د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

"د نشه يي موادو قاچاق کوونکو خپل ټول پام هوايي ډګرونو ته اړولی"


ارش
ارش

ملګري ملتونه وایي، قاچاق کونکی هڅه کوي چې د افغانستان هوایي ډګرونه د نشه یي موادو د قاچاقو په لارو بدل کړي.

د سرحدونو له لارې د نشه یې موادو د قاچاقو ترڅنګ، په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان هوایي ډګرونه د نشه يي موادو د انتقال په لارو بدل شوي چې له دې ځایه بهر او له بهر څخه افغانستان ته نشه یي مواد قاچاق کېږي.

نشه يي مواد د هوایی ډګرونو له لارې د انسانانو په خېټو کې قاچاق کېږي، ځکه نو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالاتونو، جاپان او ملګرو ملتونو په مرسته په کابل کې له خیټو څخه د نشه یي موادو د را ایستلو مرکز پرانیست.

په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیال سکاټ ونهولډ وایي، د دې مرکز پرانیسته به له پولیسو سره مرسته وکړي، چې بهر او دغه ډول افغانستان ته د نشه يي موادو د قاچاقو مخنیوی وکړي.

هغه زياتوي: "نشه یي مواد نړۍ ته یو ستر ګواښ دی. د نشه یي موادو قاچاق اداري فساد ډېروي، جنګي ډلې غښتلې کوي، د قانون حاکمیت کمزوری کوي او د حکومت د کمزورتیا لامل ګرزی. له خېټو څخه د نشه یي موادو د را ایستلو مرکز به له نشه یي موادو سره د مبارزې له سرحدي پولیسو سره مرسته وکړي، چې افغانستان او له افغانستان څخه بهر د نشه یي موادو د قاچاقو مخه ونیسي."

له نشه یي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د معلوماتو په اساس، د دې مرکز محکومو په تېرو ۹ میاشتو کې ۷۷۷ قاچاق کونکي په حبس باندې محکوم کړي چې په دوی کې ۶۰ یې هغه قاچاق کونکي ول چې د هوایی ډګرونو له لارې یې په خپلو خېټو کې هند، ترکیې او دبۍ ته هیرویین قاچاق کول.

دغه ډول د روان شمسي کال په منځ کې یو فرانسوی او یو بلجیمی هغه مهال د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې ونیول شول چې، د یو میلیون ډالرو په ارزښت نشه يي ګولۍ یې افغانستان ته قاچاق کولې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه یي موادو سره د مبارزې ادارې مشر مارک کولهن وایي ،چې د نشه يي موادو قاچاق کوونکو خپل ټول پام د افغانستان هوایي ډګرونو ته اړولی دی.

هغه وویل: "د افغانستان هوایي ډګرونه د هرې ورځې په تېرېدلو سره د نشه یي موادو د قاچاق کونکو په لارو بدلېږي. قاچاق کوونکي هڅه کوي چې له دې لارو څخه په استفادې سره ورسره نشه یي مواد په پراخه پیمانه نړیوالو بازارونو ته انتقال کړي. دغه ډول د کوکنار د کښتونو په برخه کې زموږ موندنې ښیی چې، یوازې په ۲۰۱۹ کال کې افغان بزګرو پر خپلو ځمکو له کرل شویو کوکنارو څخه ۱۴ اعشاریه پنځه میلیونه ډالر مالیه طالبانو ته ورکړې ده."

د افغانستان په ځینو هوایي ډګرونو کې د نشه یي موادو د تشخیص د دستګاوو لګولو ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت د کابل، بدخشان، بغلان، نیمروز، هلمند او هرات پر لویو لارو د پولیسو سیارې ګزمې جوړې کړې چې په کشفي وسایلو باندې سمبالې دي.

له نشه یي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق وایي، له نشه یي موادو سره د مبارزې پولیسو ظرفیتونه لوړ شوي دي، دوی هڅه کوي چې پولیس په نورو پرمختللیو وسایلو هم سمبال کړي.

اورتاق زياته کړه: "د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نړیوالو همکارانو په مرسته د افغانستان په هوایي ډګرونو کې د اکسرې په شمول نور کشفي ماشینونه هم ولګول چې د دې ماشینونو په مرسته به د هغو قاچاق کونکو د نیولو په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو چې په خپلو خېټو کې نشه يي مواد قاچاق کوي. ویلای شم چې له نشه یي موادو سره د مبارزې پولیس د مسلکي کېدلو خواته روان دي."

په داسې حال کې چې د تېر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښتونو کې ۳۷ سلنه ډېروالی راغلی او د کوکنارو د کښتونو سیمې له ۱۲ ولایتونو څخه ۲۲ ولایتونو ته پراخې شوې دي، د کورنیو چارو وزارت وایي چې دوی خپل ټول پام د قاچاق کونکو نیولو ته اړولی دی.
------------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG