د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د کابل ښار د برېښنا په۷م او ۱۲م جنکشنونو کې نوی سیسټم


د کابل ښار د برېښنا په اووم او دولسم جنکشنونو کې نوی پرمختللی بریښناني سیسټم فعال شو.

د برېښنا ریاست چارواکي وايي، دغه جنکشنونه چې د کابل ښارشاوخوا نوي زره کورنیو ته برېښنا ورکوي له دې وروسته به یې چارې معیاري او د برېښنا پرچاوي به هم راکمه شي.

د بریښنا ریاست او په کابل کې د ایران د سفارت چارواکو د چهار شنبې په ورځ د اووم او دولسم جکشن د ډیجتلي سیسټم پروژه رسماً پرانستله.

د برېښنا ریاست مشر قدرت الله دلاوري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له انالوګه ډیجتلي سیسټم ته د اووم او دولسم جنکشنونو د تبدیلو هوکړه دوه کاله وړاندې له یوې ایرانۍ کمپنۍ سره شوې وه چې دوه میلیونه امریکايي ډالره لګښت پرې راغلی دی.

ښاغلي دلاوري زیاته کړه:

"لږ مشکلات وو چې هغه به تل په کابل کې ښار کې د برېښنا د پرچاوۍ لامل کیدل خو انشاالله د دغه نوو د ستګاوو په فعالېدو چې سامان او تجهیزات یې بیخي نوي دي هغه مشکلات مو حل شي."

له ایرانۍ کمپنۍ سره د شوې هوکړې له مخې د اووم او دولسم جکشنونو هغه پرزې چې یا ډېرې زړې شوې او یا یې کارنه کاوه لېرې شوي پرځای یې نوې او پرمختللې پرزې او سیسټومونه لګول شوي دي.

د بریښنا ریاست د معلوماتو له مخې د اووم او دولسم جنکشنونو په مربوطه سیمو کې شاوخوا نوي زره کورنۍ ژوند کوي او دوي ته به د پنځه سوه درویشت ټرانسفرمرونو له لارې معیاري بریښنايي خدمتونه ورسول شي.

د کابل کارته نو، الوخېل، بګرامي، شاه شهید، قلعه زمان خان، شش درک، یکه توت، قابل بای، هوت خېل، پکتیکا کوټ، تره خېل، صنعتي پارکونه او دویم او دریم مکروریان هغه سیمې دي چې په اووم او دولس جنکشنونو پورې مربوطې دي.

په ورته وخت کې په کابل کې د ایران قونسل ناصر زماني وايي چې ایران د انرژۍ او برېښنا په برخو کې ډېر امکانات لري او په همدې برخو کې به له افغاستانه خپلو همکارېو ته دوام ورکړي.

سره له دې چې د بریښنا شرکت مسوولین په ډیجیټلي سیسټم د بریښنا سمبالول یو پرمختګ بولي، خو په ځينو برخو کې خلکو دا شکایتونه هم کړي چې له انالوګه ډیجیټل ته د بریښنا د میټر اړول د دوی د بریښنا لګښتونه څو برابره زیات کړي دي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG