د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

طالبان: روسي چارواکو طالب پلاوي سره د دوحې تړون پر پلي کېدا بحثونه کړي


ارشیف، طالب پلاوی په مسکو کې
ارشیف، طالب پلاوی په مسکو کې

طالبان وایي، د سیاسي دفتر یوه پلاوي یې مسکو کې له روسي چارواکو سره لیدلي دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته ویلي، د طالبانو د سیاسي دفتر او مرکچي پلاوي د مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ دا پلاوی پرون چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) روسیې ته رسیدلی دی.

ښاغلی نعیم وایي، پلاوي یې نن پنجشنبه (د سلواغې ۹مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دننه د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د هغه له مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت له ځینو نورو چارواکو سره کتلي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم
د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم

نعیم زیاتوي: "ملاقات کې د دواړو هېوادونو د اړوندو موضوعاتو ترڅنګ د بین الافغاني مذاکراتو د روان وضعیت او د دوحې تړون د پوره تطبیق په اړه بحثونه وشول، روسیې په افغانستان کې د سولې د راتګ په خاطر د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ، دواړو لوریو د یادو موضوعاتو په اړه نظریات، مشورې او پیشنهادونه سره تبادله کړل."

پرون چهارشنبه د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه پلاوي د ایران د ملي امنیت عالي شورا له منشي او یو شمېر نورو ایراني چارواکو سره وکتل.

XS
SM
MD
LG