د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

روسیه کې د الکسي ناوالنۍ د خوشې کولو لپاره د اعتراضونو دوام؛ ۴،۰۰۰ تنه نیول شوي


په روسیه کې د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالنۍ په ملاتړ مظاهرې او اعتراضونه
په روسیه کې د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالنۍ په ملاتړ مظاهرې او اعتراضونه

په روسیه کې د پرونیو مظاهرو پر مهال د نیول شویو کسانو شمېر ۴،۰۰۰ ته ورسېد.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحد ایالتونه د روسیې په داخلي چارو کې په لاسوهنه تورن کړ.

په روسیه کې پولیسو د هغو مظاهره‌چیانو په وړاندې په شدت سره ځواک وکاراوه چې د اپوزېسیون د زنداني شوي سیاستوال او د اداري فساد ضد فعال الکسي ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره لارو سړکونو ته په مظاهره راوتلي وو.

په وېډیويي تصویرونو کې ښکاري چې پولیس ځیني مظاهره‌چیان په ډنډو ډبوي او ځیني نور مظاهره‌چیان له ځان سره بیايي.

پرون یکشنبه د بلوا ضد ګڼ شمېر پولیس په ټوله روسیه کې د هغو مظاهرو د تیت و پرک کولو لپاره ګمارل شوي وو، چې پولیسو غیر مجاز بللي دي.

روسیه کې د مظاهره‌چیانو په وړاندې د پولیسو ځپونکي اقدامات
روسیه کې د مظاهره‌چیانو په وړاندې د پولیسو ځپونکي اقدامات

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه د امریکا متحده ایالات د روسیې په داخلي چارو کې په سخته لاسوهنه تورن کړل.

دا وروسته له هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه ټویټ کې د حکومت ضد مظاهرو په وړاندې د مسکو پر ځپونکو اقداماتو انتقاد وکړ.

تېره اوونۍ هم په ۱۱۰ ښارونو کې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال چې په تېرو څو کلونو کې تر ټولو پراخې بلل شوي، نږدې ۴،۰۰۰ کسان نیول شوي وو.

د اپوزېسیون سیاستوال او د اداري فساد ضد فعال، الکسي ناوالنۍ د جنورۍ پر ۱۷مه له جرمني د راستنېدو پر مهال د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.

د مسکو یوې محکمې تر ۳۰ ورځو پورې په بند کې د ناوالنۍ د ساتل کېدو حکم ورکړ.

ناوالنۍ په کیمیاوي مادې تر مسمومېدو وروسته په جرمني کې تداوي کېده، د ناوالنۍ ملاتړي وايي دی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر د روسیې د امنیتي خدماتو د فدرال ادارې له‌خوا مسموم کړای شوی و، خو کرملېن دا تورونه رد کړي دي.

د روسیې اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ
د روسیې اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ

پرون په زرګونه نیول شویو کسانو کې د ناوالنۍ مېرمن یولیا نوالنایا، په لسګونو خبریالان، د ناوالنۍ ملاتړي او متحدان شامل دي.

د مسکو پولیسو تر دغو مظاهرو مخکې د مترو د ۷ تم‌ځایونو په ګډون د ښار ځینې برخې تړلې وې.

د روسیې د ښارونو ترڅنګ د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره د نړۍ له ځینو نورو برخو هم ږغونه پورته شوي دي.

اروپايي ټولنې، د امریکا متحده ایالاتو، نورو هېوادونو او سازمانونو هم د الکسي ناوالني د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG