نړۍ
امریکا یمن کې د حوثي اورپکو ډله د ترهګرو له لېسته باسي

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالات یمن کې د حوثي اورپکو ډله د ترهګرو له لېسته وباسي.
دا ګام په یمن کې بشري ناورین ته د یوه ځواب په توګه پورته کېږي.
د امریکا مخکېنۍ ادارې د یمن د حوثيانو وسلهواله ډله د ترهګرو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اعلان یوه ورځ وروسته تر دې وکړ چې ولسمشر جو بایډن وویل، په یمن کې د سعودي په مشرۍ د پوځي ائتلاف ملاتړ یې پای ته ورساوه.
د دې ائتلاف مأموریت ته په یمن کې د سعودي عربستان او ایران د نیابتي جګړې په سترګه کتل کېدل.
ملګرو ملتونو د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا کار به د هغو ملیونونه یمنیانو د ژوند په ښه کېدو اغېز وکړي چې دا مهال د ژوندي پاته کېدو لپاره په بهرنیو مرستو متکي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نتانیاهو عمان خلیج کې د اسرائیل پر یوې کښتۍ برید د ایران کار وباله

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ایران تورن کړ چې تېره اوونۍ یې په عمان خلیج کې د اسرائیل پر یوې بار وړونکې کښتۍ برید کړی، هغه ادعا چې تهران رد کړې ده.
بنیامین نتانیاهو د اسرائیل له دولتي راډیو، کان سره په مرکه کې چې نن خپره شوې وویل، دا واضح ده چې دا برید د ایران کار و. نوموړي ایران د اسرائیل لوی دښمن وباله چې په وینا یې کلک هوډ لري چې مخه بهیې نیسي.
د اسرائیل صدراعظم د دې پوښتنې په ځواب چې ایا اسرائیل به د دغه برید په وړاندې غبرګون وښیي، وویل، دوی په ټوله سیمه کې د ایران پر هدفونو ګوزارونه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده دغه ادعا چې ګوندې هېواد یې پر بار وړونکې کښتۍ په برید کې لاس درلود، په کلکه رد کړه او ویېویل، نتانیاهو د هغه په ټکو له ایران سره سودایي شوی دی.
د اسرائیل دغه کښتۍ چې موټر یې لېږدول، د سعودي عربستان د دمام له بندره سنګاپور ته په لاره وه چې د فبرورۍ په ۲۵مه پرې یوه چاودنه وشوه.
په دغه چاودنه کې چاته زیان نهدی رسېدلی، خو اسرائیلي مالکیې ویلي چې چاودنې د کښتۍ یوه خوا د یو نیم مترو په شعاع دوه ځایه سورۍ کړې ده.
د ایران له لوري د خبرو لپاره د غونډې د وړاندیز پر ردولو د امریکا خواشیني

واشنګټن د تهران پر هغه اقدام خواشیني څرګنده کړه چې پرونیې د امریکا له متحده ایالاتو او له اروپایي قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د تړون د احیا پر سر د خبرو لپاره د غیر رسمي غونډې وړاندیز رد کړ.
تهران ټینګار وکړ چې واشنګټن دې لومړی ټول یو اړخیز بندیزونه لیرې کړي.
د سپیني ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل، که څه هم د ایران دغه ځواب موږ خواشیني کړي یو، خو دې ته چمتو یو چې د دغه تړون د عملي کېدو لپاره په بامفهومه ډیپلوماسۍ کې بېرته ښکېل شو.
جن ساکي وویل، واشنګټن به د دغه تړون له نورو لاسلیکوونکو، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له څلورو دایمي غړو چین، فرانسې، روسیې او بریتانیا او له جرمني سره سلا مشورو ته دوام ورکړي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده وویل، هغو وروستیو اقداماتو او ویناوو ته په پام چې متحده ایالاتو او درې اروپایي قدرتونو کړي، ایران داسې نهانګېري چې اوس دې له دغو هېوادونو سره د غیر رسمي غونډې لپاره چې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر یې وړاندیز کړی، مناسب وخت وي.
ایراني چارواکو له دې مخکې ویلي چې تهران د جوزف بورېل پر دغه وړاندیز غور کوي.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل هېواد په ۲۰۱۸ کال له دغه تړونه وایست او پر تهرانیې بېرته بندیزونه ولګول.
ایران او د امریکا د ولسمشر جو بایډن نوې اداره په دې اړه چې د دغه تړون د احیا لپاره څوک باید لومړی ګام پورته کړي، سره اختلاف لري.
پولیسو په برما کې لږ تر لږه ۱۸ معترضان وژلي

پولیسو په برما کې لږ تر لږه ۱۸ معترضان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
دغه معترضان پرون یکشنبه د پولیسو په ډزو وویشتل شول او دغه ورځ د کودتا پر ضد د څو اوونیو اعتراضونو له پيل راهیسې تر ټولو خونړۍ وه.
یوې ښځې هم په غالب ګومان وروسته تر دې د زړه د حملې له کبله ساه ورکړه چې پولیسو په یانګون ښار کې د ښوونکو اعتراض د یوه نارنجک بم په وسیله تیت او پرک کړ.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د اعتراض کوونکو ځپل په کلکو ټکو غندلي او د اعتراض کوونکو پر ضد یې د وژونکو وسلو کارونه او د هغوی خپلسره نیول د نهمنلو وړ عمل بللی دی.
هغه د وژنې او د خلکو د ټپي کېدو پر زیاتوالي ژوره اندېښنه ښودلې ده.
په برما کې له یوې میاشتې راهیسې چې پوځ کودتا کړې او د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي او د هغې د ګوند یو شمېر نور غړي یې نیولي، اعتراضونه پیل شوي دي.
ایران له امریکا او اروپایي قدرتونو سره د خبرو لپاره د غونډې وړاندیز رد کړ

ایران پرون د امریکا له متحده ایالاتو او له اروپایي قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د تړون د احیا پر سر د خبرو لپاره د غیر رسمي غونډې وړاندیز رد کړ.
تهران ټینګار وکړ چې واشنګټن دې لومړی ټول یو اړخیز بندیزونه لیرې کړي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده وویل، هغو وروستیو اقداماتو او ویناوو ته په پام چې متحده ایالاتو او درې اروپایي قدرتونو کړي، ایران داسې نهانګېري چې اوس دې له دغو هېوادونو سره د غیر رسمي غونډې لپاره چې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر یې وړاندیز کړی، مناسب وخت وي.
ایراني چارواکو له دې مخکې ویلي چې تهران د جوزف بورېل پر دغه وړاندیز غور کوي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل هېواد په ۲۰۱۸ کال له دغه تړونه وایست او پر تهرانیې بېرته بندیزونه ولګول.
ایران او د امریکا د ولسمشر جو بایډن نوې اداره په دې اړه چې د دغه تړون د احیا لپاره څوک باید لومړی ګام پورته کړي، سره اختلاف لري.
پاکستان کې په یوه وسلهوال برید کې یو مذهبي مشر ووژل شو

د پاکستان پولیس د پلازمېنې اسلاماباد په یوه څنډه کې په یوه وسلهوال برید کې د یوه مذهبي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.
پولیسو وویل، په دې پېښه کې چې د شنبې په ورځ د بهارا کاهو په سیمه کې شوې، له مفتي اکرامالرحمن سره د هغه ۱۳ کلن زوی او یو زدهکوونکی هم وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا وسلهوالو په مفتي رحمن هغه مهال برید وکړ چې د خپل موټر پر لور روان و.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت نهدی اخیستی.
اکرامالرحمن د مولانا فضلالرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام په ګوند پورې تړلی و. مولا فضلالرحمن د اپوزېسیون د ۱۱ ګوندي ائتلاف چې هدفیې د حکومت نسکورول دي، مشري کوي.
چک ممکن د اروپایي ټولنې له تأیید پرته د روسیې کرونا ضد واکسین تطبیق کړي

د چک جمهوريت صدراعظم اندري بابیش وایي، هېواد یې ممکن د اروپایي ټولنې د درملو د ادارې له تأیید پرته د روسیې د کرونا ضد سپوتنیک-وي واکسین استعمال ته اجازه ورکړي.
بابیش دغه څرګندونې پرون یکشنبې له «CNN Prima News» سره په مرکه کې وکړې او ویېویل، د اروپایي ټولنې د درملو ادارې «EMA» ته منتظر نهشي پاتې کېدای ځکه روسیې ورته د خپل واکسین د تأیید لپاره درخواستي نهده وړاندې کړې.
هغه زیاته کړه، د چک د درملو د ادارې تأیید به کافي وي چې په هېواد کې د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي.
چک جمهوریت چې د نړۍ په کچه پر 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر پهکې زیات دی، تر اوسهیې خپلو نږدې شپږنیم لکه وګړو ته د کرونا ضد فایزرـبایو ان تیک، مودرنا او استرازینیکا واکسینونه ورکړي دي.
دا هېواد شاوخوا ۱۰ ملیونه او اووه لکه نفوس لري چې تر اوسه پهکې د کرونا له امله له ۲۰ زرو زیات کسان مړه شوي او له یو ملیون ۲۳۵ زرو زیات کسان پرې اخته شوي دي.
په دې هېواد کې په دې وروستیو کې د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې ډېرې زیاتې شوي چې شمېر یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې اتو زرو ته رسېدلی.
د چک جمهوريت صدراعظم دغهراز وویل چې هېواد بهیې د چینایي سینوفارم واکسین په وړاندې هم ورته تګلاره غوره کړي.
ترکیې او ایران د یو بل سفیران ور احضار کړي

ترکیې او ایران د یو بل سفیران ور احضار کړي دي.
د ترکیې دولتي اژانس راپور ورکړی چې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو د ایران سفیر محمد فرازمند ور غوښتی او له هغه یې غوښتي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ترکيې تر څنګ ودریږي.
هاخوا ایران هم د ترکیې سفیر ور غوښتی او خپل اعتراض یې د ترکي چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون ور اورولی چې ویلي یې و زرګونه د 'پي.کې.کې' د کردانو کارګر ګوند غړي په ایران کې حضور لري.
دا ګوند د ترکیې له خوا یو ترهګر ګوند بلل شوی چې وخت پر وخت یې په عراق او سیمه کې پر سنګرونو عملیات هم ورته کوي.
د دغه ډیپلوماټیک جنجال یوه بل عامل هم په عراق کې د ایران او ترکیې د سفیرانو تر منځ شخړه ده.
د ایران سفیر ایرج مسجدي د عراق له یوه کُرد ژبي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و چې ایران په عراق باندې د ترکیې د بریدونو خلاف دی.
د مسجدي د دغو خبرو په غبرګون د ترکیې سفیر فاتح یلدیز په ټوېټر لیکلي: "فکر کوي وروستی کس چې د عراق پولو ته د درناوي درس ورکوي د ایران سفیر به وي."
د برما پولیسو ۷ مظاهره چیان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي

د برما پولیسو نن یکشنبه(د کب ۱۰مه) پر مظاهره چیانو ډزې کړي، اووه کسان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي.
رویټرز اژانس راپور ورکړی پولیسو وروسته له هغه په مظاهره چیانو مخامخ ډزې کړي چې صوتي بمونو، اوښکو بهوونکو ګازونو او هوايي ډزو د هغوی د خورولو لپاره کار ورنه کړ.
په مرکزي ښار یانګون او ځینو نورو ښارونو کې د پولیسو له خوا دا زور زیاتی او په نتیجه کې یې د خلکو مرګ ژوبله تر ټولو خونړۍ او بې سارې بلل شوې ده.
خلک له څو اوونیو راهیسې د پوځي کودتا په غبرګون مظاهرې کوي او هر وار د امنیتي ځواکونو له تُند عکس العمل سره مخ کېږي.
په برما کې حالت د فبروري له لومړۍ راهیسې ګډوډه ده، ځکه پوځیانو کودتا وکړه او د حکومت مشره انګ سان سوچي او ګڼ نور دولتي چارواکي یې بندیان کړل.
د پوځ مشرانو د انګ سان سوچي په مشرۍ ګوند په پارلماني ټاکنو کې په درغلیو تورن کړ او د کودتا په مټ یې ټول واک په خپل لاس کې واخېست.
د برما پوځي چارواکو د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سربېره د مظاهره چیانو ځپلو ته دوام ورکړی دی.
د کوټې په ګډون ډېری پښتون مېشتو ښارونو کې کاربندیز اعلان شوی

