نړۍ
جو بایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ څو اجرائیوي فرمانونه صادر کړل

د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر جو بایډن پرون د کار په لومړۍ ورځ څو اجرائیوي فرمانونه صادر کړل چې د یو لړ مهمو کورنیو او نړیوالو مسایلو په اړه د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ تګلاري باطلوي.
په یوه اجرائیوي فرمان کې د ټرمپ هغه پالېسي لغوه کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو ته د اکثریت مسلمان مېشتو هېوادونو د وګړو پر ننوتو بندیز لګولی و.
سپینې ماڼۍ دغه پالېسي پر مذهبې ریښو ولاړه له بهرنیو د وېرې پالېسي بللې ده.
د ټرمپ لهخوا د دغې پالېسۍ له مخې چې هغه په ۲۰۱۷ کې اعلان کړې وه، متحده ایالاتو ته د ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن پر اتباعو د ننوتو بندیز لګول شوی و.
عراق او سوډان وروسته له دغه لېسته وایستل شول او چاد، شمالي کوریا او ونزوئلا پهکې زیات شول.
د ولسمشر بایډن لهخوا د یوه بل اجرائیوي فرمان له مخې د روغتیا له نړیوال سازمان (who) څخه د متحده ایالاتو وتل درول کېږي. پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال په دې اړه پرېکړه کړې وه.
د بایډن د پرېکړې له مخې متحده ایالات د روغتیا په نړیوال سازمان کې پاتې کېږي او همیې اداره په پام کې لري چې د کوواکس په نوم ائتلاف سره چې له دوو نورو ډلو سره یوځای هڅه کوي د 'کوویډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې واکسین د نړۍ بېوزلو هېوادونو ته ورسېږي، یوځای شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
برما کې پر معترضانو باندې وژونکې حملې؛ ۲ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي

په میانمار یا پخوانۍ برما کې امنیتي ځواکونو بیا د کودتا پر ضد معترضانو باندې وژونکې ګولۍ کارولي او لږترلږه دوه تنهیې وژلي او درې نور یې سخت ټپیان کړي دي.
د دې هېواد د پوځي واکمنانو په وړاندې د خلکو د پاڅون په ترڅ کې په دوهم لوی ښار یانګون کې دکانونه، فابریکې او بانکونه تړل شوي دي.
په فېسبوکونو کې په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې د دوو تنو مړي په شمالي ښار مایاتکیانا کې پر سړک پراته دي. عیني شاهدانو ویلي چې دوی په هغو اعتراضونو کې ګډون کړی چې پولیسو یې د تیت او پرک کولو لپاره د بېسده کولو له لاسي بمونو او اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست، وروستهیې له نږدې ودانیو پر معترضانو ډزې وکړې چې یو شمېر یې ولګېدل.
له کله چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په میانمار یا پخوانۍ برما کې پوځ کودتا وکړه او د دې هېواد د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي او یو شمېر نور مشرانیې په کور کې نظربند کړي یا نیولي په دې هېواد کې د پوځیانو پر ضد نږدې هره ورځ مظاهرې کېږي.
ویل کېږي د دغو مظاهرو په ترڅ کې له ۵۰ زیات معترضان وژل شوي او په سلګونه نور نیول شوي دي.
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر عراق ته خپل سفر پای ته ورساوه

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس عراق ته خپل تاریخي سفر پای ته ورساوه.
۸۴ کلن پاپ د عراق یو شمېر ښارونو ته لاړ، د مسلمانانو او د عیسویانو له مشرانو سرهیې وکتل او خلکیې سولې او ګډ ژوند ته راوبلل.
د بغداد په هوایي ډګر کې د پاپ د مخه ښۍ په مراسمو کې د عراق ولسمشر برهام صالح ګډون کړی و.
پاپ په دې سفر کې د عراق د موصل چې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې مرکز و په ګډون له څلورو ښارونو څخه کتنه وکړه او عراقیانو تهیې وویل چې سوله پر جګړې ډېره قوي ده. هغه زیاته کړه عراق بهیې تل په زړه کې وي.
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر دغهراز د عراق د شیعه مسلمانانو له ستر مشر ایاتالله علي سیستاني سره هم وکتل.
یونېسف: د کرونا له امله ستونزې ښايي د ۱۰ ملیونه نورو ماشومانو د ودونو لامل شي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره، یونېسف وایي د کرونا له امله رامنځته شوې ستونزې ښایي د دې سبب شي چې په راتلونکې یوه لسیزه کې ۱۰ ملیونه نور ماشومان ودونه وکړي.
دغې ادارې د مارچ د اتمې په مناسبت نن په خپره کړې څېړنه کې ویلي چې د ښوونځیو بندېدو، اقتصادي فشارونو، په خدمتونو کې خنډونو، امیندواري او د کرونا وبا له امله د میندو او پلرونو مړینې، ډېرې هغه نجونې چې زیانمنونکې دي، په کوچنیوالي د واده له خطر سره مخامخ کوي.
په دغه څېړنیز راپور کې چې د «'کووېډ-۱۹'؛ د ماشومانو د ودونو په وړاندې پرمختګونو ته ګواښ»، تر سرلیک لاندې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی دغهراز ویل شوي چې که دغه وضعیت دوام وکړي دا به هغه پرمختګونه ډېر شاته وغورځوي چې په وروستیو کلونو کې د ماشومانو د ودونو په وړاندې کمپاین په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.
استرالیا له برما سره دفاعي همکاري ودروله

استرالیا وایي، له برما سرهیې دفاعي همکاري درولې او د هغو مظاهره کوونکو چې د پوځ له لوري د تېرې میاشتې د کودتا په وړاندې اعتراضونه کوي، د بېرحمانه ځپنې له امله د خپلې بشري مرستې لوری بلې خوا ته اړوي.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر مارایس پایان نن وویل چې هېواد بهیې سمدستي دغه عاجلې بشري مرستې د برما له اقلیت روهینګیا مسلمانانو او د دې هېواد له نورو اقلیتونو سره وکړې.
استرالیا دغهراز وویل چې له برما سرهیې د راتلونکو پنځو کلونو په مخه د شاوخوا یو ملیون ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پوځي زدهکړې پروګرام ځنډولی دی.
له کله چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په میانمار یا پخوانۍ برما کې پوځ کودتا وکړه او د دې هېواد د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي او یو شمېر نور مشرانیې په کور کې نظربند کړي یا نیولي په دې هېواد کې د پوځیانو پر ضد نږدې هره ورځ مظاهرې کېږي.
د دغو مظاهرو په ترڅ کې په لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور نیول شوي دي.
د امریکا دفاع وزیر: د خپلو ګټو د دفاع لپاره هر لازم اقدام به وکړو

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر وايي هېواد بهیې د خپلو ګټو د دفاع لپاره هر لازم اقدام وکړي.
لوید استین (Lloyd Austin) دا خبره پرون یکشنبه وروسته تر دې وکړه چې د عراق عینالاسد پوځي اډې ته څېرمه یو راکټ ولګېد.
په دغه پوځي اډه کې د عراقي ځواکونو ترڅنګ د ائتلاف او امریکا پوځیان هم دېره دي.
د امریکا دفاع وزیر استین له «ABC» ټلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، امریکا له عراقه غواړي چې دغه پېښه په جدیت وڅېړي او معلومه کړي چې څوک مسؤل دي.
وروسته له هغې چې د امریکا په یوه هوايي حمله کې د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ میاشتې پر درېیمه د عراق پلازمېنې بغداد ته څېرمه د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني ووژل شو، ایران د دې وژنې د غچ اخیستو خبرداری ورکړی و.
د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر کې به نور د مسافرو سترګې د پاسپورټ رول لوبوي

تر دې وروسته به د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې د مسافرو سترګې د هغوی د پاسپورټ په څېر رول ولوبوي.
په دې معنی چې پرمختللې وسیلې به لومړی د مسافرو د سترګو عکسونه اخلي او بیا به مسافر د دوبۍ له میدانه د الوتنو لپاره په اوږدو کتارونو کې انتظار نهپاتې کېږي.
که څه هم دا تازه تدابیر تېره میاشت معرفي شوي، خو پرون یکشنبه اجرا شول چې هدفیې د مسافرو د وخت د ضایع کېدو مخنیوی دی.
د دوبۍ په هوايي ډګر کې د سترګو سکن کول یو څو ثانیې وخت نیسي او مسافرو ته اسانتیا ایجادوي.
د نړیوالو الوتنو له اړخه د دوبۍ هوايي ډګر د نړۍ له لویو هوايي ډګرونو ګڼل کېږي.
یوازې په ۲۰۱۹م کال کې نږدې ۲۴ ملیونه وګړو د دې میدان له طریقه تګ راتګ کړی دی، خو تېر میلادي کال د کرونا وبا له کبله د مسافرو شمېر ۷۰ سلنه کم شو.
پاپ فرانسېس د موصل الطاهره کلیسا کې د عراق د جګړې قربانیانو ته دعا وکړه

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسېس د عراق د شمالي ښار موصل په یوې لرغونې کلیسا کې د عراق د جګړې قربانیانو ته دعا وکړه.
خلک نن سهار د الطاهرې کلیسا په انګړ کې راټول او د پاپ خبرو تهیې غوږ کېښود، د نصرانیانو دا یو لرغونی مرکز د داعش ډلې لهخوا نړېدلی دی.
الطاهره د نړۍ یوه له لرغونو کلیساوو څخه وه چې ۱۴ پېړۍ تاریخ لري.
پاپ په خپلو خبرو کې د عراق له مسیحیانو وغوښتل چې د هستوګنې سیمې پرې نهږدي.
له ۲۰۱۴ نر تر ۲۰۱۷ کال پورې پر موصل ښار د داعش د ولکې له کبله سلګونه زره مسیحیان د عراق د شمالي سیمو پرېښودو ته اړ شول.
پاپ په قرهقوش سیمه کې د عراق یوې بلې لویې کلیسا ته هم ولاړ چې یوه برخهیې داعش نړولې ده.
دغلته د داعش له ماتې وروسته بېرته مسیحیان خپلو مېنو ته ستانه شوي دي.
۸۴ کلن پاپ د نن ورځې په پای کې د اربیل په ستډیوم کې خلکو ته وینا کوي او اټکل دا دی چې لسګونه زره کسان به دې راټولېدنه کې ګډون وکړي.
پاکستان کې له کرښې د رېل ګاډي وتو پېښه؛ یو کس وژل شوی ۴۰ نور ټپيان دي

د پاکستان په جنوبي سند ایالت کې یو مسافر وړونکی رېل ګاډی له کرښې وتلی چې له املهیې یو تن وژل شوی او ۴۰ نور ټپيان دي.
د پاکستان د اوسپنې پټلۍ یو کارکوونکی کامران لشاري وایي، دغه رېل ګاډی نن سهار له کراچۍ د لاهور خوا ته روان و چې له کرښې ووت او ۸ کابینونهیې چپه شول.
د لشاري په خبره، د ۴۰ ټپیانو او یوې وژل شوې ښځې جسد سیمه کې یوه نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان د رېل پټلۍ وزیر اعظم سواتي ویلي، د پېښې د لامل په اړه به څېړنه وکړي.
سویس کې نن د ښځو د بورقې په اړه ټول پوښتنه کېږي

په سویس کې نن په دې ټولپوښتنه کېږي چې د ښځو بورقه منع کړل شي او که نهشي.
دا ټولپوښتنه له دې سره سره کېږي چې په دغه هېواد کې د هغو ښځو چې د مخ په شمول سر تر پایه ځان پټوي، شمېر له لسګونو تنو نهاوړي.
مخکې تر مخکې نظرپوښتنې ښيي چې د موافقو او مخالفو شمېر ډېر سره نږدې دی.
که په ټولپوښتنه کې د خلکو اکثریت د بورقې پر ضد رایه ورکړه، نوی قانون به سړي هم له دې راګرځوي چې خپلې ښځې د مخ پټولو ته مجبوره نهکړي.
روغتیا نړیوال سازمان: اروپا کې یو وار بیا د کرونا ویروس په زیاتېدو دی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په اروپا کې یو وار بیا د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.
د دې ادارې په وینا په تېرو ۶ اوونیو کې په اروپا کې د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو وې، خو په وروستۍ یوه اوونۍ کې یو ملیون نوې پېښې ثبت شوې چې تر ورتېرې اوونۍ په سلو کې ۹ ډېرې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې اکثره نوې پېښې د کرونا د انګلیسي بڼې دي.
د کرونا دا ډول ویروس په ۱۰ هېوادونو لکه بریتانیا، ایټالیا، ایرلنډ، جرمني، فرانسه، هالنډ، اسرائیل، اسپانیا او پورتګال کې زیات دی.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن مارب ولایت نښتو کې لږترلږه ۹۰ تنه ووژل شول

د یمن حکومتي سرچینو پرون (شنبه) وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد د مارب ولایت په نښتو کې لږترلږه ۹۰ تنه وژل شوي دي.
د ایران له ملاتړه برخهمنو حوثي یاغیانو له تېرې میاشتې راهیسې د دې ستراتېژيکې سیمې د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.
دا تېل لرونکې سیمه د یمن په شمال کې د دولتي ځواکونو وروستی مرکز ګڼل کېږي.
د یمن حکومتي سرچینو ویلي چې په وروستیو نښتو کې ۳۲ دولتي ځواکونه یا د حکومت پلوي قبایل وژل شوي دي.
دوی د حوثي یاغیانو د وژل شویو کسانو شمېر ۵۸ تنه ښودلی دی.
امریکا کې تر ۸۷ ملیونه او ۹۱۲ لکه دوزه ډېر کرونا واکسین خلکو ته ورکړل شوی

په امریکا کې د ناروغیو د وقایې او مخنیوي مرکز وايي، تر پرون شنبې پورې په دغه هېواد کې تر ۸۷ ملیونه او ۹۱۲ لکه دوزه ډېر د کرونا واکسین خلکو ته ورکړل شوی دی.
د دې مرکز په وینا تر اوسه پورې په امریکا کې څه باندې ۱۱۶ ملیونه او ۲۵۵ زره دوزه کرونا ضد واکسین وېشل شوی دی.
د امریکا د ناروغیو د وقایې او مخنیوي مرکز زیاتوي چې تر پرون پورې څه باندې ۵۷ ملیونه او ۳۵۸ لکه امریکایانو ته یو دوز او نږدې ۳۰ ملیونو ته دوه دوزه واکسین ورکړل شوی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د مې میاشتې تر پایه به ټولو امریکایانو ته د کرونا ویروس په وړاندې واکسین برابر شي.
د پاکستان پوځ: شمالي وزیرستان کې مو ۸ اسلامپلوه ملېشې وژلي

د پاکستان پوځ وایي، ځواکونو یې په شمالي وزیرستان کې اته اسلامپلوه ملېشې وژلې دي.
دوی وایي، دغه کسان په هغو جلا جلا عملیاتو کې لهمنځه تللي چې د افغانستان سرحد ته نږدې په بویه او دوسالي سیمو کې پرون شنبه ترسره شول.
د چارواکو د معلوماتو له مخې وژل شویو کې درې تنه د ټي.ټي.پي یا تحریک طالبان پاکستان غړي شامل دي.
تر اوسه پاکستاني طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي او د پوځ دغه ادعا خپلواکو سرچینو هم نهده تأیید کړې.
وزیرستان تېر کال د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د ډېرو بریدونو او دغهراز د حکومتي چارواکو او مشرانو د هدفي وژنو شاهد و.
د امریکا سنا جرګې کرونا ځپلو سره د ۱،۹ تریلیونه ډالرو مرستې ته رایه ورکړه

د امریکا سنا جرګې کرونا ځپلو سره د ۱،۹ تریلیونه ډالرو د مرستو سند ته رایه ورکړه.
دې کار د کانګرس لهخوا د دغه سند تصویب او د ولسمشر لاسلیک ته لاره هواره کړه.
د مرستو دغه اندازه د امریکا د ټول اقتصاد نژدې یو پر ۱۰مه برخه جوړوي.
ډیموکراتانو د دغه سند ملاتړ او جمهوريپالو یې په مخالفت رایې وکارولې چې بالاخره د یوې مثبتې رایې په تفاوت تأیید شو.
په سنا کې د اکثریت مشر سناتور چک شومر وویل، "موږ د امریکا خلکو ته وایو چې مرستې پر لاره دي".
د دې سند له مخې به اکثره امریکایي وګړي ۱،۴۰۰ ډالر مرسته ترلاسه کړي.
له مخالفو ډلو جوړ ائتلاف استازي نن د ارمنستان له ولسمشر سره ګوري

د ارمنستان له مخالفو ډلو د جوړ ائتلاف استازي نن د مارچ په ۷مه د دغه هېواد له ولسمشر ارمن سرکیسیان سره د روان سیاسي کړکېچ په اړه خبرې کوي.
له څه باندې ۱۰ ډلو جوړ دغه ائتلاف ارمنستان کې له وخته مخکې پارلماني ټاکنو او دغهراز د صدراعظم نیکول پاشینیان د استعفا غوښتنه کوي.
مخالفان به له ولسمشره وغواړي چې د صدراعظم لهخوا د لوی درستیز د لیرې کولو پرېکړه د اساسي قانون محکمې ته راجع کړي.
دوی د خپلو غوښتنو د منلو لپاره حکومت ته د مارچ تر نهمې مهلت ورکړی او ویلي یې دي، د هېواد برخلیک د ولسمشر په واک کې دی.
ارمنستان کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغه زیات شوی چې صدراعظم د دغه هېواد لوی درستیز اونیک ګاسپرېن (Onik Gasparian) له دندې لیرې او لوړپوړي چارواکي یې د کودتا پر هڅه تورن کړل.