموتي بوکسر محمد علي دوهمه مېرمن کابل ته راغلې

د نړۍ د نوموتي بوکسر محمد علي دوهمه مېرمن خلیله علي کابل کې د فوټبال له یو شمېر ښځینه لوبغاړو سره د لیدو پر مهال

د نړۍ د نوموتي بوکسر محمد علي کلې دوهمه مېرمن خلیله علي نن کابل ته راغله.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند عزیز مشعوف نن ازادي راډيو ته وویل، اغلې علي د افغانستان فوټبال فدراسیون له مشر یوسف کارګر سره لیدلي او په یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

ښاغلی مشعوف وايي، په ۲۰۱۳ کال کې هغه مهال چې افغانستان د سوېلي اسیا د فوټبال سیالیو اتل شو، یو شمېر خیرخواه کسانو چې محمد علي هم د دوی له ډلې و په افغانستان کې یې د ویکتور (بریا) په نوم د یوه ورزشي سټدیوم د جوړېدو خبره وکړه.

نوموړې وايي، د محمد علي مېرمن اغلې علي د سفر هدف هم د همدغې پروژې پیل دی.

د ښاغلي مشعوف د معلوماتو پر بنسټ، دغه پروژه له تېرو اتو کلونو راهیسې د نامعلومو دلایلو په خاطر ځنډول شوې وه.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه ورزشي ستډیوم به د کابل په پغمان ولسوالۍ کې په شاوخوا ۸۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.

لوګر چارواکي: افغان سرتیرو لس طالبان وژلي او ۴ نور ژوبل دي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه ددې ولایت مرکز ته څېرمه لس وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي وایي"تېره شپه د افغان ځواکونو په خپل هوایي برید کې هغه وسله وال په نښه کړل چې غوښتل یې د مرکز پل علم اړوند پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې په پایله کې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپیان شول."

احمدي همداراز زیاتوي چې تېره ورځ د مرکز اړوند سیمه کې په وسله والو طالبانو خپل ماین چاودلی چې له امله یې درې تنه وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو که څه هم تر اوسه د دې دواړو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو پر ټوېټر یې له افغان لوري ور اوښتي تلفات ناسم بللي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې هدفي وژنو او جګړو زرو اخېستی چې په وروستي برید کې چې تېر مازدیګر وشو، د پل علم ښار د لومړۍ حوزې اوسنی او پخوانی دواړه امرین ووژل شول او دوه سرتیري ټپیان شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG