د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د ازبکستان حکومت یو منتقد سخت وهل شوی


میر عزیز بازاروف له وهل کېدو وروسته روغتون ته د لېږدولو پر مهال
میر عزیز بازاروف له وهل کېدو وروسته روغتون ته د لېږدولو پر مهال

ازبک کمپاینر او بلاګر چې د ازبکستان حکومت منتقد او د حقونو مدافع دی وړمه ورځ د مخ پټو کسانو له‌خوا سخت وهل شوی دی.

میر عزیز بازاروف د مارچ په ۲۸مه د داخلي ټپونو، ماتې پښې او مغزي ضربې له امله د تاشکند په یوه روغتون کې بستري شو.

هغه له ازبک مشرانو غوښتي چې د هوموسکشیولټي یا همجنس‌بازۍ جرمي صبغه ورختمه کړي.

دی بیا د همجنسګرایانو د یوه فعال ټاپه ردوي او په بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو مسئلو باندې غږېږي.

میر عزیز بازاروف وايي: "ما ویلي چې زما په باور انتخابات منصفانه نه‌و. که مسایل همداسې غیر منصفانه پاتې شي او د بیان ازادۍ حق او نور بشري حقونه تر پښو لاندې وي، ما دا ویلي و چې د انتخاباتو د تحریم غږ به پورته کړم. تر دې خبرې وروسته د دولت امنیتي خدماتو ادارې خپل پلویان په ما باندې وپارول، دروغ‌یې راپورې وتړل چې زه د ال جي بي ټي یا همجنس‌ګرایانو پروپاګنډا مخته وړم، خو ما یوازې د همجنس‌بازۍ د جرمي صبغې د ختمولو غږ پورته کړی ځکه فکر کوم دا د ټولو شخصي کار دی."

میر عزیز بازاروف روغتون کې له بسترېدو وروسته
میر عزیز بازاروف روغتون کې له بسترېدو وروسته

بازاروف همداراز د جاپاني انمېشنونو او کوریايي پاپ موسیقۍ د مینه‌والو مشهورې اوونیزې غونډې جوړوي.

ځیني نور بلاګران بیا د داسې غونډو پر ضد غږېږي.

یو بلاګر وايي: "دا یوه حقیقي پاروونه ده. حقیقي. دوی مسلمانان اړ باسي چې د بې‌چارګۍ فکر وکړي. زموږ عقیدو ته سپکاوی کوي، خو په وړاندې یې هېڅ اقدامات نه‌کېږي."

د مارچ په ۲۸مې په همداسې یوې غونډې لسګونو کسانو برید وکړ.

د الله اکبر نعرې یې وهلې.

د پولیسو په یوه بیان کې راغلي چې بریدګرو یو ځوان سړی او یوه ښځه وهلي.

ال جي بي ټي یا همجنسګرایان‌یې بللي.

بازاروف له دې بریده روغ وتلی و، خو یو کس سخت ټپي و.

پولیسو ویلي ۱۲ بریدګر یې نیولي او دمګړۍ د یرغل په تور ترې تحقیقات کېږي.

د همدې پېښې په ماښام یوه عیني شاهد ویلي چې درېیو مخ پټو کسانو په بازاروف باندې د بېسبال د بېټونو ګوزارونه وکړل.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان دا برید غندلی دی.

میر عزیز بازاروف له وهل کېدو وروسته روغتون ته د لېږدولو پر مهال
میر عزیز بازاروف له وهل کېدو وروسته روغتون ته د لېږدولو پر مهال

د همدې میاشتې په لومړیو کې دغه سازمان په ازبکستان کې د حقونو د نقض په اړه یوه بیان هم خپور کړ.

په بیان کې راغلي و: "په ازبکستان کې هغه سړیان چې په خپله خوښه له نورو سړیو سره جنسي رابطه نیسي له خپل‌سرو توقیفونو، پوښتنو، محبسونو، کوربندۍ، ګواښونو او اخاذۍ سره مخ کېږي."

تر برید دمخه بازاروف ویلي و چې پولیسو ته‌یې د انلاین ګواښونو احوال ورکړی و.

خو ده ویلي چې هېڅ اقدام‌یې په اړه ونه‌شو.

XS
SM
MD
LG