د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

هلمند کې د "بُست کلا" رغنيزې چارې په بشپړېدو دي


 په هلمند کې د بست کلا د رغونې چارې روانې دي.
په هلمند کې د بست کلا د رغونې چارې روانې دي.

د هلمند تاریخي "بُست کلا" د رغولو چارې پر بشپړېدو دي.

په هلمند ولایت کي د تاریخي ابداتو په برخه کي پنځه پروژې د ۱۰ میلیونو افغانیو په ارزښت منظورې شوي او پرمهال به يې بُست کلا ورغول شي.

بُست کلا د افغانستان له لرغونو میراثونو څخه شمېرل کېږي چې د هغې لرغونتیا د اسلام څخه وړاندې حتا د میلاد څخه وړاندې ته ورګرځي.

ویل کېږي چې د تېرو ۸۰۰ کلونو په موده کې د دغې کلا د بیارغولو لپاره هېڅ ډول هڅه نه ‎ده شوې او د دولت او کلتوري بنسټونو نه ‎پاملرنه د دې لامل شوې ده، چې د هېواد د دغې تاریخي بنا څخه یوازې یوه نمونه پر ځای پاتې شي.

د دغې کلا یو ساتونکی وايي، چې یوازې د سردار محمد داوود خان د حکومت پر مهال د کلا یوه برخه رغول شوې او بس.

د بست کلا يوه څنډه
د بست کلا يوه څنډه


د لښکرګاه ښار اړوند د سیند ترغاړې بُست تاریخي کلا د نوشیروان عادل دواکمنې پرمهال د نن څخه شاوخوا ۳۰۰۰کاله وړاندې جوړه شوي وه.

اوس د دې کلا د بیا رغولو چاري له څلویښتو کلونو وروسته د هلمند د اطلاعاو او کلتور ریاست پر مخ وړي.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حمید الله ویاړ وایې چي د بُست کلا شیشک، علامه بستي بلخي زیارت، د شهیدانو زیارت، تاریخي تنور او د بست کلا څاه او ددې کلا د دیوال باندي يې د رغولو چاري رواني دې چې په لڼد وخت کې به جوړاو ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

وياړ زياته کړه: "د پروژو د تطبيق په خاطر باید ووایم چې دغه پنځه پوروژې چې هره پروژه ځانته فیصدي لري، د شهیدانو د زيارت کار چې دی تقريبآ ۵۵ سلنه بشپړ شوی دی همدغه ډول د تاريخي یخچال کار څلوېښت سلنه بشپړ شوی دی همدغه ډول د علامه ابن حبان بستي بلخي د مقبرې کار هم ۵۰ سلنه بشپړ دى."

دغه کلا د لښکرګاه ښار په سیمو کې د هلمند رود تر څنګ پر یوې خاورینې تپې په څو پوړونو کې جوړه شوې ده او د دې سیمې د ښه اوبو او هوا له امله دغه کلا یو وخت د سلطان محمود غزنوي تفرېح ځای هم وه.

د ویلو وړ ده چې د بُست د تاریخي کلا ځینې ځمکې هم یو شمېر زورواکو غصب کړي دي.

نور اغا د دې کلا کارګر دي د ازادي راډيوته وویل: "لومړي موږ صفا کاري ورته کوو څو زمینه برابر شي، چې هغه بنایان او نور کارګر چې اساسي کار کوي هغوي د کار زمینه برابر شي، د دې کار څخه زیات خوشحال یوو، ځکه چې دا یو داسې ځاى دى چې او دولت او بیا زموږ عام خلک دي توجه وکړي."

په ورته وخت کې بیا په هلمند کې یو لیکوال محمد اسماعیل شریعت یار چې د دغه تاریخي کلا په اړوند یې ډېرې مقالي لیکلي دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا اقدام ستايي.

هغه وايي، باید دغه کلا په فني او مسلکي ډول داسې ورغول شي لکه څنګه چې مخکې جوړه شوي وه.

نوموړی وايي، چې په هلمند کې ۸۰پورې نورې لرغوني او تاریخي سيمي هم شته.

تر دغه کلا وروسته باید د هغو ځایونو د بیارغونې چارې هم پیل شي.

هغه وویل: "په دغه کلا کې یو کاشي خښته کار شوې ده چې په هرات کې په یو خاص کوره کې جوړېده، خو په اصلي شکل څوک چې په پوهېږي د هغه خلکو سره په مشوره که دغه چارې بشپړه شې دوام به یې ۲۰۰کاله وي."

بُست کلا د هېواد له لرغونو ابداتو څخه ده چې يونيسکو د نړۍ په میراثونو کې ثبت کړې ده.

د هلمند اوسېدونکي هم د يادي کلا په رغولو خوښ دي.

د هلمند ولایت یو خبریال عبدالودود هجران وايي، که ياده کلا ورغول شي له بهر څخه به يو شمېر سيلانيان هلمند ته مخه کړي چې ورسره به د هلمند اقتصاد وده وکړي.

په هلمند کې د بست کلا
په هلمند کې د بست کلا

هجران زياته کړه: "افغانستان کې که چېرې د سولې پروسه بشپړه شي او سوله راشي د کال په میلونو خارجي خلک دې ولایت ته مخه کړي او د دغه کلا څخه به لیدنه وکړي چې په دې سره به د دې ولایت اقتصادي ښه والي راشي."

د بُست کلا په لومړی ځل پر دغه سیمه د عربانو په برید کې ویجاړه شوه او وروسته په اسلامي پېر کې غوریانو او مغلانو د دغې کلا په ویجاړېدو کې ونډه درلوده، او په دې ورستیو کې په جګړو کې د بست کلا ډېرې برخې لا نورې ونړېدې.

XS
SM
MD
LG