د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

بشر حقونو کمېسیون: کابل کې پر یوې ماشومې جنسي تېري کوونکي سره باید قانوني چلند وشي


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي په کابل کې پر نهه کلنې نجلۍ د جنسي تېري عاملینو سره باید ژر تر ژره قانوني چلند وشي.

‎دغه کمېسیون پر یادې ماشومې جنسي تېری غندي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پر دغې ماشومې د جنسي تېري عاملینو سره د قانوني چلند او د قضیې د قضایي کولو غوښتونکی دی.

‎د دغه کمېسیون د نشراتو او رسنیو برخې مشر ذبیح‌الله فرهنګ وايي: "شدیداً یې غندو، له عدلي او قضایي ادارو غواړو چې عاملین‌یې تر عدلي او قضایي چلند لاندې ونیسي، دا ‌‌‌‌‌‌ وضعیت ‌‌‌‌‌‌ډېر د اندېښنې وړ دی، خو د دغه تاوتریخوالي عاملینو سره د عدلي او قضایي بنسټونو له لوري د قانوني چلند او قربانیانو ته د عدالت غوښتونکي یو."

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

پرون سې شنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۰۳» د یوې نهه کلنې ماشومې کورنۍ ادعا وکړه چې په کابل کې یو سړي پر دغې ماشومې جنسي تېری کړی دی.‎

‎دا کورنۍ وایي دغه ماشومه‌یې د دیني علومو د زده‌کړو لپاره دغه سړي ته استوله، خو هغه پرې جنسي تېری کړی دی.

‎د دغې نجلۍ عمه وایي تورن کس‌یې پولیسو ته ورپېژندلی دی.

دا زیاتوي: "لومړۍ ورځ‌یې وه، تللې وه چې نوم‌لیکنه وکړي او درس ووایي چې هغه سړي یې دا کار په حق کې وکړ، بیا مو دا ماشومې ته وویل چې مخکې شه او دا سړی موږ ته راوښایه، ولاړو او هغه کس مو وموند، هماغلته د ماشومې پلار هغه کس ښه وواهه، بیا مو حوزه راوغوښته او هغه سړی مو ورتسلیم کړ."

‎بل‌خوا د کابل امنیه قومانداني وایي چې نیول شوي کس نه تر څېړنو وروسته به دغه دوسیه عدلي او قضایي بنسټونو ته واستوي.

فردوس فرامرز
فردوس فرامرز

‎د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "په درېیمه ناحیه کې د یوې کورنۍ د ادعا له مخې چې ګنې پر لور یې د یو سړي له لوري جنسي تېری شوی، دا کس ونیول شو‌ او پر دې اعتراف کوي چې محصل دی او په هغه سیمه کې چوکي‌دار و، دا ماشومه دغه کس ته د درس ویلو لپاره ورتلله، تر اوسه په دې اړه د پولیسو څېړنې ختمې شوې نه‌دي، خو د څېړنو له تمامېدو وروسته به د تورن یا تورنو کسانو دوسیه عدلي او قضایي ادارو ته واستول شي."

‎د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د راپور له مخې، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ټول هېواد کې ۳۴ د جنسي تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۱۶ یې د جنسي تېري، ۴ د اجباري فحشا، ۲ د لواطت، ۷ د جنسي ځورونو او ۵ نورې له رضایت پرته او په زور د جنسي اړیکو ټینګولو پېښې دي.

XS
SM
MD
LG