د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

په مسکو کې له تعليقي څخه تنفيذي ته د "ناوالنۍ" د بند په اړه پرېکړه کېږي


الکسي ناوالنۍ
الکسي ناوالنۍ

په پام کې ده د مسکو یوه محکمه نن په دې اړه پرېکړه وکړي، چې د اپوزیسیون د زنداني مشر، الکسي ناوالنۍ تعلیقي بند په تنفیذي بند واړوي که نه.

تمه کېږي د اپوزیسیون مشر او د اداري فساد ضد فعال الکسي ناوالنۍ له توقیفځایه په انلاین ویډیو کې د راڅرګندېدو پرځای د محکمې سالون ته راوستل شي.

ناوالنۍ چې د جنورۍ میاشتې پر ۱۷مه له جرمني د راستنېدو پر مهال د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو، له هغې راهیسې په توقیف کې دی.

دی په اګست میاشت کې په یو ډول کیمیاوي ماده مسموم کړای شوی و او په جرمني کې یې درملنه روانه وه.

ناوالنۍ تور لګولی، چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر مسموم کړای شوی و، خو کرملین دا تورونه رد کړي او د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره یې په نړیواله کچه مطرح شوې غوښتنې هم له پامه غورځولې دي.

څارنوالان وايي، ناوالنۍ په جرمني کې د درملنې له کبله په ۲۰۱۴م کال کې د اداري فساد د یوې قضیې د تعلیقي مجازاتو شرایط، تر پښو لاندې کړي دي.

اوس محکمه په داسې حال کې قضايي جلسه کوي چې د ناوالنۍ د توقیف له کبله په نړیواله سطحه غوسه ښوول شوې ده.

په تېر دوو اوونیو کې په لسګونو زره کسانو په روسیه کې مظاهرې وکړې، چې دا په یوه لسیزه کې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر خلاف تر ټولو پراخې مظاهرې ګڼل شوي دي.

د تېر دوو اوونیو په پای کې پولیسو د مظاهرو پر مهال شا و خوا ۱۰،۰۰۰ کسان نیولي او د سوله ییزو مظاهرو د ځپلو لپاره یې له سختو تاکتیکونو کار اخیستی دی.

د پولیسو له لوري د لاريون کوونکو د نيولو يوه صحنه.
د پولیسو له لوري د لاريون کوونکو د نيولو يوه صحنه.

د ناوالنۍ د توقیف کېدو او په روسیه کې د اداري فساد پرخلاف د شویو مظاهرو پر مهال د ناوالنۍ مېرمنه یولیا ناوالنایا د هغه نږدې متحدان یا نیول شوي یا په کورونو کې نظربند شوي دي.

د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ متحدانو د هغه له ملاتړو غوښتنه کړې چې د مسکو د ښاري محکمې مخې ته راټول شي، له دې سره جوخت پولیسو د محکمې د ساحې د سړکونو د تړلو اعلان وکړ.

د نورو هېوادونو او سازمانونو تر څنګ د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي متحدانو یې د ناوالنۍ د سمدلاسه خوشې کېدو او د مظاهره چیانو په وړاندې د پولیسو د تشدد د ختمولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG