د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

نورستان کې لاریون: د ۳ ولسوالیو ټول روغتیايي مرکزونه تړل شوي


په نورستان کې لاریون
په نورستان کې لاریون

د نورستان د منډول، دواب او نورګرام ولسوالیو په سلګونو اوسېدونکو روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو اسانتیاوو د نشتوالي له امله لاریون وکړ.

یاد لاریون د غرمې له ۱۱ بجو څخه تر ۱۲ پورې د نورګرام ولسوالۍ په مرکز کې دوام وکړ.

د لاریون یو تن وینا وال عبدالرقیب وویل، دوی له تېرو دوو کلونو راهیسې د روغتیا برخه کې د ګڼو ستونزو سره مخ دي او په ټکو یې دغه ستونزې يې هر وخت له اړوندو مسولینو سره شرېکې کړې، خو تراوسه نه دي حل شوي، نو ځکه يې لاریون وکړ.

نوموړی وايي: "یوه نيمه میاشت کېږي چې کلنیکونو کې درمل او د ډاکټرانو معاشونه نشته، هر څوک چې وايي، موږ کلنیکونو ته درمل لېږلي سهوه او اشتباه کوي، دلته هېڅ نشته."

لاریون کوونکو ویل چې په هر کور کې ناروغان پراته دي، خو په روغتیايي مرکزونو کې عادي درمل هم وجود نه لري.

په نورستان کې یو شمېر لاریون کوونکي
په نورستان کې یو شمېر لاریون کوونکي

په نورستان کې د عامې روغتیا رئيس ډاکټر ذکي الله ستوري هم ازادي راډیو ته د درملو نشتون او نورې ستونزې ومنلې، خو وايي چې وزارت ورسره د یادو ستونزو د حل ژمنه کړې: "درمل نشته، کلنیکونه طالبانو بند کړي، هلته ۱۸ مرکزونه دي. د اهېډ خپلو دفتري کار کوونکو ته د ۹ میاشتو معاشونه هم نه دي ورکړي، هغوی جلال اباد کې خپل دفتر تړلی، موږ وزارت ته مکتوب لېږلی،هغوی ډاډ راکړی چې حل به يې کړي."

د روان لمريز کال له لومړیو ورځو څخه په نورستان کې صحي کارکوونکي د معاشونو او په روغتیايي مرکزونو کې د اسانتیاوو د نشتوالي په وجه ستونزې ګالي او د دې په غبرګون کې يې نږدې درې میاشتې کلنیکونه تړلي وو، د یادو ستونزو د نه هوارېدو له امله د نورستان په کامدیش، برګيمټال، نورګرام، منډول او دواب ولسوالیو کې اوس وسله والو طالبانو او قومي مشرانو په ګډه له تېرې یوې نېمې میاشتې روغتیايی مرکزونه بند کړي، غوښتنه يې دا ده چې ورته ټولې ستونزې حل کړي.

XS
SM
MD
LG