د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

امریکا: ایرانی رژیم بغداد کې د متحده ایالاتو پر سفارت د برید طراح دی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران تورن کړ چې په بغداد کې د امریکا پر سفارت برید یې طرح او تنظیم کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران تورن کړ چې په بغداد کې د امریکا پر سفارت برید یې طرح او تنظیم کړی دی.

د امریکا حکومت، د ایران رژیم په بغداد کې د متحده ایالاتو پر سفارت د برید طراح بللی دی.

د امریکا ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر په بغداد کې د دې هېواد پر سفارت د معترضانو د برید په اړه توند غبرګون څرګند کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ټویټ کې ایران تورن کړ چې په بغداد کې د امریکا پر سفارت برید یې طرح او تنظیم کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

نوموړي د عراق خلکو ته ویلي: "په عراق کې څو میلبونه هغو خلکو ته چې ازادي غواړي او نه غواړي چې د ایران تر واک او کنټرول لاندې وي، دا ستاسو وخت دی."

ټرمپ ویلي، د عراق له دولت تمه لري چې د ځواک په کارولو په بغداد کې د امریکا د سفارت ساتنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم پر خپل ټویټر لیکلي چې امریکا به د ایران هغه نیابتي برید ته ځواب ووايي چې په کې یو امریکايي وګړی ووژل شو.

د نوموړي په وینا دا مهال د ایران ملاتړ لرونکې ډلې، په بغداد کې د امریکا سفارت تهدیدوي.

مایک پمپیو همدارنګه ویلي، د عراق له صدراعظم او ولسمشر سره یې په هغه هېواد کې د امریکايي وګړو د سرومال د ساتنې په اړه خبرې کړې دي.

د سه شنبې په ورځ ګڼ شمیر خلک چې د راپورونو په وینا شمېر یې زرګونو ته رسېده، د بغداد زرغونې سیمې ته ننوتل او ځانونه یې دغلته د امریکا د سفارت ودانۍ او بالاخره د ودانۍ دننه ورسول.

اعتراض کوونکي ظاهرا د امریکا په هغه هوايي بریدونو غوسه دي چې په کې د کتایب حزب الله په نوم د ایران پالې وسلوالې ډلې یو شمیر غړي ووژل شول.

رویټرز خبري اژانس د عراقي چارواکو له خولې وايي، د امریکا د سفیر او سفارت د کارکونکو د خوندیتوب لپاره سفارت خالي کړی شوی و او امریکايي مامورینو کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

د اسوشیټیټډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې د سفارت عمومي دروازه ماته شوې، او کله چې اعتراض کوونکې ودانۍ ته ننوتل د ډزو غږونه اورېدل شوي.

همدارنګه په یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې معترضانو د ودانۍ په بهر دیوال اور پورې کړی دی.

ویل کېږي چې پولیسو په بغداد کې د امریکا له سفارت څخه د معترضانو د په شا کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز کار اخیستی.

راپورونه وايي، اعتراض کوونکي وروسته له ودانۍ ووتل، خو ژمنه یې وکړه چې د ودانۍ مخکې به پاتې شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا سفارت ودانۍ ته چې په سختو امنیتي تدابیرو کې ساتل کېږي د اعتراض کونکو په رسېدو کې ښايي د عراق امنیتي ځواکونو ملاتړ او همکارۍ رول لرلی وي.

دا په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د لیبیا په بن غازي کې د امریکا پر سفارت له برید وروسته د دې هېواد پر یوې ډیپلوماټیکې ودانۍ تر ټولو له تاوتریخوالي ډک برید ګڼل کېږي.

په هغه برید کې په لیبیا کې د امریکا د سفیر په ګډون څلور امریکايان وژل شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې د هېواد پوځ یې په عراق او سوریه کې د کتایب حزب الله پر ډله چې ایران یې ملاتړ کوي بریدونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

نوموړي وویل: "دا یو دفاعي اقدام و، په عراق کې د امریکايي ځواکونو او امریکايي وګړو د خوندیتوب لپاره شوی دی، همدارنګه د ایران مخنیوی هم هدف و، دا د ایران ملاتړ لرونکو ملیشه ډلي دي چې د عراق د خلکو د حاکمیت اصلي حق له پامه غورځوي."

د ایران رژیم پر امریکايي ځواکونو هر ډول برید کې لاس لرل رد کړي او دا یې د امریکا له خوا یو بې ثبونه ادعا بللې ده.

د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، د ایران د ملاتړ لرونکو وسله والو درې اهداف په عراق او دوه اهداف په سوریه کې د امریکا د پوځي تر هوايي بریدونو لاندې راغلي دي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر
د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر

عراقي چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او او پنځوس نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې په هغو بریدونو کې چې د کتایب حزب الله ډلې د عراق د کرکوک ښار کې کړي، یو غیر نظامي امریکايي قراردادي وژل شوی او د دې هېواد څلور نور سرتېري له یو عراقي سرتېري سره ټپیان شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، بغداد کې د خپل سفارت د ساتلو لپاره به دغلته نور ځواکونه واستوي، او ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی چې ایران به ددې کار عواقبو سره مخ شي.

ویل کېږي چې دا مهال امریکا په عراق کې پنځه زره او په سوریه کې زر پوځیان لري.

XS
SM
MD
LG