په کندز ولایت کې هغه شمېر ښځو چې د خپل د کورنۍ نفقه ګټونکي یې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي، وايي چې اوس دوی له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
دغه ښځې وايي چې اوس دوی د خلکو په کورونو کې کار کوي چې د خپلو ماشومانو نسونه ماړه کړي.
د ۵۰ کلنې مریم مېړه پنځه کاله وړاندې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې وژل شوی دی.
نوموړې اوس له خپل ۷ کوچنیانو سره د کندز ښار د خان اباد بندر سیمه کې په یوه زاړه کور کې ژوند کوي.
دا وايي: "زه کلیو ته ځم هلته چې خلک د ونو ښاخونه پرې کوي هغه راټولوم او دغهراز زوځان راټولوم او بیا يې پر خپل اوږو کور ته راوړم. د خلکو په کورونو کې کار کوم، کالي پرې مینځم او له همدې لارې خپلو بچیانو ته ډوډۍ پیدا کوم."
دغه مېرمن پر دې سربېره چې د خلکو په کورونو کې کار کوي د پیسو په بدل کې د خلکو څاروي هم ساتي چې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.
د مریم څېره هغه ستونزې او ناخوالې بیانوي چې دا په دې موده کې ورسره مخ شوې ده: "زه دلته په زر افغانیو یو اس او په ۲،۰۰۰ افغانیو دوه خوسۍ هم ساتم، ځکه زه ورته اوبه، خوراکي توکي ورکوم او غوجلې هم ورته پاکوم او بیا څښتنانیې ما ته پیسې راکوي."
د دغې ښځې لور رقیه چې ۳۰ کلنه ده، درې کاله کېږي کونډه شوې او درې کوچنیان لري.
رقیه وايي چې اوس له بېلابېلو ننګونو سره مخ ده: "په جګړو کې زما خاوند شهید شو او د ماما زوی مې هم شهید شو، نو مجبوره شوم خپلې مور سره د کندز ښار ته راکډه شوو. زه اوس د خلکو کالي پرېمینځم، ډوډۍ پخوم او خپلو یتیمانو ته ډوډۍ پيدا کوم. موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، له دولت او شتمنو خلکو غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي."
دا یوازې مریم او رقیه نهدي چې په جګړه کې يې د ژوند ډېر څه له لاسه ورکړي، بلکې اوسمهال په کندز کې په سلګونه مېرمنې له ورته برخلیک سره مخامخ دي.
د ۴۰ کلنې شاه ګل مېړه هم په جګړو کې وژل شوی دی: "موږ جګړو اړ کړو چې له خپل کلي کډه وکړو. در په در یو هېځ شی نهلرو اوس په همدې کنډواله کور کې له خپل پنځه ماشومانو سره ژوند کوم. د خلکو په کورونو کې کار کوم ترڅو د خپلو ماشومانو نسونه ماړه کړم."
دغه کونډې زیاتوي چې د بېوسۍ او اقتصادي ستونزو له کبلهيې کوچنیان له ښوونې او روزنې څخه محروم شوي دي او اوسمهال یو شمېر په شاقه کارونو بوخت دي چې د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ وګټې.