د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د ازادۍ کور: روسیه او ایران د هغو هېوادونو سر کې دي چې بهر کې ځپونکي اقدامات کوي


​​​​​​​بریتانیا د پولیسو له لوري د دوو هغو کسانو چې د روسیې د استخباراتو د کارکوونکو شک پرې کېږي خپور شوی عکس، دوی په لندن کې د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغې د لور په مسمولو تورن بلل شوي دي.
​​​​​​​بریتانیا د پولیسو له لوري د دوو هغو کسانو چې د روسیې د استخباراتو د کارکوونکو شک پرې کېږي خپور شوی عکس، دوی په لندن کې د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغې د لور په مسمولو تورن بلل شوي دي.

د حقونو یوه نړیواله مدافع ډله وايي، روسیه او ایران د نړۍ د هغو اسبتدادي هېوادونو په سر کې دي چې د ځپونکو اقدامونو جرړې یې له دې هېواده بهر ته هم غځېدلې دي.

د 'ازادۍ کور' په راپور کې راغلي دي چې تهران او کرملېن خپل وګړي په بهر کې په نښه کوي. په راپور کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو یادونه هم شوې ده.

د 'ازادۍ کور' چې مرکز یې په امریکا کې دی په یوه نوي راپور کې ویلي چې د روسیې حکومت له دې هېواده بهر هم پراخ او قهرجن ځپونکي فعالیتونه لري او په دې ترڅ کې تر ډېره په بهر کې د هغو کسانو چې پخوا د دوی خپل خلک وو او یا د هغو چې دوی فکر کوي ګواښ ورته کوي، په هدفي وژنو اتکا کوي.

د 'ازادۍ کور' په دې راپور کې چې نن د فبروري په څلورمه نېټه خپور شو د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د نړۍ په کچه له ټولو ۲۶ هدفي وژنو څخه اووه د روسیې د حکومت د دې کمپاین د جز په توګه ثبت کړي دي.

دا ډله زیاتوي چې په درېیو هېوادونو کې له دې هدفي وژنو او یا د وژنې لپاره له هڅو څخه په پنځو کې یې د ایران رژیم لاس لري.

د 'ازادۍ کور' همداراز په خپل راپور کې له روسیې او ایران وروسته په ترتیب سره د پاکستان، اذربایجان او د منځنۍ اسیا د واړه پنځو هېوادونو یعنې قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان نومونه یاد کړي دي او وايي دې هېوادونو هم خپل وګړي په بهر کې د حملو، توقیفونو او په غیر قانوني ډول د ایستلو له لارو په نښه کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د بشري حقونو فعالان، د حکومتونو سیاسي مخالفان او د هغوی کورنۍ په ټوله نړۍ کې د مستبدو حکومتونو له‌خوا چې دوی یې له وېرې بهر ته کډه شوي دي د تشدد او وېرې له یوې منظمې لړۍ سره مخامخ دي.

د 'ازادۍ کور' په خپل راپور کې وايي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې په ۷۹ کوربه هېوادونو کې د متضررینو پر وړاندې د مستبدو رژیمونو د مستقیمو ځپونکو اقداماتو لږترلږه ۶۰۸ موارد ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG