د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

د کورنیو چارو وزارت قراول کې د پولیسو وهل ډبول؛ د امنیتي معین ۵ ساتونکي ګوښه شول


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، په وزارت که له امنیتي منسوبینو سره د ناسم چلند له امله د امنیتي معین عبدالصبور قانع پنځه ساتونکي له دندو ګوښه شوي دي.

په پلازمېنه کابل کې د کورنیو چارو وزارت دوهم قراول مسؤلو پوليسو ته د ګواښ او وهلو وېډيو کې چې د کب\ حوت په ۱۰مه د سرتېرو له ملي ورځې څخه یوه ورځ وروسته له امنیتي کمرو څخه اخیستل شوې ده ليدل کېږي چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین د ساتونکو له‌خوا د دې وزارت یو پولیس وهل کېږي او پنځه نور ګواښل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع هم له پولیسو سره د خپلو ساتونکو ناوړه چلند مني او خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکي چې یاد کسان‌یې له دندو ګوښه کړي او د څېړنو په موخه‌يې داخلي امنیت ریاست ته ورپېژندلي دي.

د ښاغلي قانع له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له سرتېرو سره ناسم چلند هېڅ‌چا ته د منلو وړ نه‌دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، د عامه ساتنې د خدمتونو له مؤظفینو سره غیر مسلکي چلند د منلو نه‌دی.

ښاغلی ارین زیاتوي: "امنیتي معین هغه پنځه پولیس له دندو ګوښه او د لازیاتو څېړنو له پاره‌یې کورني امنیت ته ورپېژندلي چې د کورنیو چارو وزارت په قراول کې یې یو پولیس وهلی و اوپنځه نور یې ګواښلي وو."

پولیسو سره د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین عبدالصبور قانع د ساتونکو د ناوړه چلند په اړه ټولنیزو رسنیو کې هم سخت غبرګونونو ښودل شوي دي.

د فېس‌بوک او ټویټر يو شمېر کاروونکو لیکلي، د سرتېرو له ملي ورځې یوه ورځ وروسته داسې سپکاوی د دې ښکارندویي کوي چې حکومت په سمبولیک ډول دا ورځ نمانځي.

په ورته وخت کې د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وایي، که نظاميان قانون تر پښو لاندې کړي، نو عامو وګړو ته به دا قوانین یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شي.

د ښاغلي لعل په خبره، د کورنیو چارو وزارت باید په خپلې ژمنې عمل وکړي او د دې پېښې عاملينو ته په عادلانه ډول د قوانینو پر بنسټ جزا ورکړي.

د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل
د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل

ښاغلی لعل زیاتوي: "موږ هم د دې غوښتنه کوو چې د دې پېښې څېړنه وشي، د څېړنو په رڼا کې هر چا چې قوانین تر پښو لاندې کړي سزا دې وګوري، ترڅو په نظامي قطعاتو کې لکه څنګه چې نظم جدي مراعت کېږي باید په هماغه شان ادامه پیدا کړي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم له امنیتي سرتېرو سره ناسم چلند او دغه‌شان په خپل وخت‌يې د حقوقو د نه‌ورکړې په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

XS
SM
MD
LG