د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

امریکا او روسیه دواړه د "آی. اېن. اېف" له تړونه وځي


د امریکا او روسیې ولسمشران
د امریکا او روسیې ولسمشران

امریکا او روسیه د جمعې په ورځ چې د اګست د مياشتې دوهمه نېټه ده، له اټمي تړونه په رسمي توګه وځي.

هغه تړون به چې په بشپړه توګه یې د منځني واټن ویشتونکو اټمي میزائیلو مخه نیولې وه، د اګست په دوهمه نېټه وروسته له هغه پای ته ورسېږي چې امريکا او روسیه په رسمي توګه له دې موافقې ووځي.

د دې موافقې له مخې امريکا او روسیې اجازه نه درلوده چې د پنځه سوه څخه تر پنځه زره او پنځه سوه کیلومتره واټن وشتونکي بالستيک یا له ځمکې کروز میزائیل ځای پر ځای کړي او یا هم جوړ کړي.

د منځني واټن ویشتونکو اټمي توغندیو تړون یا INF په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د هغه وخت امریکايي ولسمشر رونالډ ریګن او د شوروي اتحاد مشر میخایل ګورباچیف لاسلیک کړی و.

منتقدین خبرداری ورکوي چې که امريکا او روسیه له دې موافقې ووځي، د دواړو هېوادونو تر منځ د وسلو سیالي پیلېدای شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترش د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دې موافقې له ناکامېدو سره به نړۍ پر اټمي جګړه له بې سارې وقفې لاس پر ځمکه شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترش

ده وویل: زه د دوو لویو نړيوالو اقتصادونو ترمنځ ترینګلي وضعیت اندېښمن کړی یم، موږ باید له سړې جګړې زده کړه وکړو او د نوې سړې جګړې مخه ونیسو.

پر (INF) سربېره د روسیې او امريکا تر منځ د (نیوسټارټ) په نوم د اټمي وسلو د مخنیوي موافقه په ۲۰۱۱ میلادي کال کې عملي شوه.

که امريکايان او روسان نیوسټارټ د تمديد په اړه پرېکړه ونه کړي، دا موافقه به په ۲۰۲۱ میلادي کال کې پای ته ورسېږي.

امریکا او ناټو چارواکو پر روسیې تور پورې کړی چې د وسلو سېستمونه يې جوړ کړي

د دوی په وینا، په دې کار سره روسیې له نیو سټارټ موافقې سرغړونه کړې ده، په ځانګړې توګه د (9M729) یا (SSC-8) میزائیلو په مورد کې چې د ناټو په وینا، شااوخوا پنځلس سوه کیلومتره واټن ویشتلی شي.

مسکو وايي، (9M729) تر پنځه سوه کم واټن ویشتلای شي او پر امريکا یې د تړون د ماتولو تور پورې کړی دی.

د پخواني شوروي اتحاد اته اتیا کلن مشر ګورباچیف انټرفکس خبري اژانس ته په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، ویلي چې له (INF) موافقې څخه د واشنګټن د وتلو پرېکړه به نړيوال سياست داسې کړي چې وړاندوینه به یې نه کېږي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې اعلان وکړ چې هېواد یې له (INF) تړونه وځي.

ده وویل چې هېواد به یې د اګست مياشتې په دوهمه نېټه له دې موافقې څخه په رسمي توګه ووځي.

ټرمپ وړانديز کړی چې چین باید د اټمي وسلو په اړه په راتلونکي کې د هر ډول خبرو برخه وي.

روسیې په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین یو امر لاسلیک کړ چې له مخې يې روسیه دا تړون نه عملي کوي او د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروفا د پنجشنبې په ورځ پر امريکايي چارواکو تور پوري کړ چې د (INF) تړون په اړه پر مسایلو د خبرو لپاره هڅې نه کوي.

XS
SM
MD
LG