د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

افغان حکومت د رد شویو نوماند وزیرانو پر ځای نوې څېرې ولسي جرګې ته معرفي کوي


ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې تالار
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې تالار

د افغانستان د چارو اداره وايي، افغان حکومت به ډېر ژر ولسي جرګې ته د رد شویو نوماند وزیرانو پر ځای نوې څېرې وروپېژني.

که څه هم د ولسي جرګې له‌خوا د پوهنې، ښځو چارو، کلیو پراختیا، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د مرکزي بانک مشر ته د باور رایې نه‌ورکولو نږدې پنځه میاشتې پوره کېږي، خو د چارو اداره تازه ولسي جرګې ته د نوي نوماند وزیرانو د ورپېژندلو خبره کوي.

د دې ادارې مشر فضل محمود فضلي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د ۰۳» ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې ولسي جرګې ته د نويو نوماند وزیرانو د ورپېژندو ټاکلې موده یاده نه‌کړه، خو ویې‌ویل حکومت د ولسي جرګې هرې پرېکړې ته درناوی لري او په لنډه موده کې به د سرپرستۍ لړۍ پای ته ورسوي.

ښاغلی فضلي زیاتوي: "موږ د ملت کور، د ولسي جرګې ټولو استازو ته درناوی لرو، پرېکړو ته‌یې هم درناوی لرو. همدا چې د بودجې مسوده درې ځلې رد شوه، همدا زموږ د احترام نښه ده. هره پر ځای غوښتنه چې د افغان حکومت د تخنیکي اجراتو سره تضاد کې نه‌وي، موږ یې منو."

د افغانستان ولسي جرګې په ځلونو د نویو څېرو د ورپېژندلو او د سرپرستۍ پای غوښتی، خو لا هم دا غوښتنه پر خپل ځای ده او د‌ عملي کېدو لپاره‌یې یوازې ژمنې شوي.

هغه کار چې د ولسي جرګې غصه‌یې هم پورته کړې او تر ډېره‌یې حکومت سره د ټکر مسیر نیولی.

په ورته وخت کې یو شمېر حقوق‌پوهان د حکومت له‌خوا د نوماند وزیرانو ټاکلو کې ځنډ، د قانون ماتول بولي.

د حقوقي چارو پوه نصرت حق‌پال وايي: "د وزیرانو د سرپرستۍ قانون له مخې، یو وزیر دوه میاشتې سرپرست پاتې کیدلای شي. له بده مرغه باید ووایو چې دلته کلونه کلونه سرپرستان پاتې کېږي. د حکومت له‌خوا د قانون ماتول عامو وګړو ته زمینه برابروي چې قانون مات کړې."

د ولسمشر غني له لوري اړوندو وزارتونو د باور رایو ترلاسه کوونکو وزیرانو د معرفۍ غونډه
د ولسمشر غني له لوري اړوندو وزارتونو د باور رایو ترلاسه کوونکو وزیرانو د معرفۍ غونډه

هڅه مو وکړه چې په‌دې اړه د ولسي جرګې د اداري پلاوي نظر هم واخلو، خو له ډېرو هلو ځلو سره سره بریالي نه‌شوو.

د چارو ادارې رئیس داسې مهال ډېر ژر ولسي جرګې ته د نویو نوماند وزیرانو د پېژندنې خبره کوي چې په دې برخه کې لا هم تېرې ژمنې نه‌دي عملي شوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نږدې ۵ میاشتې وړاندې د تلې په ۳۰مه ولسي جرګې ته د کابینې د بشپړېدو په موخه ۲۵ نوماندان وروپېژندل چې په پایله کې ولسي جرګې ۵ نوماندانو ته د باور رایه ورنه‌کړه.

XS
SM
MD
LG