تبعیضونه بېلابېل ډولونه لري، نژادي تبعیض، دیني او مذهبي تبعیض، توکمیز او ژبنی تبعیض، جنسیتي تبعیض او نور. دا بېلابېل ډولونه په بېلابېلو ټولونو کې په بېلابېله کچه موجود دي.
افغاني ټولنه هم ترې مستثنا نه ده چې څو لسیرې جګړې او له امله یې د زده کړو بهیر اغېزمنېدل لوی لاملونه ګنل کېږي.
توکمیز یا ژبني تبعیض تر نورو هغو ډېر خطرناک دی چې وروستۍ څو لسیزې په افغانستان کې ډېر محسوس او اندېښنې یې راپارولي.
د نظر د یو شمېر خاوندانو په وینا د تبعیض دا ډول ټولنه ویشي او په ټوله کې یې رېښې وچوي.
افغان لیکوال او ژورنالېست نقیب اروین وايي چې د یویشتمې پېړۍ د انسان په توګه باید جلا له دې چې په کومه برخه کې له یو بل سره موافق یا مخالف یو، د یو بل قوم، ژبې او فرهنګ ته درناوی ولرو.
ښاغلي اروین زیاته کړه: "موږ چې د یویشتمې پېړۍ د یو انسان په توګه دې هېواد کې ژوند کوو، باید په ډېرې ساده ګۍ سره دا وکولای شو چې یو بل راباندې ګران وي، صرف له دې نظره نه چې له یو بل سره موافق یو که مخالف یو، هغه چې اغېزمنې څېرې دي او روڼ اندي دي باید دا انساني غږ پورته کړي، د یو انسان په توګه ولې باید ونه شو کولای یو بل سره مینه ولرو. د یو انسان په توګه ولې ونه شو کولای د یو بل ژبې، قومیت، فرهنګ ته او خصوصیاتو ته درناوی ولرو او راته ګران وي. یو د بل تر څنګ دا تنوع باید خوندي او پراخه کړو."
د مارچ لومړۍ نېټه په نړۍ کې د تبعیض پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.
د افغانستان اساسي قانون د دغه هېواد د وګړو تر منځ هر ډول تبعیض منع کړی دی.
د افغانستان د جزا قانون ۲۵۶ ماده حکم کوي چې هغه څوک چې نور تبعیض کولو یا مذهبي، توکمیز، نژادي، ژبنیز یا سیمه ییزې تفرقې اچولو ته رابولي او یا یې ورته هڅوي، په متوسط حبس محکومېږي او که دا جرم نتیجه ورکوي یا له عنف او ګواښ سره مل وي، مرتکب په طویل حبس یعنې تر ۷ کلونو پورې بند باندې محکومېږي.
لیکواله او د ښځو د حقونو فعاله نعیمه غني بیا د تبعیض د یو بل ډول چې په خبره یې په افغاني ټولنه کې ډېر محسوس دی غږېږي: "کله چې ښځې د ژوند په بېلابېلو ډګرونو لکه سیاست، ټولنیزې چارې یا نورو برخو کې غواړي راپورته شي. نو د تبعیض له بېلابېلو ډولونو سره مخ کېږي او داسې چلند ورسره کېږي چې ګوندې د دوی دا حق نه دی چې په دې چارو کې برخه واخلي."
اغلې غني د جنسیتي تبعیض په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو جوړولو په برخه کې پر یو شمېر کورنیو هم نیوکه کوي.
د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامیې په لومړۍ ماده کې چې د ۱۹۸۴ زېږدیز کال د دسمبر په لسمه نېټه تصویب شوې راغلي چې ټول بشر خپلواک زېږي او د حیثیت، کرامت او حقونو له پلوه سره برابر دي.
ټول د عقل او وجدان خاوندان دي او باید له یو بل سره په ورورۍ چلند وکړي.
د همدغې اعلامیې په دوهمه ماده کې بیا راغلي چې ټول کولای شي پرته له هېڅ ډول توپېره په ځانګړي ډول له توکم، رنګ، ژبې ، جنس، دین ، سیاسي یا بلې هرې عقیدې او دغه شان د ملي یا اجتماعي، ثروت ، زېږون یا بل هر وضعیت پرته په اعلامیه کې د ټولو راغلو حقونو او خپلواکیو څخه برخمن شي.
د اعلاميې اوومه ماده بیا وايي، د قانون پر وړاندې ټول برابر دي او دا حق لري چې له هېڅ ډول تبعیض پرته د قانون له یو شان ملاتړه برخمن شي.
افغان لیکوال او شاعر دیاسېنګ انجان بیا په افغانستان کې دیني او مذهبي تبعیض هم د اندېښنې وړ ګڼي ټینګار کوي چې باید ټول یو د بل دین مذهب او عقیدې ته درناوی ولري.
ښاغلی انجان دا خبرې په شاعرانه انداز کوي: "ژوند ښکلی دی. موږ ټول انسانان یو او افغانستان زموږ هېواد دی. باغ کې هر ډول ګلونه دي او باغ په رنګارنګ ګلونو ښه ښکاري او باغ کې چې ګلونه نه وي باغ ویجاړ دی. ژوند ښکلی دی. ژوند له بدرنګیو سره مه مخامخ کوئ."
رېښتیا هم ژوند ښکلی دی. تبعیض یې بدرنګوي او له همدې امله دی چې د بېلابېلو شونو لارو یې د مخنیوي هڅه او غندنه کېږي.