د امریکا د دفاع وزارت ویلي، د سوریې په ختیځ کې د عراق پولې ته نږدې یې د ایران پلوه ملېشو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.
پنټاګون پرون (د فبرورۍ په ۲۵مه) یوه خبرپاڼه کې وویل، دا هوایي ګزارونه د هغو راکټي بریدونو په ځواب کې شوي چې روانه میاشت په عراق کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پر یوې اډې وشول.
په خبرپاڼه کې راغلي "دا عملیات یو ښکاره پیغام لېږدوي چې ولسمشر جو بایډن به داسې هڅه کوي چې امریکایي او ائتلافي پرسونل خوندي کړي".
د امریکا دفاع وزارت وایي، د هوایي بریدونو پر مهال د سوریې او عراق پر پوله څو هغه مرکزونه په نښه شوي چې د کتایب حزبالله او کتایب سیدالشهدا ډلو په ګډون ایران پلوه ملېشو کارول.
تر اوسه پنټاګون نهدي ویلي چې دغو هوایي بریدونو کې چا ته مرګژوبله اوښتې او که نه، خو سوریه کې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، دغه برید کې د عراق په دولت پورې د تړلې یوې ډلې (پي.اېم.یو) ۱۷ غړي وژل شوي دي.
پي.اېم.یو د دولت پلوه ملېشو یوه ټولګه ده چې اکثره غړي یې شیعه مذهبه عراقیان دي.
دغه ډلې تورنې دي چې په عراق کې پر امریکایي اهدافو بریدونه کوي.
دغه بنسټ ویلي، پر دغو کسانو هغه مهال برید وشو چې د عراق لهخوا یې په وسلو او مهماتو بار درې لارۍ د سوریې خوا ته رالېږدولې.
په هغه برید کې چې د فبرورۍ په ۱۵مه د ایربيل پر نړیوال هوایي ډګر وشو، د امریکا یو ملکي قراردادي ووژل شو او یو امریکایي او یو د ائتلافي ځواکونو سرتېری پهکې ټپيان شول.
تر دې وروسته په بغداد کې پر یوې امریکایي اډې او دغهراز د امریکا پر سفارت د توغندیو برید شوی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ ناندرۍ وروسته تر دې زیاتې شوې چې د امریکا بېپیلوټه الوتکې ۲۰۲۰ کال کې په عراق کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې قوماندان قاسم سلیماني او د کتایب حزبالله مشر ابو مهدي المهدي ووژل.