نړۍ
"ازبکستان د بشري حقونو په برخه کې ځینې اصلاحات کړي"
د بشري حقونو د څار ډله یا هیومن رایټس واچ وايي، ازبکستان په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو په برخه کې ځینې اصلاحات کړي، خو د خپلواکو غیر حکومتي موسسو د کار په برخه کې لا هم له سختۍ کار اخلي.
د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز یې په نیویارک کې دی ویلي، د ولسمشر شوکت میرضیایف حکومت باید قانون تعدیل کړي او خپلواکو ډلو ته اجازه ورکړي چې هغه غیر حکومتي موسسې راجسټر شي چې د بشري حقونو او جبري کار په شمول پر حساسو مسئلو کار کوي.
هیومن رایټس واچ په عین حال کې تاییدوي چې د ازبکستان حکومت، له هغه مهاله چې میرضیایف واک ته رسېدلی، د راجسټر کېدو د پروسې د اسانولو لپاره یو لړ مهم ګامونه اخیستي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا د کانګرس یو پلاوی د ګرینلنډ په اړه له چارواکو سره د خبرو لپاره ډنمارک ته رسېدلی
د جمهوریپال او ډیموکرات ګوندونو د استازو په ګډون د امریکايي وکیلانو یوه ډله کوپنهاګن ته رسېدلې ده څو له امریکا سره د ګرینلنډ ټاپو د ضمیمه کولو په اړه د ولسمشر ډونالډټرمپ د ګواښ پر وړاندې له ډنمارک سره د کانګرس ملاتړ څرګند کړي.
د دې ۱۱ کسیز پلاوي مشري دیموکرات سناتور کریس کوُنز کوي. د ډنمارک د صدراعظمې مېټې فریدریکسن دفتر ویلي دي چې امریکايي پلاوی به له مېرمن فریدریکسن او د ګرینلنډ له صدراعظم یینس فریدریک نیلسن سره وګوري.
ټرمپ ویلي دي چې ګرینلنډ د امریکا د ملي امنیت لپاره له حیاتي پلوه مهم دی ځکه ستراتیژیک موقعیت او پراخې طبیعي زېرمې لري. هغه دا ګواښ هم کړی چې د دې ټاپو د نیولو لپاره ښايي له پوځي ځواک څخه کار واخلي.
اروپايي هېوادونو د ډنمارک د غوښتنې په اساس په روانه اونۍ کې ګرینلنډ ته محدود پوځي ځواکونه واستول.
په جرمني کې د هغه افغان محاکمه پیل شوه چې پر خلکو د موټر په وسیله په برید تورن دی
په جرمني کې د هغه افغان محاکمه نن (جمعه د مرغومي ۲۶مه) پیل شوه چې په مونشن ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر په وسیله په برید، د یوې دوه کلنې ماشومې او د هغې د مور په وژنه او د ګڼو کسانو په ټپي کولو تورن دی.
دا افغان وګړی چې د فرهاد ن په نوم معرفي شوی دی او په کابل کې زېږېدلی دی، د دوو کسانو د قتل او د نورو ۴۴ کسانو د قتل د هڅې په تور محاکمه کېږي. څارنوالان وايي چې نوموړي دا کار د مذهبي انګېزې له مخې کړی، د برید پرمهال یې د الله اکبر نارې وهلې او غوښتل یې په برید کې خپله دی هم مړ شي.
فرهاد چې د ۲۰۲۵ کال د فبروري میاشتې د برید پرمهال ۲۴ کلن و، تورن دی چې خپل موټر یې په عمدي ډول د خلکو پر ګڼه ګوڼه وروستی دی.
دا برید په داسې وخت کې وشو چې په جرمني کې انتخاباتي کمپاینونه روان وو او هغه مهال یې د کډوالو په مخالفت کې تادوه بحثونه وپارول.
انقره هڅه کوي چې د ریاض او اسلام اباد له دفاعي ایتلاف سره مل شي
د ناټو د غړي هیواد، ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي له پاکستان او سعودي عربستان سره په خبرو بوخت دی چې د دغو دوو هیوادو له دفاعي ایتلاف سره یوځای شي. اسلام اباد او ریاض د سپتمبر په میاشت کې په خپلو کې دفاعي تړون کړی و.
هاکان فیدان د پنجشنبې په ورځ د مرغومې په ۲۵ مه خبریالانو ته وویل : « اوسمهال خبرې روانې دي خوتراوسه کوم توافق نه دی لاسلیک شوی. »
ښاغلي فیدان زیاته کړه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه نسبتا لوی پلتفورم د رامینځ ته کولو لپاره پراخ اوجامع نظرلري.
بلخوا د پاکستان د دفاعي صنایعو وزیر رضا حیات هراج د چهارشنبې په ورځ رویترز خبري اژانس ته وویل چې د سیمه ییزو درې قدرتونو ترمینځ دغه محتمل توافق، د پاکستان او سعودي عربستان له هغه توافق څخه جلا دی چې تیر کال اعلان شو.
هغه زیاته کړه د درې اړخیز توافق د نهايی کولولپاره د انقرې ، ریاض او اسلام اباد ترمینځ اجماع ضروري ده.
د ریاض او اسلام اباد ترمینځ توافق، دهند او پاکستان ترمینځ د مې په میاشت کې له څلور ورځني سخت جنګ څو میاشتې وروسته لاسلیک شو.
څلور ستورمزلي بیرته مځکې ته ستانه شول
د نړیوال فضايي سټیشن څلور عمله نن پنجشنبې سهار مهال د ارام سمندر له غاړې سره راښکته شول.
دا کسان وروسته له هغه مځکې ته ستانه شول چې د یوه ستورمزلي صحت خراب شو.
د امریکا فضایي مرکز( ناسا) د دې ستورمزلیو د ستنیدو تصویرونه خپاره کړي.
مایک فینکه او زینا کاردمن امریکایان دي، اولیګ پلاتونوف روسی دی او کیمیا یوی د جاپان دی، دوی ټول نن د امریکا د سان دیاګو له سمندرغاړې سره له فضا راښکته شول.
ټرمپ: دا به ښه وي که ایرانیان رضا پهلوي غواړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه د ایران له پخواني ولیعهد رضا پهلوي سره خبرې نه دي کړې، او زیاته یې کړه، چې دی نه پوهیږي چې ایا ایرانیان به د هغه مشري ومني، او که دوی دا کار وکړي، نو دا به د ده لپاره ښه وي."
ډونالډ ټرمپ په خپل دفتر کې له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل: "رضا پهلوي ډیر ښه ښکاري، خو دی نه پوهیږي چې په خپل هیواد کې به یې څنګه هرکلی وشي.
په ایران کې د روانو پراخو لاریونونو په ترڅ کې، د ژوندی دې وي پاچا او پهلوي به بیرته راشي شعارونه ډیر اوریدل کیږي.
واشنګتن د ایران په اړه د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې
تمه ده چې نن د واشنګتن په غوښتنه د ملګرو ملتو امنیت شورا د ایران په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.
د بخښني نړیوال سازمان هم په ایران کې د نورو کسانو د وژلو د مخنیوي په پار د امنیت شورا د دې غونډې هیله کړې ده.
د ناروې په پلازمینې اوسلو کې میشت د ایران د بشري حقونو موسسې ویلي دي چې په ایران کې د لاریونونو له پيله تر اوسه لږ تر لږه درې زره څلور سوه اته ویشت لاریون کوونکي وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان دي.
د ایران د بهرنیو چارو ویر عباس عراقچي دا شمیرې ردوي او وایي چې یوازې څو سوه تنه وژل شوي او د دوی حکومت به وروسته دا شمیرې په ډاګه کړي.
بریتانیا: په تهران کې یې خپل سفارت د لنډې مودې لپاره تړلی دی
بریتانیا پرون چهارشنبې د ورځې ناوخته اعلان وکړ چې د دې هېواد سفارت په تهران کې مؤقتاً تړل شوی دی.
د آزادې اروپا/ ازادي راډیو د فردا څانګې د راپورله مخې یوه بریتانوي چارواکي ویلي چې د بریتانیا سفیر او د قونسلګرۍ ټول کارکوونکي د امنیتي ارزونو پر اساس او د کارکوونکو د خوندیتوب د لومړیتوب لپاره ایستل شوي دي.
دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې ایراني چارواکي هڅه کوي د اسلامي نظام پر ضد پراخ او سراسري اعتراضونه کنټرول کړي او هغه هم داسې مهال چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د مداخلې ګواښ کړی دی.
بریتانیا او متحده ایالاتو همدارنګه وروسته له هغې چې یوه لوړ پوړي ایرانی چارواکي اعلان وکړ چې تهران خپلو ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که واشنګټن پرایران برید وکړي، په سیمه کې به امریکایي اډې په نښه کړي، په منځني ختیځ کې له پوځي اډو یوشمیرپرسونل ایستلي دي.
اروپایي ټولنې اوکراین ته د ۹۰ ملیارډه یورو پور تصویب کړ
اروپايي اتحادیې د اوکراین د بودیجې او پوځي اړتیاوو لپاره د ۹۰ ملیارډ یورو پور تصویب کړ.
اروپايي کمیسیون اعلان وکړ چې دغه پور په راتلونکو دوو کلونو کې د اوکراین د مالي اړتیاوو د زیاتې برخې د پوره کولو لپاره ورکوي.
دا اقدام په روانه جنوري میاشت کې وروسته لدې کیږي چې د اروپايي اتحادیې مشرانو تیرې دیسمبر میاشتې کې دا غوره کړه چې اوکراین ته د اتحادیې په هیوادونو کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو په ضمانت د "جبراني پور" په ځای د اتحادیې د بودیجې څخه پور ورکړل شي.
تېر کال، نړیوال وجهي صندوق (IMF) اټکل وکړ چې اوکراین به د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره شاوخوا ۱۳۵ ملیارد یورو ته اړتیا ولري.
کیف وار دمخه د راتلونکي پسرلي په پیل کې په خپله بودجه کې د ۷۱.۷ ملیارډ یورو کسر سره مخ دی.
په داسې حال کې چې واشنګټن ویلي چې اوکراین سره خپلې مالي مرستې کموي،اروپايي اتحادیې ژمنه کړې چې د دغه کسر لویه برخه به پوره کړي.
د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو جام لوبې نن پنجشنې پيلیږي
د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو دجام لوبې نن د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيلیږي.
د دې سیالیو د لړۍ په لومړۍ ورځ به د هند او امریکا، زیمبابوې او اسکاټلنډ او تانزیا او ویسټ انډییز لوبډلې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کشره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره د جمعې په ورځ ترسره کړي.
افغانستان د دغو لوبو لپاره د تیاریو په ترڅ دوه تمریناتي لوبې، له آسټرالیا او سریلانکا سره ترسره کړې. د جام سیالیو پای لوبه به د فبرورۍ په شپږمه ترسره شي.
د کرکټ د نولس کلنو جام سبا پیلیږي. افغانستان لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ ترسره کوي
ټاکل شوې ده چې سبا پنجشنبې د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو جام د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيل شي.
د دې سیالیو د لړۍ په لومړۍ ورځ به د هند او امریکا، زیمبابوې او اسکاټلنډ او تانزیا او ویسټ انډییز لوبډلې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کشره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره د جمعې په ورځ ترسره کړي.
افغانستان د دغو لوبو لپاره د تیاریو په ترڅ دوه تمریناتي لوبې، له آسټرالیا او سریلانکا سره ترسره کړې. د دې سیالیو پای لوبه به د فبرورۍ په شپږمه ترسره شي.