د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

هلمند کې د عامه پوهاوي له لارې د تاریخي سیمو له غصب مخنیوی


په هلمند کې تاریخي سیمه
په هلمند کې تاریخي سیمه

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د زور په ځای د عامه پوهاوي له لارې خلک د تاریخي سیمو له غصب نه منعه کوي.

په دې وروستیو کي د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د محلي خلکو او زورواکو له‌خوا تاریخي سیمې غصب او بیا په شخصي ملکیتونو اوړي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حمدالله ویاړ وايي زور ته به هم ادامه ورکوي، خو ښه دا ده چې خلک د تاریخي اثارو او سیمو په ارزښت پوه شي.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چې بست کلا ته تللی دی وايي ډېر خلک علاقه لري د دوی پر شااوخوا د پرتو تاریخي سیمو په قدامت او ارزښت ځانونه پوه کړي.

د بشپړ راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:15 0:00

XS
SM
MD
LG