د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

امریکا او روسیې په رسمي ډول د «نیو سټارټ» د اټمي وسلو تړون تمدید کړ


ارشیف، د روسیې اټمي تسلیحات
ارشیف، د روسیې اټمي تسلیحات

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې او روسیې په رسمي ډول د «نیو سټارټ» په نوم د اټمي وسلو تړون د پنځو کلونو لپاره تمدید کړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه ګام د وسلو د کنټرول لپاره د خبرو دوام ته لاره برابروي.

د نیو سټارټ تړون ۲۰۱۰ کال کې د روسیې او امریکا ترمنځ لاسلیک شو او د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په پنځمه‌یې موده پای ته رسېده.

اوس د امریکا نوې ادارې له روسیې سره د پنځو نورو کلونو لپاره دغه تړون وغځاوه او هیله‌یې ښودلې چې دا کار به د وسلو د سیالۍ مخنیوی وکړي.

امریکا له روسیې سره دغه تړون داسې مهال تمدید کړ چې د ځینو مسئلو، له هغې ډلې د روسیې د منتقد الکسي ناوالنۍ د زنداني کېدو له کبله، د واشنګټن او مسکو اړیکو کې لانجې مخ په زیاتېدو دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په یوه اعلامیه کې وویل، ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې خپل خلک به له اټمي ګواښونو خوندي کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

هغه وړاندې ویلي، امریکا د وسلو مؤثر کنټرول ته ژمنه ده.

د بلېنکن په خبره دا ګام ثبات، شفافیت او د وړاندوینې وړتیا لوړوي او د وسلو د خطرناکې سیالۍ ګواښونه او لګښت کموي.

نوموړی وایي، د اټمي وسلو بې‌قید او شرطه سیالۍ ټول له خطر سره مخامخوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرې جمعې په ورځ د نیو سټارټ تړون د تمدید لایحه لاسلیک کړه.

امریکا او روسیې چې د سړې جګړې سیالان دي، ۲۰۱۰ کال کې د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د نیو سټارټ یا نوي پیل تړون لاسلیک کړ.

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د نیو سټارټ تړون د لاسلیکولو پر مهال
د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د نیو سټارټ تړون د لاسلیکولو پر مهال

د تړون له مخې متحده ایالات او روسیه هر یو کولای شي چې یوازې ۱،۵۵۰ اټمي سرګلولې یا سروکې ولري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د نیو سټارټ غځول به د دغو وسلو د کنټرول او مخنیوي لپاره د خبرو دوام ته زمینه برابره کړي.

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ هڅه وکړه چې چین هم پر دغه تړون ورګډ کړي، خو هڅو یې کومه نتیجه ورنه‌کړه.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پر خپله ټویټرپاڼه د نیو سټارت د تمدید هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا ګام د نړۍ له ثبات سره مرسته کوي او د ناټو متحدانو ته ډېر اهمیت لري.

XS
SM
MD
LG