د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۲۰

امریکا: پر سعودي د حوثي یاغیانو خطرناکو بریدونو دوام ته لا هم اندېښمن یو


یمن کې حوثي یاغیان

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي، د امریکا د متحدو ایالاتونو د ولسمشر جو بایډن اداره لا هم پر سعودي عربستان د ایران پلوه حوثي یاغیانو د حملو په اړه اندېښنه لري.

مېرمن ساکي د دوشنبې(د کب ۱۸مه) په ورځ یوه کنفرانس ته وویل، سعودي عربستان د یمن د حوثي یاغیانو له درکه چې د ایران متحده ډله ده، له واقعي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دی: "پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د حملو دوام ته لا هم اندېښمن یو. دا حملې نه منونکي او خطرناکې دي چې د امریکايي وګړو په ګډون د کار پر مهال د ملکیانو ژوند په خطر کې اچوي. البته چې د دې ستونزې د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو."

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي

د سپینې ماڼۍ ویاندې پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو راکټي او نورې حملې واقعي امنیتي ګواښ وباله.

د یمن حوثي یاغیانو تېره یکشنبه د سعودي عربستان د تېلو د صنعت پر عمده ساحو د بې پېلوټه الوتکو او میزائیلو حملې وکړې.

ریاض ویلي چې په دغو حملو کې چا ته د سر او مال زیان نه دی اوښتی.

دغه حملې د دې سبب شوې چې د برنت په نوم د اومه تېلو د یوه بېرل بیه تر ۷۰ ډالرو جګه شي چې د ۲۰۲۰میلادي کال له جنورۍ میاشتې راهیسې تر تولو لوړه بیه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان او د امریکا د متحدو ایالاتونو ترمنځ چې له لسیزو راهیسې متحدان دي، د ځینو مسایلو پر سر کړکېچ راغلی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر سعودي عربستان د بشري حقونو په برخه کې د هغه هېواد د ناسمې سابقې او په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف د ویجاړوونکې جګړې د څرنګوالي له کبله فشار راوستلی دی.

په یمن کې حوثي یاغیان له شپږو کلونو راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ له ائتلاف سره په مبارزه بوخت دي.

دغې جګړې ته د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د نیابتي جګړې په سترګه کتل کېږي.

XS
SM
MD
LG