د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

د وسله والو کسانو له خوا د کابل ښار په مکروریانو کې غلاوې زیاتې شوي


د مکروریانونو اوسیدونکې چې د کابل ښار په زړه کې د ارګ ماڼۍ او د امریکا سفارت ته نژدې پراته دي، په دې وروستیو کې په خپلو سیمو کې د غلاوو او ناامنیو له زیاتیدو شکایت کوي.

د دریمو او څلورمو مکروریانونو یو شمېر خلکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې د شپې په تیاره کې په ډلیزه توګه کورونو ته ننوتلي او خلک یې شکولي.

“ګل محمد دریم مکروریان: په مکروریانو کې امنیت خراب شوی، لامل یې دا دی، چې پولیس خپله دنده په ښه ډول نه اجرا کوي، په ۱۶ بلاک کې وسله والو غوښتل یوه کور ته ننوزي، چې یو کس یې ونیول سوو او دوه یې وتښتېده.

جاوید څلورم مکروریان: ډلیز وسله وال پیدا سوي، پر لارو د شپې دریږي وسله ورسره وي او خلک شکوي.”


د مکروریانونو اوسیدونکې د بلاکونو له پارکینګونو څخه د غلو له خوا د موټرونو غلا کول یو بله ستونزه بولي او د مخنیوي لپاره یې د جدي هڅو غوښتنه کوي.

د کابل ښار د نهمي امنیتي حوزې مسئولین هم په دغو سیمو کې د یو شمېر جنايي پیښو خبره مني او ادعا کوي، چې د ډیرو پیښو مخه یې نیولې ده.

ددې حوزې امر نجیب الله سمسور ازادۍ راډیو ته وویل، چې د روان لمریز کال له پیله یې تر ۳۰ډیري جنایي پیښي کشف او خنثی کړي او په تور یې شا او خوا ۶۰ کسان نیولي.

ښاغلی سمسور وايي، چې د مکروریانونو د امنیت ساتلو لپاره یې پرسونل کم دی او په دې اړه د جدي پام غوښتنه کوي.

“ستونزه د تشکلاتو په کمبود کې ده د هري حوزې لپاره باید سروې وسي، مثالا د دریمي حوزې نفوذ یولک او ۲۵ زره کسان دي، پنځه کیلومتره سیمه ده، د نهمي حوزې سیمه ۲۸ کیلومتره مربع ده او دلته نفوذ ۷ لکه کسان دي خو تشکل هغه اندازه دی، دا خو بې انصافي ده زما په فکر.”

د نهمي امنیتي حوزې د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو د کموالي موضوع مو د کابل د امنیې قومندانۍ سره شریکه کړه، خو د دوی په خبره چې د کابل د نفوذ په پرتله ددې ولایت د پولیسو تشکل په مجموعي توګه کم دی او د تشکل د پوره کولو واک له وزارت سره دی.

د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال داود امین د امنیت د ټینګښت لپاره له پولیسو سره د خلکو پر همکارۍ ټینګار کوي.

“د تشکلاتو ډیرول د وزارت صلاحیت دی، د وخت په ډیرېدو سره هم کمېدای سي او هم ډیرېدای سي، مخکې زموږ د حوزو تشکل کم سوی وو خو اوس له نیکمرغه تشکلات بیرته ډیر سوي.

د پولیسو ډیر تشکل ښه دی خو د خلکو همکاري ډیره مهمه ده، که چیري د مکروریانونو د امنیت لپاره ۱۰ زره پولیس ورکړو او خلک راسره همکار نه وي نو بریالي کېدای نه سو.”


ښاغلی امین وايي، د امنیت د لا ښه ټینګښت لپاره ټاکل شوې چې له مکروریانونو څخه دیوالونه را تاو شي.

د کابل ښار د نهمي امنیتي حوزې د معلوماتو له مخي ټول مکروریانونه ۲۷۰ بلاکونه او نژدې ۷۰۰۰ کورونه لري.

بل خوا د امنتي چارو ځني پوهان پر یو شمېر پولیسو انتقاد کوي، چې خپله دنده په ښه ډول نه ادا کوي او ځینې شک څرګندوي چې ښايي پولیس په خپله په شوکو او غلاوو کې لاس ولري، خو چارواکې دا خبره نه تاییدوي وايي، د مکروریانونو د امنیت لپاره لا ډیر اقدامات وشي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG