د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

پکتیکا کې وزیرستاني کډوال: ژمنۍ مرستې او د خوراکي توکو مرستې دې راسره وشي


په پکتیکا کې وزیرستاني کډوال
په پکتیکا کې وزیرستاني کډوال

په پکتیکا کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، له یوې خوا ورسره په روان ژمي کې د ژمنیو توکو مرسته ونه شوه او بل لوري ته له څو میاشتو راپه دېخوا دوی ته خوراکي توکي نه دي ورکړل شوي چې له کبله يې ستونزې نورې هم ډېرې شوي دي.

په برمل کې مېشتو وزیرستانیو کډوالو خپلې یادې ستونزې او غوښتنې د ټلیفون له لارې ازادي راډیو سره شریکې کړې.

د پکتیکا په ارګون او د برمل ولسوالۍ په درېیو سیمو(مرغه، لمن، منګړیتي) کې د وزیرستانیو کډوالو شاوخوا درې زره کورنۍ اوسېږي چې د چارواکو په وینا له دې ډلې ۲۷۰۰ کورنۍ بایومټریک دي.

وزیرستانی کډوال زاهدالله له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې په پکتیکا کې د مېشتو وزیرستانیو کډوالو د حالاتو د لیدو په خاطر دې سیمې ته پلاوی ور ولېږي: "زموږ دا غوښتنه ده چې ژمنۍ مرستې دې راسره وشي، دلته دې واوروې له کبله خلک ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، خیمې مو ټولې زړې شوې دي، د UNHCRهمدارنګه WFP نه مو دا غوښتنه ده چې موږ ته دې خیمې راوړي، پلاوی دې راولېږي او زموږ وضعیت دې له نږدې وګوري، دلته داسې خلک شته چې د یو وخت ډوډۍ په ارمان دي او د سبا او بېګا لپاره د خوراک څه نه لري."

د مایزر اوسیدونکی عزت الله مده خېل چې له ۶ کلونو راهیسې د پکتیکا د برمل په لمن کې اوسېږي وايي، نه ژمنۍ مرستې ورسره وشوې او نه هغه د پخوا په شان ورسره د خوراکي توکو مرستې کېږي.

په پکتیکا کې وزیرستاني کډوال
په پکتیکا کې وزیرستاني کډوال

نوموړی زیاتوي، له یوې خوا پکتیکا سخت ساړه لري او بل لوري ته د دوی هېڅ کاروبار نشته چې کورونو ته ورباندې خواړه او د سونګ توکي وپیري.

عزت الله مده خېل وویل: "یو خوا ساړه او نه کاروبار لرو، زموږ دا غوښتنه ده چې د خوراکي شیانو او ژمنیو توکو مرستې دې راسره وشي، ستونزې مو زیاتې شوي، ناروغان لرو، خو درملنې لپاره يې هېڅ طریقه نه لرو، د خلکو ژوند دومره خراب دی چې یو وخت ډوډۍ خوري او بل وخت يې نه لري، زموږ دا غوښتنه ده چې ژر تر ژره دې زموږ سره مرستې وشي."

د برمل د سیمې یو بل اوسیدونکي وزیرستاني کډوال عیدحسن وویل، تېره میاشت د سروې ډله ورغلې وه او د مرستو ژمنه يې ورسره وکړه، خو هغوی هم مرسته نه ده ورلیږلې.

عیدحسن وايي، دوی هم د نړۍ د نورو کډوالو په شان کډوال دي او نړیواله ټولنه باید هماغسې مرستې ورسره وکړي چې د نورې نړۍ له کډوالو سره يې کوي.

بل لوري ته د پکتیکا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په یاد ولایت کې د مېشتو وزیرستانیو کډوالو ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او هیله څرګندوي چې د نړیوالو مرستندویانو د مرستو پر مټ به په نږدې راتلونکې کې دوی سره د مرستو بهیر بېرته پیل شي.

د پکتیکا د کډوالو رئیس زمریالي فضلیار وویل، د نړیوال خوراکي پروګرام مرستې د یوې انجیو سره د قرارداد د پای ته رسېدو له کبله ځنډنۍ شوي، اوس نوي انجیو ته په قرارداد ورکړل شوي او د ده په وینا چې تر دې وروسته به دې کډوالو ته میاشتنۍ مرستې ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د ژمنیو مرستو په اړه تراوسه ورته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ کوم مثبت ځواب نه دی پرې ایښی.

ښاغلي فضلیار له دوه کلونو راهیسې د وزیرستانیو کډوالو د ژمنیو توکو د مرستو بندېدل مني او وايي، دا ستونزې يې اړوندو ادارو سره په مکرر ډول شریکې کړي دي.

ده وویل، که له UNHCR یې کوم مثبت ځواب ترلاسه کړ، نو رسنیو او په یاد ولایت کې د مېشتو وزیرستانیو کډوالو سره شریک کړي.

یاده دې وي د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ میلادي کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له کبله یې لکونه کسان بنو ، د خېبر پښتونخوا او پاکستان نورو برخو ته کډوال شول.

په دوی کې زرګونه کورنۍ خوست او پکتیکا ته هم واوښتې.

د پاکستان حکومت په څو پړاونو کې له پکتیکا او خوست څخه د وزیرستانیو کډوالو ګڼې کورنۍ په بنو کې د بکه خېلو کیمپ او بیا خپلو کلیو ته ستنې کړې، خو د چارواکو په وینا په دې ولایتونو کې اوس هم د وزیرستانیو کډوالو شااوخوا لس زره کورنۍ مېشتې دي.

XS
SM
MD
LG