د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

د بست تاریخي کلا په نویو بدرنګه ودانیو بدلیږي


په تاريخي كلا و کې د كورونو او تازه ديوالونو جوړونکي وايي، دوی پيسې مصرف كړي دي او له يو شمير زورځواكو څخه يې په بيه رانيولي دي.
په تاريخي كلا و کې د كورونو او تازه ديوالونو جوړونکي وايي، دوی پيسې مصرف كړي دي او له يو شمير زورځواكو څخه يې په بيه رانيولي دي.

د بست كلا په زړه كې د نوو ودانيو جوړول دومره ډيرې شوي دي، چې پخوانۍ رنګ يې بدل شوي دى، كه څه هم د هلمند د اطلاعاتو او كلتور د رياست له لوري نن په لسګونو تازه جوړ شوي ديوالونه ونړول شول خو خلك تشويش كوي كه چېري په تاريخي .

د لښكرګاه ښار په پنځوس مترۍ کې د بست كلا يوه ډېره مشهوره سيمه اوس ورکېږئ، په دې ځاى کې په زرګونه نوي او د تازه جوړشوي كورنه دومره ډير تر سترګو کېږي، چې د پخوانيو تاريخي اثارو څخه جوړ شوي ديوالونه يې كم رنګه كړي دي.

دې سيمي ته د سلطان محمد غزنوي د امپراتورۍ د وخت ستر زندان وايي، د هلمند د اطلاعاتو او كلتور ريس علي شاه مظلوميار په داسې حال کې د تاريخي سيمو د بېرته سمبالولو او ساتلو خبر وركوي، چې د سلطان محمود غزنوي د زرګونو كلونو جوړ شوي ارګ او زندان په كلي ډول له منځه وړل شوي دي.

په هلمند کې د زرګونو او سلګونو كلونو تاريخي نږدې پنځه څلويښت كلاوې شته، دغه كلاوې اكثره په ناامنو سيمو کې دي ځكه نو ورځ په ورځ خرابيږي، چې د اطلاعاتو او كلتور رياست ځان نه شي ورته رسولي.

په تاريخي كلا و کې د كورونو او تازه ديوالونو جوړونکي وايي، دوی پيسې مصرف كړي دي او له يو شمير زورځواكو څخه يې په بيه رانيولي دي.

هغوی وايي، دولت چې په دې سيمو باندې خوابدوي وختي به يې دوى ته خبر وركړى واى، چې لاسونه يې نه واى په کې تڼاکې كړي.

خلك وايي د بدحالۍ نه يې د دغه مځكو په رانيولو لاس پورې كړي دى، هغوی له دولت نه غوښتنه كوي او وايي كه چېري يې په تاريخي سيمو خوا بديږي نو دوی ته دي هم د اوسيدو لپاره نورې رهايشي سيمې په ګوته كړي.

بست كلا چې د لښكرګاه ښار په جنوب کې ډيره نږدې جوړه شوي ده خورا پريمانه سيمه يې د خپلو سترو او دنګو دنګو ديوالونو سره په بر کې نيولې ده، كه له يوې خوا دغه ستر ديوالونه د طبعي توپانونو او بارانو نو له امله د هلمند په سيند کې پريوزي له بلې خوا ځينو زورواكانو چې ويل کېږي، په دولت کې ښه اعتبار لري د دې تاريخي سپينو سپينو ديوالونو ملا راماتوي او پرځاى يې نوې ډيرې بدرنګه ودانۍ جوړوي.

د بست كلا په اړخونو کې دغه نوي ودانۍ اول ځل نه دي، چې جوړيږي، خلك وايي، هلته هره ورځ خپل سري كندنې کېږئ او يا يې ځيني زورځواکې ديوالونه له منځه وړي څو يې په ناخبرو خلكو باندې په ښو پيسو وپلوري.

دا چې څه وخت په بست كلا د دې مصيبت نه خلاصيږي مظلوميار وايي، چې په دې یې پيل كړی دی او ترهغه پورې كرار نه کېښني، چې د تاريخي كلا وو د دښمنانو لاسونه يې ترې لنډ كړي نه وي.
XS
SM
MD
LG