د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

مايک پومپیو پر قاسم سلیماني د امریکا د حملې دفاع وکړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

امریکا د بهرنیو چارو وزیر د روان کال په پیل کې په عراق کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې د هغې حملې دفاع کړې ده چې په کې د ایران لوړپوړی جنرال قاسم سلیماني ووژل شو. دا وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو یوهې متخصصې دا اقدام غیر قانوني وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د پنجشنبې په ورځ د پرته له محاکمې وژنو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورترې اګنیس کالامارد راپور نتایج رد کړل.

مایک پومپیو وویل چې امریکا پر ایراني جنرال- قاسم سلیماني د حملې په اړه د نړیوال قانون پر اساس شفافیت ښودلی. ده په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته تشریح کړې چې دا حمله د امریکا له ځانه د دفاع د حق په نتيجه کې رامنځته شوه.

کالامارد د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته خپلې موندنې وړاندي کړې. دې وویل چې د جنورۍ د درېيمې په حمله کې چې ایرانی جنرال قاسم سلیماني ووژل شو، پر خپل سر قتل وو چې د نړیوال بشري حقونو د قانون له مخې امریکا د دې قتل مسئوله ده.

دې وویل چې امریکا تر اوسه هېڅ داسي شواهد نه‌دي وړاندي کړي چې وښيي سلیمان د امریکا پر ګټو د حملې نیت درلود، په ځانګړې توګه په عراق کې چيرته چې چټک غبرګون ته اړتیا پېښه شوه.

خو پومپیو وویل. هغه حمله کې سلیماني په کې ووژل شو له میاشتو راهیسي د ایران د مخ پر زیاتېدونکو وسله‌والو حملو په غبرګون کې شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې دا حمله ځکه هم وشوه چې پر امریکا او د دې هېواد پر ګټو د ایران د حملو مخه ونیول شي او په نتيجه کې يې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي، قدس ځواکونو د حملو وړتیاوې کمې شي.

د امریکا په وینا سلیماني له کلونو راهیسي پر امریکايي ګټو د حملو مسئول وو او په سیمه کې يې د امریکا او دې هېواد د متحدانو پر ضد حملې پلانولې.

قاسم سلیماني د قدس ځواکونو مشر وو. د سلیماني د وژل کېدو په غبرګون کې ایران د جنورۍ په اتمه په عراق کې د امریکا پر یوه نظامي اډه د بالیستک توغندیو حمله وکړه.

د قدس ځواکونو سرتېری
د قدس ځواکونو سرتېری

د کالامارد په وینا د ایران دا حمله هم غیرقانوني وه.

ابو مهدي المحمديس چې د ایران په ملاتړ د کتایب حزب‌الله ملېشه ځواکونو مشر وو او د عراق د دولت له خوا د ممنوع اعلان شويو واحدونو مرستیال مشر وو، هم په جنورۍ میاشت کې په هغه حمله کې ووژل شو چې سلیماني يې په نښه کړ.

په عراق کې پر امریکايي ځواکونو له حملو سره کتایب حزب‌الله او د ایران په ملاتړ ملېشې تړاو لري. په دغو حملو کې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې هغه حمله هم شامله ده چې د عراق په کرکوک کې د امریکا یو دفاعي قراردادي ووژل شو او ګڼ نور امریکايي او عراقي سرتېري يې ټپيان کړل.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG