د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

امریکايي چارواکو پر کانګرس یرغل د امنیت او استخباراتو جدي کمزورتیا وبلله


د جنورۍ په شپږمه یوه ډله قهرجنو خلکو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ یرغل وکړ
د جنورۍ په شپږمه یوه ډله قهرجنو خلکو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ یرغل وکړ

د امریکا د کپېټول یا کانګرس امنیتي چارواکي استماعیه غونډې ته وربلل شوي وو او د جنورۍ شپږمې یرغل په اړه یې د کانګرس غړو ته معلومات ورکړل.

تر ټولو مهمه تېروتنه چې په دې استماعیه غونډه کې پرې بحث وشو دا وه چې د کانګرس پولیسو ته د 'اېف.بي.ای' هغه راپور نه و رسیدلی چې ګواښ یې کړی و "جنګ ته اماده یوه ډله" د واشنګټن پر لور خوځېدلې ده.

پولیسو او نورو امنیتي چارواکو د دې تر څنګ چې د ګواښ د اندازې په اړه ځینو استخباراتي کمزوریو ته اشاره وکړه ومنله چې دوی له استخباراتي پلوه کافي معلومات نه درلودل او سمه همغږي نه وه شوې.

د کپېټول د پولیسو پخوانی مشر سټیوین سنډ
د کپېټول د پولیسو پخوانی مشر سټیوین سنډ

د کپېټول د پولیسو پخواني مشر سټیون سنډ چې تر پېښې وروسته یې استعفا کړې وویل، هېڅ یوه استخباراتي معلوماتو چې دوی ته تر بلوا مخکې رسیدلي وو، هغه څه نه و پېشبیني کړي چې رامنځته شول.

د سې شنبې (د کب ۵مه) ناوخته دې استماعیه غونډه کې د سنا جرګې د قوانینو او اداري چارو کمېټې مشرې سناتورې امې کلوبوچار' Amy Klobuchar' وویل، باید بشپړ معلومات ورکړل شي، څو د راتلونکو دا ډول پېښو پر وړاندې چمتووالی موجود وي.

نوموړې وویل: "کله چې د قهرجنو او تاوتریخجنو یوې ډلې د جنورۍ په شپږمه بغاوت وکړ او زموږ کپېټول (کانګرس ودانۍ) د ډيموکراسۍ بنسټ ته یې سپکاوی وکړ دا یوازې په یوه ودانۍ برید نه و دا په خپله زموږ پر جمهوریت برید و. موږ نن دلته غواړو پوه شو چې مخکې له مخکې څه معلومات و؟ څه اقدامات شوي وو چې کپېټول ودانۍ خوندي وي او په هغه ورځ څه وشول؟ ځکه موږ غواړو ډاډمنه کړو چې راتلونکي کې بیا هېڅکله داسې څه پېښ نه شي."

د امریکا د سنا جرګې د قوانینو او اداري چارو کمېټې مشره امې کلوبوچار
د امریکا د سنا جرګې د قوانینو او اداري چارو کمېټې مشره امې کلوبوچار

د جنورۍ په شپږمه یوه ډله قهرجنو خلکو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ یرغل وکړ.

له پولیسو سره په اخ او ډب کې پنځه کسان ووژل شول چې یو یې پولیس و. ګڼ خلک ټپيان شوي هم دي. یوازې د ۲۰۰ پولیسو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.

سناتورانو تر ډېره امنیتي او استخباراتي چارواکي د جنورۍ شپږمې د یرغل په مهار کې ناکامه وبلل.

د سناتورانو له ډلې ګري پیټرس چې د کورني امنیت او حکومتوالۍ د چارو د کمېټې مشر هم دی د جنورۍ شپږمه د امریکا د ملت له تورو ورځ وبلله. هغه وویل، په کپېټول کې امنیتي ستونزو یوه سیسټماټیکه او مدیریتي ناکامي څرګنده کړه چې باید غمه یې وخوړل شي.

د جنورۍ په شپږمه یوه ډله قهرجنو خلکو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ یرغل وکړ
د جنورۍ په شپږمه یوه ډله قهرجنو خلکو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ یرغل وکړ

د کپېټول یا کانګرس ودانۍ د پولیسو یوې مسوولې کارنیشا مینډوزا وویل، د جنورۍ شپږمې په څېر ناوړه پېښه یې په ټوله کاري دوره کې نه وه لیدلې.

کارنیشا چې په خپله هم په بلوا کې سخته ژوبله شوې وه وویل، سره له دې چې ژوبله وه او سم تمرکز یې نه درلود د بلوا د دفاع لپاره لاس په کار شوه او د پولیسو د انسجام لپاره یې هڅه کوله.

دا د کانګرس لومړنۍ استماعیه غونډه وه چې د جنورۍ د شپږمې بلوا په تړاو یې ترسره کړه.

تمه ده په راتلونکو ورځو کې د 'اېف.بي.ای' چارواکي او نور استخباراتي مسوولین هم کانګرس ته د پوښتنو د ځوابولو لپاره ور وبلل شي.

XS
SM
MD
LG