د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

د ملګري ملتونو خبرداری: یمن کې قحطي ښايي د سولې فرصت ګواښ سره مخ کړي


یمن کې بې ځایه شوي کډوال،د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارتین ګریفیټس وايي په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د نړیوالو ملاتړ اړین دی. د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې د یمن په سلو کې اتیا وګړي بشري مرستو ته اړ دي.
یمن کې بې ځایه شوي کډوال،د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارتین ګریفیټس وايي په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د نړیوالو ملاتړ اړین دی. د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې د یمن په سلو کې اتیا وګړي بشري مرستو ته اړ دي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارتین ګریفیټس وايي، په یمن کې سخته قحطي ښايي هغه فرصت له ګواښ سره مخامخ کړي چې په دې هېواد کې د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د هڅو په پایله کې رامنځ ته شوی.

ښاغلي ګریفیتس پرون پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د وینا پر مهال همدا راز د یمن پر مارب ښار چې د حکومتي ځواکونو په ولکه کې دی، د حوثي یاغیانو د حملو د بندېدو غوښتنه هم وکړه.

نوموړي خبرداری ورکړ چې د سیمو د نیولو لپاره د زور کارول په یمن کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې له ګواښ سره مخامخ کولای شي.

هغه د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د هېواد په کچه پر یوه اوربند سره سلا شي، حدیده بندر ته د تېلو ټانکرونه او د اړتیا وړ په موادو بار نور موټر ور پرېږدي او د صنعا په هوايي ډګر کې نړیوالو تجارتي الوتنو ته اجازه ورکړي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارتین ګریفیټس
د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارتین ګریفیټس

ګریفیټس د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په روانه میاشت کې ایران ته- چې د حوثي یاغیانو په ملاتړ تورن دی سفر کړی و، خو په خپله وینا کې یې د دې سفر یادونه ونه کړه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د کار له پیله د یمن د جګړې پای ته رسول یو مهم لومړیتوب بللی، د یمن لپاره یې ځانګړی استازی وټاکه او په دې هېواد کې یې د سعودي عربستان له عملیاتو څخه د امریکا ملاتړ پای ته ورساوه.

ګریفیټس د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو استازو ته په وینا کې زیاته کړه چې په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د نړیوالو ملاتړ اړین دی ځکه د خبرو له لارې د سوله ییز چاپېریال لپاره یو فرصت رامنځ ته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارک لوکاک غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې په یمن کې اوس مهال د دایمي سولې د ټینګښت لپاره یو مهم فرصت رامنځ ته شوی، خو هغه خبرداری ورکړ چې که په دې هېواد کې قحطي نوره هم پراخه شي نو دا فرصت به ضایع شي.

لوکاک وویل یمن کې اوس مهال د دایمي سولې د ټینګښت لپاره یو مهم فرصت رامنځ ته شوی
لوکاک وویل یمن کې اوس مهال د دایمي سولې د ټینګښت لپاره یو مهم فرصت رامنځ ته شوی

ښاغلي لوکاک وویل چې د یمن ۱۶ میلیون وګړي وږي دي او له دې ډلې پنځه میلیونه بیا له قحطۍ سره یوازې یو ګام واټن لري.

نوموړي زیاته کړه په یمن کې د بشري مرستو د عملیاتو لپاره څلور میلیارده ډالرو ته اړتیا لیدل کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش، سویس او سویډن په پام کې لري چې د مارچ په لومړۍ نېټه د یمن لپاره د مالي مرستو د راجلبولو په مقصد د نړیوال کنفرانس کوربه توب وکړي.

ملګرو ملتونو د یمن کړکېچ د نړۍ تر ټولو لوی ناورین بللی. د دې سازمان له خوا ورکړل شوي ارقام ښيي چې د یمن په سلو کې اتیا وګړي بشري مرستو ته اړ دي.

ملګرو ملتونو د یمن کړکېچ د نړۍ تر ټولو لوی ناورین بللی
ملګرو ملتونو د یمن کړکېچ د نړۍ تر ټولو لوی ناورین بللی

دا کړکېچ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې وروسته له هغه پراخ شو چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف د ایران پلوو حوثي یاغیانو پرضد جګړه کې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ پوځي مداخله وکړه.

د یمن روانې شپږ کلنې جګړې ته تر ډېره د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د نیابتي جګړې په سترګه کتل کېږي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG