د لښكرګاه په جنوب كې د پرتې بست كلا ډير پخواني ديوالونه زرګونه كلونه تاريخ لري، د بست كلا دغه زاړه ديوالونه سر له اسمانه وهي او د هلمند سيند غاړو ته ښكلا وركوي.
د سيند تر څنګ ولاړ لوى لوى ديوالونه پردې سيمې د ډيرو سترو امپراتوريو د تېرېدو ښكارندويي كوي.
سيمي ته په ورتګ مې زړه ځكه بد شو، چې دنګ دنګ ديوالونه يي د ورځې په تېرېدو د هلمند سيند ته پريوزي.
د بست د كلا دغه څنډې نه يوازې طبعي توپانونه نړوي بلكې په دې ورځو كي ځيني كسانو پرې د اشر په څير د نړولو كار پيل كړى دى.
هره ورځ لو ى لوى ديوالونه چپه كيږي او پر ځاى يي د سر پناه په نوم ځانته ځايونه جوړوي.
په تاريخي كلاګانو كې اوسيدونكي خلک وايي، بل هيڅ ځاى د دوي لپاره نه وو ځكه راغلل او تاريخي سيمي يي ونيولي.
دوي اكثريت د نا ارامو ولسواليو نه لښكرګاه ته راغلي دي او له دولت نه د نورو سيمو او مځكو غوښتنه كوي، چې د دوي په خبره هم به يي تاريخي سيمي نه وي زيانمنې كړي او هم به دوي ته د اوسېدوله پاره سرپناه پيداشوي وي.
د بست كلا دغه برخه د سلطان محمود غزنوي په وخت كې د ده د امپراطورۍ اوړنۍ مركز وو، دا كلا اوس هم په ارګ مشهوره ده.
خو ديوالونه يي ټول هغه كسان رانړوي، چې په تاريخي لرغونتوب يي نه پوهيږي.
د بست كلا ښكلي ديوالونه يو ځل زرګونه كولونه وړاندې د علاوالدين جهان سوزله لوري ړنګ شوه او په کې ميشته پاچاهي له منځه ولاړه.
ليكوال او ژورنالست احمد شاه پاڅون يي د نوو نړونو په اړه سخت تشويش كوي وايي، يو څوك هڅه كوي چې زموږ د تاريخي كلتور پخوانۍ بهير ته زيان ورسوي خو وايي، د اطلاعاتو او كلتورو رياست يي د نه مخنیوي په خاطر پړ دى.
دى وايي، كه چېرې په هلمند كې تاريخي سيمي او كلاوی زيان ويني مانايي داده، چې زموږ هويت ته زيان رسيږي او كه چېرې د دې نړونو مخه ونه نيول شي يوه ورځ به هلمند هغه تاريخي نوم، چې اوس يي لري دلاسه وركړي.
د بست كلا، چې زرګونه كلونه تاريخ لري ديوالونه او برجونه يي د سيلانيانو روح خوشاله كوي.
دوه كاله وړاندې د دې كلا يوه برخه، چې د سلطان محمود غزنوي د پاچاهي د مهال زندان وو د پوليسو له پاره د يوه مركز د جوړولو په نوم ونړول شوه.
بل ځل ښوونځي په كې جوړ شوو، چې ملكي كسانو ترڅنګ دولتي زورورو كسانو هم د دې كلا د نيولو او غصب په خاطر بډې راونغاړلې.
هلته د وړاندو نيول شوو سيمې اوسيدونكي زیاتره زورځواكي دي، خپل سري نړونې كوي او هيڅ څوك يي د نږدې ليدنې په خاطر نه پريږدي.
ګلالى دغه كسان د دولت سره نږدې زورځواكي بولي، چې بې له دولته يي څوك مخه نه شي نيولای .
ګلالۍ زياتوي، كه چېرې وزارت او افغان دولت د دې كسانو مخه ونه نيسي بل هيڅ څوك نه شي كولای د دې زورځواكو لاس بند كړي.
د بست كلا په زياتو برخو كې دورانيواو نړولو په چارو د هلمند د اطلاعاتو او كلتورو ريس خبر دى خو، وايي په دې ورځو كې يي د يو پیاوړي كميسون تابيا كړي ده او په ترڅ كې به يي ډير ژر دغصب كوونكو لاسونه د بست كلا له ګريوانه وكاږي.
د هلمند د اطلاعاتو او كلتورو ريس علي شاه مظلوم يار، چې د تېرو اتومياشتو راهیسې په دې پست كې كار كوي ، ټینګار كوي، چې د ده په وخت كې د بست كلا د نړونې چارې نه دي ګړندۍ شوې بلكې وړاندې د دغه كار مخه چانه ده نيولې.
مظلوم يار خپله ومنله، چې په تاريخي سيمو كې د ورانوولو چارې خورا ګړندۍ روانې دي ، خو په دې برخه كې ځان پړ نه بولي وايي زه ژمنه كوم او په نږدې ورځو كې نوی جوړشوي سرايونه نړوم او اينده هلته د كار مخه نيسم.
د بست كلا په ډېرو برخو كې خپل سري ودانۍ جوړېدل او د تاريخي ديوالونو نړول په داسې حال كې شروع شوي دي، چې د هلمند د اطلاعاتو او كلتورو د ريس په خوله يو شمېر كسان يي توانيدلي دي د ځينې منابعو په مرسته قانوني اسناد پرې جوړ كړي او بيا يي تر پراخ غصب وروسته پركسانو په ډيره ناچيزه بيه وپلوري.
د هلمند خلک په دې برخه كې د افغانستان د اطلاعاتو او كلتورو د وزارت نه غوښتنه كوي، چې پراړوند ادارو زور واچوي او پرې نږدي، چې له يوه ډير زاړه كلتوري مركز نه د يوشمېر زورځواكونو او بې پروا كسانو په مټ خلاص شي.
هلمند د تاريخ له پلوه تر څلويښت ډيرې مشهورې كلاګانې لري، چې يوه له هغوي د بست كلا ده او د لښكرګاه سره نږدې پرته ده.
تر دوه سوه ديرش ډيري تاريخي سيمي لري ،مګر دمركزي دولت او اطلاعاتو او كلتورو دوزارت نه پاملرني يي ټولې چارې په ورانې بدلې شوي دي.