د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان ویاند اسد خان اڅکزي د وژنې پر ضد نن یکشنبه (د کب ۱۰) د کوټې په ګډون په زیاتره پښتون مېشتو ښارونو کې کاربندیز اعلان شوی دی.
عوامي نېشنل ګوند د خپل دې مخکښ د وژل کېدو پر ضد د ننني کاربندیز تر څنګ د درې ورځني ویر اعلان هم کړی دی.
د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان وياند اسد خان اڅکزي مړی د فبرورۍ پر ۲۷مه وموندل شو.
نوموړی د ۲۰۲۰میلادي کال په سېپټمبر کې له کچلاک سره نېږدې تښتول شوی و.
د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان مشرانو د فبرورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د کوټې د پوليسو له خوا ورته وويل شو چې ځېنې برمته ګر يې نيولي دي.
د دوی په وینا، هغوی اقرار کړی چې اسد خان يې څو ورځې وړاندې وژلی او مړی يې په نوحصار سيمه کې په يوه کنده کې غورځولی دی.
اسد خان اڅکزی د کلا عبدالله ضلعې د مرکز چمن اوسېدونکی او د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي د تره زوی وو.
عوامي نېشنل ګوند د اسد خان اڅکزي او د ده په شان د برمته کړل شوېو يو شمېر نورو کسانو د راخوشې کولو لپاره د فبرورۍ پر ۲۲مه په ټول پاکستان کې مظاهرې او احتجاجونه وکړل.
دوی د پاکستان له حکومت او امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې په زوره لادرکه کړل شوي ټول کسان دې راخوشې کړل شي يا دې عدالتونه ته وړاندې کړل شي.
سعودي پوځ پر ریاض د میزائیلو د یوې حملې مخه نیولې

سعودي عربستان وايي پوځ یې پر پلازمېنه ریاض د میزائیلو د یوې حملې مخه نیولې ده.
په دې هڅه کې د یمن حوثي یاغیان ښکېل بلل شوي، خو دغې ډلې تر اوسه څرګندونې نه دي کړي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پرون وویل چې دغه توغندی حوثي یاغیانو د ریاض او د جنوبي ولایت جازان پر لوري توغولی و. په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې یا هم زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴میلادي کال کې د یمن پر پلازمېنه او شمالي برخو ولکه ټینګه کړه او حکومت یې جلاوطنۍ ته اړ کړ.
سعودي عربستان په ۲۰۱۵میلادي کال کې یو ائتلاف جوړ کړ چې په یمن کې یې د ولسمشر عبدالربه منصور هادي د بیا واکمنولو لپاره پوځي کمپاین کړ.
اسرائیل: عمان خلیج کې پر کښتۍ چاودنه کې احتمالاً ایران لاس لري

د اسرائیل دفاع وزیر بني ګنځ (Benny Gantz) وايي، په عمان خلیج کې د اسرائیل پر یوې اړوندې بار وړونکې کښتۍ د تېرې پنجشنبې په چاودنه کې احتمالاً ایران لاس لري.
دغه کښتۍ د سعودي عربستان له دمام بندره د سنګاپور پر لوري روانه وه چې ورباندې چاودنه وشوه.
د اسرائیل دفاع وزیر بني ګنځ د اسرائیل دولتي ټلوېزیون ته وویل: "ایران ته د کښتۍ د موقعیت نږدېوالی، دا باور زیاتوي چې ایران مسوول دی، خو دا خبر بیا هم کره کېدلو ته اړتیا لري."
ایران په نوومبر میاشت کې د خپل یوه اټمي ساینسپوه په وژنه کې اسرائیل دخیل بللی و او د غچ اخېستو خبره یې کړې وه.
د اسرائیل دفاع وزیر وویل، دا څرګنده ده چې ایران هڅه کوي د اسرائیل زېربناګانې او وګړي په نښه کړي.
جوبایډن: سبا دوشنبه به د سعودي په اړه اعلامیه خپره کړو

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د هغه اداره به سبا دوشنبه د سعودي عربستان په اړه یوه اعلامیه خپره کړي.
دا وروسته تر دې چې د امریکا په استخباراتي راپورونو کې څرګنده شوه چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې لاس درلود.
ښاغلي بایډن پرون شنبه (د کب ۹مه) وویل: "ما د فبرورۍ په ۲۵مه د سعودی عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره خبرې وکړې، نه د سعودي له ولیعهد سره، ما ورته واضحه کړه چې مقررات بدلون کوي او موږ به مهم بدلونونه د دوشنبې په ورځ اعلان کړو، موږ به هغوی د بشري حقونو په اړه مسول وبولو."
د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سعودي ولیعهد به مجازات شي بایډن وویل، د دوشنبې په ورځ به اعلان وکړي چې له سعودي سره څه کوي؟
بایډن په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي.
مسکو کې د اپوزسیون د وژل شوي سیاستوال'نیمڅوف' ۶م تلین ترسره شو

د روسیې د حکومت سلګونه مخالفو فعالانو او ځینو لویدیځو ډيپلوماتانو په مسکو کې د اپوزسیون د وژل شوي سیاستوال بورېس نیمڅوف په شپږم تلین کې ګډون وکړ.
دوی د کرملین په څو کیلومترۍ کې په هغه ځای کې چې نیمڅوف د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبروري په ۲۷ مه نېټه په ډزو ووژل شو، د ګلانو ګېډۍ کېښودې.
د نیمڅوف تلین هر کال په مسکو کې د لاریونونو په ترڅ کې نمانځل کېږي، خو د کرونا د محدودیتونو په ترڅ کې پر لویو غوڼدو د بندیز له کبله سږکال فعالان د نیمڅوف لپاره د یوه مؤقت څلي په ځای کې راټول شول.
په مسکو کې د امریکا د سفارت ویاندې ربېکا راس پر ټویټر لیکلي دي چې په دې مسکو کې د امریکا سفیر جان سولیوان د نیمڅوف قتل یو وحشیانه عمل بللی او هغه یې د روسیې یو سرسپارلی وګړی بللی دی.
د بریتانیا د پوځ متقاعد تورن سل کلن ټام مور ومړ

د بریتانیا د پوځ متقاعد تورن سل کلن ټام مور چې له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره یې نژدې ۳۳ میلیونه پونډه بسپنه راټوله کړې وه، نن خاورو ته وسپارل شو.
تورن مور چې د برتانیا د روغتیا ادارې د خیریه مرستو لپاره یې دا بسپنه په خپل بڼ کې د پلي تګ د یوه کمپاین په ترڅ کې راټوله کړه، د فبروري په دوهمه ومړ.
د بریتانیا ملکې دوهمې الېزابت ټام مور ته چې په تورن ټام هم مشهور و، د درناوي په مراسمو کې وویل چې دا، د بریتانیا ملت او نورې نړۍ ته د هغه الهام ستايي.
ټام مور په دوهمه نړیواله جګړه کې هم برخه اخېستې وه.
د تورن ټام د کورونا ټېسټ د جنوري په وروستیو کې مثبت راووت. د هغه کورنۍ ویلي و چې نوموړی د سږو د ناروغۍ له کبله د کرونا واکسین نه شي اخېستی.
له ۳۰۰ زیات کسان پر کانګرس د برید قضیه کې تورن پېژندل شوي

له ۳۰۰ زیات کسان د متحد ایالاتونو د کانګرس پر ودانۍ د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو د برید په قضیه کې تورن پېژندل شوي.
د امریکا مرستیال لوی څارنوال جان کارلین پرون جمعه (د کب ۸مه) خبریالانو ته وویل چې د قانون د تنفیذ ځواکونو لږ تر لږه ۲۸۰ تورن کسان نیولي دي.
کارلین زیاته کړه چې د تورنو کسانو په اړه تحقیقات په بې سارې چټکۍ سره روان دي.
ډېری تورن پر خواله رسنیو د بلواګرو په ډله کې د خپلو ویډیوګانو د خپرولو او هغو پوستونو پر اساس چې دوی خپل دا کار ویاړ بللی، نیول شوي.
د جنوري په شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو د برید پر مهال د پولیسو د یوه افسر په ګډون پنځه کسان ووژل شول.
له دې پېښې یوه اوونۍ وروسته، د استازو جرګې ښاغلی ټرمپ پر کانګرس د خلکو د برید د پارولو په تور استیضاح کړ، خو د فبروري په ۱۳ مه نېټه یې د سنا په استیضاحیه محاکمه کې برائت واخیست.