د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

په کابل کې د لومړي مکروریان د مرکز ګرمیو د نه فعالېدو په اړه شکایتونه


آرشیف، مرکز ګرمي
آرشیف، مرکز ګرمي

د کابل ښار د مکروریان په ځانګړي ډول لومړي مکروریان اوسېدونکي د مرکز ګرمیو د نه فعالیدو په اړه شکایت لري.

۶۰ کلنه شریفه په لومړي مکروریانو کې د خپل ۱۰ کسیزې کورنۍ سره ژوند کوي، دا وایي تراوسه یې مرکز ګرمۍ نه دې فعالې شوې.

شریفه زیاتوي، تېر کال هم له ورته ستونزو سره مخ ول او اوس چې یې په کمزوري ځان د ژمې یخني نه شي زغملی، چهلستون ته د خپلې لور کور ته راغلي ده.

هغې وویل: "همدا ستونزه ده، د لور کور مې چهلستون کې دی یوه میاشت د همدې مرکز ګرمیو په خاطر کور ته ولاړم ، ژمنې کوې، که مرکز ګرمۍ نه شته لږ تر لږه برښنا خو دې جوړه کړې، موږ به ترکله د مرکز ګرمیو تر جوړېدو د خلکو په کورونو کې مېلمانه کېږو، موږ دومره په ستونزه کې یو چې یو خدای پوهېږي."

۴۳ کلنه ملالۍ د ۷ اولادونو مور ده، هغه هم لومړیو مکروریانو کې ژوند کوي، د سږکال په شان یې تېر کال هم ورته ستونزې درلودې، خو مسئولینو یې لامل په دې ډول ورته ویلي و: "د اپارتمانونو نلونه زاړه شوې دي، ځکه چې له هغه وخته چې روسانو جوړ کړي تراوسه نه دي رغول شوي، هغوی وایي چې، لامل یې د نلونو وروستوالی دي."

د ملالۍ په خبره د مرکز ګرمیو ترڅنګ د برښنا نشتون هم دوی ته ستونزې ډېرې کړې دي.

په ورته وخت کې د لومړیو مکروریانو د زون مشر عبدالصمد کوهستاني ازادي راډیو ته وویل، دا ستونزه یې له مسئولينو سره شریکه کړې خو تراوسه کومې حل لارې ته نه دې رسیدلي.

کوهستاني زياتوي: "تېر کال هم ډېرې لانجې وشوې، ژمنه یې وکړه چې جوړوي يې، سږکال هم، دا کسان چې تر ننه مسئول دي وې نه شوی کړای چې مرکز ګرمۍ او نلونه جوړ کړې، دا کار يې بايد مخکې کړای واي."

په ورته وخت کې د څلورم مکروریانو د زون مسئول عبدالرحیم حیدري او د دریم مکروریانو د زون مسئول فواد فورمولي هم د مرکز ګرمیو د ستونزو یادونه کوي.

خو له تېر کال راهیسې ولي تراوسه دا ستونزه نه ده هواره شوي؟

د مکروریانو د ساتنې تصدۍ مشر عبدالاحد سهرابي وایي، له دې وړاندې یې د لومړي مکروریانو له اوسېدونکو غوښتي چې خپلې مرکز ګرمۍ د دریم مکروریانو له دستګاه سره وصل کړي.

سهرابي زياته کړه: "استعلام ورکړل شوی و چې ایا تاسې غواړئ چې مرکز ګرمۍ له هغه خوا سره وصل شي، دوی په یو غږ ځواب ورکړی و چې موږ له ۳۴ شبکې مرمز ګرمي نه غواړو، له موږ سره ټول شواهد شته چې محترمو وکیلانو او د لومړي مکروریانو اوسېدونکو وویل له هغې دستګاه یې نه غواړو."

ښاغلی سهرابي وایي، د دې ستونزې د هواري لپاره د دستګاوو د بیا جوړونې په طرحه کار روان دی.

د يادونې ده، چې دا ستونزوه سږنۍ نه ده او په تېرو کلونو کې هم د مکرويانونو اوسېدونکو له ورته ستونزې شکايت کړی دی.

خو داسې ښکاري چې د دوی دې ستونزې ته په خپل وخت رسېدنه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG