د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د کب ۹مه؛ یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ونمانځل شوه


په افغانستان کې د کب نهمه نېټه چې د فیبروري له ۲۷ مې نېټې سره برابره ده، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم نمانځل کېږي، دا ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

  • پکتیا

په پکتیا کې د عامو خلکو له لوري سرتېرو ته د ګلانو په ورکړې، اتڼونو او د موټریز کاروان په ترسره کولو د سرتیري ورځ ونمانځل شوه.

دوی چې د پکتیا د تندر قول او د ولایت مقام تر منځ په اوږد غځیدلي سړک روان و، پرمهال یې د سړک دواړو غاړو ته ولاړو عامو خلکو د امنیتي ځواکونو په موټرونو ګلان ور وشیندل او په چک چکو یې د دوی هرکلی وکړ.

په پکتیا کې د ملي سرتیرو ورځ
په پکتیا کې د ملي سرتیرو ورځ

ویناوې، حماسي سندرې، اټنونه، د نظامي کتارونو تیرېدل او نمایش هغه برخې وې چې د سرتېرو ورځ یې ښکلې کړې وه.

د یادونې ده چې د پکتیا د مرکز سربېره د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې هم دغه ورځ د عامو خلکو، ځوانانو او د افغان سرتېرو له خوا ونمانځل شوه.

  • کونړ

هاخوا د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو ملي ورځ هم ونمانځل شوه.

په دغو مراسمو کې د کونړ والي، د ولایتي شورا غړو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مشرانو او سرتېرو ګډون کړی وو.

په کونړ کې د ملي سرتیرو ورځ
په کونړ کې د ملي سرتیرو ورځ

حکومتي مسولینو او ولسي وګړو د افغان ځواکونو سرښندنې وستایلي.

قومي مشرانو او دیني عالمانو افغان ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې ولسونه او دینې عالمان د دوی ترڅنګ ولاړ دي .

دوی په دوحه کې د دواړو اړخونو له مرکچي پلاو وغوښتل چې باید نور په هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د تل پاتې سولې راتلو لباره دې رښتونې هڅې وکړې.

د غونډې په پای کې بېلابېلې لوبې نندارې ته وړاندې شوې او ځواکونو پوځي پریدونه ترسره کړل .

  • پکتیکا

همدا راز د پکتیکا امنیه قوماندان، د ولایتي شورا یو شمېر غړو او سرتېرو د کب نهمه په لومړي ځل د پکتیکا په یوه لېرې پراته ولسوالۍ وازېخوا کې له خلکو او هلته له مېشتو سرتېرو سره یوځای ونمانځله.

وازېخوا د پکتیکا یوه له ناامنه او لېرې پرتو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي چې له مرکز سره یې ځمکنۍ لاره وسله والو طالبانو له تېرې یو لسیزې راهیسې تړلې ده او د سیمې اوسیدونکي له نږدې هر راز خداماتو بې برخې دي.

پکتیکا کې د ملي سرتیرو د ورځې نمانځنه
پکتیکا کې د ملي سرتیرو د ورځې نمانځنه

د پکتیکا امنیه قوماندان لطف الله کامران په خپلو خبرو کې د یادې ولسوالۍ د سرتېرو میړانه وستایله او زیاته یې کړه چې ترهغو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي چې هېواد یوې تلپاتې سولې ته ورسیږي او پر مهال یې د دې ولسوالۍ په څېر محرومو خلکو ته هر اړخیز خدامات وړاندې شي.

  • خوست

د فبرورۍ پر ۲۷مه په خوست کې هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د نمانځنې ګډونوالو او مدني فعالانو وویل، دې مراسمو کې د سلګونو ولسي وګړو ګډون دا ښيي چې ولس د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړی دی.

په دې ورځ د افغان امنیتي ځواکونو په خوا کې لسګونو ځوانو او مدني فعالانو هم پوځي دریشۍ اغوستې وې او په دې توګه يې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له سرتېرو سره خپله مینه په ډاګه کوله.

په خوست کې د سرتیرو ورځ
په خوست کې د سرتیرو ورځ

مدني فعال فریدالله قربان وویل، د دې لباس له اغوستو يې موخه دا ده چې له یوې خوا افغان سرتېرو ته مورال ورکړي او بل لوري ته د دوی د هغو قربانیو قدرداني وکړي چې د هېواد د ساتنې او ولس د ژغورنې په لاره کې يې ورکوي.

دیني عالم مولوي محمد داود وقفي وايي، سرتېري هغه کسان دي چې نه غواړي چې د د ولس کومه مور بوره شي، یا کومه مېرمن کونډه شي او یا د ولس کوم اولاد یتیم شي.

خوستي ځوان وحیدالله نواب زوی چې هغه هم پوځي یونیفورم په تن کړی وو، وايي غواړي ملي امنیتي ځواکونو ته وښيي چې دوی یوازې نه دي بلکې ولس او ځوان نسل يې ملاتړی دی.

ده زیاته کړه:"دوی ته ښيوو چې هغوی په سمه لار روان دي، هغوی د دې ولس او خاورې له ارزښتونو ساتنه کوي او دې لاره کې د دوی سرښندنه اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته ویاړ دی."


له مراسمو څخه افغان سرتېرو او افسرانو هم خوشالي څرګنده کړه او ویل يې چې د ولس اخلاص او ملاتړ دوی ته د لا زیاتې قربانۍ توان ور وباښه.

په خوست کې د ملي اردو افسر الیاس مددي وویل: "د افغانستان له ملکي خلکو ډېر خوشاله یم، ځکه د دوی هڅه او په دې مراسمو کې يې ګډون موږ ته ډېر لوړ مورال رابښلی دی او دوی ته ډاډ ورکوم لکه څرنګه مو چې د دې ولس او خاورې څخه دفاع کړې، د دوی به بیا هم دفاع کوو او دې لاره کې به له هېڅ راز سرښندونو څخه موږ تېر نه شو."

خوست کې دا ورځ د یو لړ مراسمو په ترځ کې ونمانځل شوه
خوست کې دا ورځ د یو لړ مراسمو په ترځ کې ونمانځل شوه

د خوست چارواکو بیا دې مراسمو کې د سولې موضوع یادوله او بشپړې سولې ته رسېدل يې په دې پورې تړلي وبلل چې ولس تر بل هر وخت زیات د افغان ځواکونو حمایت لپاره ملا وتړي.

خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي د دې مراسمو د غونډې ګډونوالو ته وویل:"سوله په قوت باندې راځي، که زموږ وسله وال پوځ قوت وي او موږ تاسو په پوره ډول يې په ملاتړ ودریږو، دښمن مجبور دی، سوله وکړي، هر څوک چې زورور وو، کمزوری اړخ يې په خپله سولې ته اماده کېږي، راځئ د وسله وال پوځ شاته ودریږو، راځئ سولې ته سره ولاړ شو، په جنګ ارامي نه راځي، ارامي په خبرو راځي او زموږ دولت ورته تیار دی."

دې مراسمو کې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او سرحدي ځواکونو په پلي ډول او د وسایطو د نمایش له لارې رسم ګذشت ترسره کړ او ګډونوالو په وطني ولولو او پرلپسې چکچکو دوی بدرګه کول.

د غونډې ګډونوالو، همدارنګه ښځو او یو شمېر ماشومانو د سرتیرو او افسرانو ته د ګلونو ګلدستې ورکړې او یو شمېر نور بیا د ولایتي ادارې لخوا نقدي او په ستاینلیکونو تقدیر شول.

د کب نهمه څلور کاله وړاندې د افغان ولسمشر محمداشرف غني په حکم د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په نوم ونومول شوه، له ۲۰۰۱ز کال راپه دېخوا د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغان ځواکونو د تنظیم او پیاوړي کیدو لپاره هڅې روانې دي.

  • ننګرهار

د افغانستان د نورو ولایتو په څېر په ننګرهار کې هم د سرتېري ورځ د یو لړ مراسمو په تر سره کولو سره ونمانځل شوه.

په دې نمانځغونډه کې د ننګرهار پر چارواکو سربېره د بېلابېلو ولسواليو یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او په سلګونو ځوانانو برخه اخېستې وه.

په جلال اباد کې د ملي سرتیرو د ورځې نمانځنه
په جلال اباد کې د ملي سرتیرو د ورځې نمانځنه

د تېرو څو کلونو راهيسې افغانستان کې د کب نهمه نېټه چې د فبروري له ۲۷ مې نېټې سره برابره ده، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم نمانځل کېږي.

په ننګرهار کې په همدې اړوند جوړه شوې غونډه کې وینا والو په خپلو ویناوو کې ملي امنیتي ځواکونه خپل ویاړ وګڼل او له سرښندنو يې قدرداني وکړه.

په دې نمانځغونډه کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي پر ولس غږ وکړ چې د خپلو ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي وړاندې وویل: "افغانستان له یوه خطرناک پړاوه تېرېږي. په داسې وخت کې ټول افغانان په دې مکلف دي چې د خپلو ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي. زه په افغان ولسمشر غږ کوم چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو مشران او ولسي پېژندل شوي څېرې په یوه ټغر راټول کړي، افغانستان له دې حساس پړاوه راوباسي او د سولې لپاره دې په شريکه په داسې يو مېکانېزم کار وکړي چې د ملک ګټي په کې خوندي وي."

دې غونډې ته د ننګرهار ولایتي شورا غړي اسرار الله مراد په خپلو خبرو کې وویل، د افغان ملي او دفاعي ځواکونو څخه ځکه ولس ملاتړ کوي چې هغوی د هېواد د خپلواکۍ لپاره خپل سرونه نذرانه کوي.

نوموړي وړاندې وویل: "زموږ ملي اردو له داسې يوه قهرمان قام څخه جوړه ده چې که یوه ورور يې د خپل هېواد په دفاع کې خپل سرنذرانه کړي، بل ورور يې د هغه عسکري لباس په تن کړي او سنګر ته لاړ شي. نو که موږ له داسې پوځ څخه ملاتړ ونه کړو، نو ملک سره به مو لویه جفا کړي وي. موږ د داسې د سولې غوښتوونکي یوو چې ملي امنیتي ځواکونه مو لا پیاوړي کړي، نه داسې سوله چې خدای مه کړه هر څه په کې د تېر په څېر له لاسه ورکړو. ولس د ملي امنیتي ځواکونو په کړنو ویاړي او د سرښندنو يې قدرداني کوي."

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په خپلو خبرو کې له ولس نه مننه وکړه چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ او ستاینه کوي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل

نوموړي وړاندې وویل: "د ننګرهار دېرې سيمې مو د همدې ملي او امنیتي ځواکونو پر مټ او قربانيو امن کړي، زه په خپلو ملي او دفاعي ځواکونو ویاړم چې شپه او ورځ يې په ځان یوه کړې او خپلې مقدسې دندې ته يې دوام ورکړي. یوازې شېرزاد او حصارک ولسواليو کې مخالفین شته چې په شېرزادو ولسوالۍ کې عملیات روان دي او ډېرې سيمې يې له دښمنه پاکې کړي او د شېرزادو له بشپړې تصفيې وروسته به حصارک ولسوالۍ کې هم ملي او دفاعي ځواکونه عملیات پر مخ بوځي او ټول ننګرهار به د دولت له مخالفو وسله والو پاک کړي."

د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان جنرال عبدالجبار وفا په خپلو خبرو کې له ولسونو مننه وکړه چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.

نوموړي وړاندې وویل: "ډاډ درکوم چې افغانستان يوه پیاوړی او په ټولو وسایلو او تجهیزاتو سنبال ملي پوځ لري. دښمن که هر څومره خپلو شومو موخو ته د رسېدو هڅه وکړي، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به يې مخه نیسي او له منځه به يې وړي. ډاډه اوسئ چې ستاسو ملي او دفاعي ځواکونه به د خپلې وینې د وروستۍ قطرې پورې له خپل هیواد او ولس ساتنه کوي."

په دې مراسمو کې یو شمیر شاعرانو د ملي امنیتي ځواکونو په ستاینه کې په ترنم شعرونه وویل او ګڼو ځوانانو دا ورځ په اتڼونو هم ونمانځله.

XS
SM
MD
LG