د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

یمن کې د کړکېچ دوام؛ حکومتي ځواکونو له حوثي یاغیانو ګڼې سیمې نیولي


حجه ولایت کې د یمن حکومتي ځواکونو پلوي سرتېرو مخکې تګ
حجه ولایت کې د یمن حکومتي ځواکونو پلوي سرتېرو مخکې تګ

د یمن د هغه حکومت چې نړیواله ټولنه‌یې په رسمیت پېژني چارواکي وايي، د دوی ځواکونه توانېدلي په تېرو څو ورځو کې له حوثي یاغیانو زیاتې سیمې بېرته ونیسي، خو د حوثي یاغیانو چارواکو دا خبرونه رد کړي دي.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د یمن د حکومت د ځینو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي: "دولتي ځواکونو د دې ميلادي میاشتو په لومړیو کې په غربي ولایت حجه کې د حوثي یاغیانو پر سنګرونو حملې پیل کړې او په ابس سیمه کې یې تر ۱۰ زیات کلي ونیول."

دغه پوځي عملیات د حدیده اصلي بندر پر لوري د حرکت یوه برخه ده چې یمن ته ۷۰ فیصده تجارتي واردات او بشري مرستې له همدې لارې رسول کېږي.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) اجرائیه رئیس ډېوېډ بیسلي (David Beasley) د ملګرو ملتونو په یوه انلاین جلسه کې په یمن کې د بشري ناورین په باب خبرداری ورکړ.

د خوړو نړیوال پروګرام یا اجرائیه رئیس ډېوېډ بیسلي
د خوړو نړیوال پروګرام یا اجرائیه رئیس ډېوېډ بیسلي

ښاغلی بیسلي وايي: "په یمن کې وضعیت غموونکی او دا په نړۍ کې تر ټولو بد بشري بحران دی. په دغه هېواد کې ۱۶ ملیونه وګړي په واقعي معنی په اضطراري او بحراني حالت کې دي، پنځه ملیونه نور خلک واقعاً له قحطۍ سره مخامخ دي."

د یمن حکومت چارواکو ویلي چې د تعز ولایت په مقبنه غرنۍ سیمه کې هم وسله‌والې نښتې روانې دي.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، حوثي یاغیانو پرون یکشنبه (د مارچ ۱۴مه) په تعز ولایت کې پر یوه ښوونځي چې دولت پلوه ځواکونه په‌کې ځای پر ځای شوي وو، توغندی ویشتلی چې ۱۵ سرتېري یې په نتیجه کې وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې په کادا سیمه کې پر ښوونځي د توغندي د لګېدو پر وخت درې ماشومان هم د پېښې ځای ته نږدې وژل شوي دي.

پوځي سرچینو ویلي، دغه ښوونځی پخوا د حوثي یاغیانو له‌خوا کارول کېده، خو تېره اوونۍ د کادا سیمې تر نیول کېدو وروسته د یمن حکومت ځیني پلوي ځواکونه په‌کې ځای پر ځای شوي وو.

په یمن کې شخړې هغه وخت پیل شوې چې په ۲۰۱۴م کال کې حوثي یاغیانو چې ایران‌یې ملاتړ کوي، صنعا ښار ونیوه او د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د ۲۰۱۵م کال په مارچ میاشت کې د یمن د حکومت په پلوي پوځي مبارزه پیل کړه.

د یمن حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ جګړه کې ویجاړه شوې سیمه
د یمن حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ جګړه کې ویجاړه شوې سیمه

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس په حواله، په یمن کې روانې جګړې د نړۍ په سطحه تر ټولو ناوړه بشري بحران راوستلی دی.

په دغه هېواد کې په ملیونونو وګړي د خوړو او روغتيايي خدماتو له کموالي کړېږي.

د یمن په جګړه کې تر اوسه د پوځيانو او ملکیانو په ګدون تر یو لک او ۳۰،۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG