د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

اروپايي ټولنې او بریتانیا د سوداګرۍ پر تاریخي تړون هوکړه وکړه


د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا وان دیر لین
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا وان دیر لین

اروپايي ټولنې او بریتانیا له دې ټولنې څخه د بریتانیا تر وتلو وروسته په خپلو کې د سوداګرۍ پر تاریخي تړون موافقه وکړه.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا وان دیر لین له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو په دوام د سوداګرۍ پر تاریخي سند له موافقې وروسته وویل چې اروپايي ټولنه او بریتانیا به خپلو ګډو اهدافو ته د رسېدو لپاره د یو بل ترڅنګ ولاړ وي.

مېرمن وان دیرلین په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې دا لاره اوږده او کږلېچنه وه، خو پایله یې یوه ښه او متوازنه موافقه وه چې د دواړو لپاره مناسبه ده.

اروپايي ټولنه او بریتانیا به خپلو ګډو اهدافو ته د رسېدو لپاره د یو بل ترڅنګ ولاړ وي.

بریتانیا په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د یوې ټولپوښتنې په نتیجه کې له اروپايي ټولنې ووته چې د وتلو بهیر یې نژدې ۱۱ میاشتې مخکې بشپړ شو، خو تردې دمه له اروپايي ټولنې سره د آزادې تعرفې د سوداګرۍ په موافقه کې یوځای وه.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن هم په لندن کې په یوه خبري غونډه کې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د پوره وتلو هرکلی وکړ.

نوموړي وویل: "فکر کوم دا معامله زموږ په اړیکو کې چې کله ناکله ستونزمن او پېچلې وو، د نوي ثبات او ډاډ په مانا ده. موږ به له یو بل سره دوستان او متحدان پاتې شو."

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

د متوازن رقابت اصول او د بریتانیا په اوبو کې د کب نیولو حق له اروپايي ټولنې د بریتانیا تر وتلو وروسته د دواړو خواوو د سوداګرۍ د موافقې په اړه په خبرو کې د اختلاف مهم ټکي وو. د نوې موافقې له مخې د بریتانیا په اوبو کې د کب نیولو د څرنګوالي په اړه به هرکال جلا پرېکړه کېږي.

په موافقه کې دواړه لوري د تعرفو له لګولو، سهمیو او نورو خنډونو څخه چې لګښت یې د دواړو خواوو لپاره څو میلیاردو ته رسېده هم یو بل ته تېر شول.

دا موافقه له عملي کېدو مخکې باید په راروانه جنوري میاشت کې د بریتانیا او اروپايي ټولنې د پارلمانونو له خوا تایید شي، خو تر هغه وخته به په موقتي ډول نافذه وي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG