خبرونه
"روان کال لږ تر لږه ۳۰ خبریالان نړۍ کې وژل شوي"
د خبریالانو د ساتنې کمېټه وایي، روان کال لږ تر لږه ۳۰ خبریالان په نړۍ کې وژل شوي دي.
په نیویارک کې مېشتې دې کمېټې ویلي دي چې په دې ډله کې یو ویشت تنه هغه خبریالان دي چې د خپلو کارونو انتقام ترې اخېستل شوی دی.
چې دا شمېره د تېر کال دوه برابره لوړه ده. تېر کال دا شمېره لسو ته رسېده.
د خبریالانو د ساتنې کمېټې ویلي دي چې لږ تر لږه څلور خبریالان په افغانستان کې د خپل کار له امله وژل شوي دي او په افغانستان کې د پنځم وژل شوي د پېښې لاهم تحقیقات روان دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بښنې نړیوال سازمان: د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره ټول نیول شوي افغان کډوال خوشې کړي
د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنشنل جنوبي آسیا څانګې نن جمعه په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې نوی کال په اسلام آباد کې د افغان کډوالو لپاره له ویرې او اندیښنې سره مل و ځکه پولیسو د شپې چاپې او ځورونې پیل کړي او په سلګونو افغان کډوال یې په غیرقانوني توګه توقیف کړي دي.
امنیستي انټرنشنل له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې سمدستي نیول شوي کسان خوشې کړي او هغه نوې پالیسۍ لغوه کړي چې له مخې یې په پلازمینه کې د پاتیدو لپاره د NOC په څیر د اضافي اسنادو غوښتنه کوي. د دې سازمان په وینا دا له خطرسره مخ کسان له نور سرخوږي سره مخامخ کوي.
د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو په وروستیو څو اونیو کې په اسلام آباد کې په سلګونو افغان کډوال نیولي دي.
له حماس سره د اوربند د موافقې په اړه د اسراییل د کابینې غونډه
د اسراییل کابینه به نن جمعه په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د حماس وسله والې ډلې سره د یوې موافقې د وروستي تصویب لپاره غونډه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه اوربند چې د چهارشنبې په ورځ اعلان شوی، د احتمالي ځنډیدو په اړه اندیښنې راپورته شوې دي.
د دغه اعلان سره سره په غزه کې، د اسراییل جنګي الوتکو پراخو بریدونوته دوام ورکړی او فلسطیني چارواکو د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د اوربند له اعلان وروسته په لومړی ورځ لږترلږه ۸۶ کسان وژل شوي دي.
د اسراییل د صدراعظم بینامین نتانیاهو دفترنن سهاروختي وویل چې تصویب نږدې دی او محدوده امنیتي کابینه به نن د بشپړې کابینې ترغونډې مخکې غونډه وکړي ترڅو دغه موافقه تصویب کړي چې وروسته به عملي شي. که د اسراییل کابینه دغه موافقه چې د قطر، مصراو متحدو ایالتونو په منځګړیتوب شوې، تایید کړي، د یکشنبې له ورځې به عملي بڼه خپله کړي.
دغه موافقه چې په څوپړاوونو کې عملي کیږي، له مخې یې اسراییلي ځواکونه له غزې وځي، د حماس له خوا یرغمل او د اسراییل له خوا یوشمیر فلسطیني بندیان خوشې کیږي او غزې ته د بشري مرستو لیږد پیلیږي.
دچین او تایوان ترمنځ د سیلانیانو د سفرونو بیا پیل
د چین د ګرځندوی وزارت د جمعې په ورځ وویل چې په نږدې راتلونکي کې یې د شانګهای او فوجیان ولایت څخه ټایوان ته د سیلانیانو د ډله ایزو سفرونو د بیا پیل لپاره چمتووالی پیل کړی او ټایپي ویلي چې د دې اقدام هرکلی کوي.
چین او ټایوان د کوویډ-۱۹ له پای ته رسیدو راهیسې په دې اړه چې کله او په څه ډول چینایي سیلانیان له دې ټاپوڅخه چې چین یې د خپلې خاورې برخه بولي، بیرته لیدنه پیل کړي. ټایپي د چین د حاکمیت ادعاوې په کلکه ردوي.
پیکینګ او ټایپي په بشپړه توګه دغو سفرونو د نه پیلولو ملامتي پریوبل اچولې، چې د دواړو لورو ترمنځ موجوده کړکیچونه یې لا زیات کړي.
د چین د کلتور او ګرځندوی وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې له شانګهای او همدارنګه له فوجیان ولایت څخه به چې د ټایوان تنګي په بل اړخ کې پروت دی، د ډله ایزو سفرونو بهیرډیر ژر پیل شي خو کره نیټه یې نده ښودلې.
د ټایوان د ځمکنۍ چارو شورا وویل چې دوی دې ټاپو ته د چینایي سیلانیانو هرکلی کوي او له پیکینګ څخه غواړي چې ژر تر ژره دې په دې اړه نورجزیات ورسره شریک کړي.
عمران خان په ۱۴ کاله بند محکوم شو
په پاکستان کې یوې محکمې پخوانی صدراعظم عمران خان او د هغه د میرمنه بشرا بي بي د فساد په یوه تاریخي قضیه کې مجرم ګڼلي دي.
قاضي ناصر جاوید رانا د عمران خان لپاره د ۱۴ کاله بند او د هغه د میرمنې بشرا بي بي لپاره د اوو کلونو بند سزا د اعلانولو په مهال وویل، "څارنوالۍ خپله قضیه ثابته کړې او عمران خان مجرم ګڼل شوی دی. "
د تحریک انصاف ګوند پرموسس عمران خان او د هغه پرمېرمنې بشرا بي بي د القادر ۱۹۰ ملیونه پونډو ټرست په قضیه کې د فساد تورونه لګول شوي خو عمران خان او مېرمنې یې هغه ردکړي او ترشا یې سیاسي انګیزې بولي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مخکښ سلمان اکرم راجا ویلي دي چې دوی به د دغې سزا په وړاندې د استنیاف غوښتنه وکړي.
لفټانزا له بلې میاشتې تل ابیب ته الوتنې بیا پیلوي
د جرمني لفټانزا هوايي شرکت پرون اعلان وکړ، چې تل ابیب ته به سر له بلې میلادي میاشتې بیا الوتنې پیل کړي.
دا اعلان داسې وخت وشو، چې د چهارشنبې ناوخته د اسرائیل او د فلسطینیانو د حماس ډلې ترمنځ اوربند اعلان شو.
د دغه اوربند له مخې، د حماس چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، له بنده د اسرائیل پاتې یرغمل شوي کسان خوشې کېږي.
لفټانزا هوايي شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی به د فبروري میاشتې له لومړۍ نېټې تل ابیب ته بېرته خپل الوتنې پیل کړي.
لفټانزا او ځینو نورو هوايي شرکتونو د ۲۰۲۴م کال په نومبر میاشت کې تل ابیب ته د خپلو الوتنو د ځنډولو اعلان کړی و.
صافی: افغانستان کې د ژمي پر مهال مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات شوی
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دا مهال په افغانستان کې شا و خوا ۱۵ ملیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره اضطراري غذايي مرستو ته اړ دي.
په افغانستان کې د دغه پروګرام مرستیال ویاند ضیاالدین صافي پرون پنج شنبه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، په ژمي کې د ۶ ملیونه کسانو د ملاتړ لپاره هڅې زیاتې شوي دي:
"د بودیجې کموالي ته په پام سره، دا د هغو خلکو له نیمایي څخه کم نفوس دی چې مرستې ته اړتیا لري. همداراز د خوړو نړیوال پروګرام سږ کال د ژمي په موسم کې د افغانستان له ډېرو زیانګالو کورنیو سره د مرستې لپاره له ۸۰۰ ملیون ډالرو څخه زیاتو پیسو ته اړتیا لري. "
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا (اوچا) د معلوماتو له مخې روان میلادي کال به چې نن یې ۱۷ مه په افغانستان کې ۲۲ اعشاریه ۹ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړ وي.
ملګرو ملتونو د تېرې چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې به د ۲۰۲۵م کال پر مهال څه باندې نیم ملیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ وي.
حسین: عراق کې دې وسلوالې ډلې وسلې پر ځمکه کښېږدي
د عراق یوه لوړرتبه ډیپلومات، په خپله خاوره کې له فعالو وسلوالو ډلو غوښتنه وکړه، چې وسله پر ځمکه کښېږدي.
دغو وسلوالو فرقو د امریکايي ځواکونو په وړاندې جګړه کې برخه اخیستې، یا یې هم پر اسرائیل راکټونه او بې پېلوټه الوتکې ویشتلي دي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین له رویټرز خبري اژانس سره د مرکې پر مهال له دغو وسلوالو فرقو غوښتنه وکړه، چې د عراق له رسمي امنیتي ځواکونو سره یوځای شي.
دا غوښتنه داسې وخت کېږي چې په غزه او لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنې وسلوالې ډلې کمزورې شوي او د سوریې حکومت تېره میاشت د دولت د وسلوالو مخالفانو له خوا وپرځول شو.
د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې راروانه دوشنبه لوړه کوي، پر تهران د نور فشار راوستلو ژمنه کړې ده، چې په عراق کې یې د ګڼو سیاسي ګوندونو او یو لړ وسلوالو فرقو ملاتړ کړی دی.
د افغانستان په ځینو برخو کې تېز بادونه لګېږي
د هواپېژندنې ریاست جمعه او شنبه د افغانستان په ځینو برخو کې د چټکو بادونو لګېدو اټکل کړی دی.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست د پنج شنبې په ورځ په یوه خبرداري کې ویلي، چې د سالنګونو په ګډون د افغانستان په جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو اټکل شوی، چې سرعت به یې په په ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومترو پورې وي.
افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له لسګو زیانګالو هېوادونو ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د چهارشنبې په ورځ، په یوه راپورکې ویلي د درنو واورو، بارانونو او توفانونو په ګډون، د هوا سختو حالاتو د افغانستان په شمالي او ختیځو سیمو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه کړي او ۱۷ نور یې ژوبل کړي دي.
له ایرانه د ۱.۲ ملیونه افغانانو د ستنېدو خبر ورکړل شو
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، چې د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر میاشتې پورې څه باندې یو ملیون او ۲۰۰زره بې اسناده افغانان یې ثبت کړي، چې له ایرانه افغانستان ته ایستل شوي دي.
د دغه بنسټ په وینا، په دغو کسانو کې څه باندې ۶۷ فیصده یې په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان پرون پنج شنبه پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې په دې موده کې د اروپايي ټولنې په ګډون د مرستندویو ادارو په همکارۍ له څه باندې ۳۲۴زره راستنو شویو سره بشري مرستې شوې دي.
د پاکستان تر څنګ ایران هم په وروستیو کې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج چټک کړی دی.
ایراني چارواکو مخکې ویلي وو، چې د روان لمریز کال تر پایه به تر دوو ملیونو ډېر بې اسناده افغانان له دغه هېواده وایستل شي.
د بشري حقونو د څار بنسټ: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی
د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، په افغانستان کې د ۲۰۲۴م کال پر مهال د طالبانو له خوا د ښځو، نجونو او اقلیتونو د ځپلو له کبله د بشري حقونو وضعیت لا ناوړه شوی دی.
دغه بنسټ په هغه راپور کې چې په څه باندې سلو هېوادونو کې یې د بشري حقونو وضعیت ته کتنه کړې او پرون پنج شنبه خپور شو ویلي، چې طالبانو خبریالان او انتقادکوونکي هم نیولي او پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د افغانستان د څانګې یوې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، چې د طالبانو په څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې، د حقونو او ازادیو ځپل زیات شوي دي.
هغې ویلي، چې دولتونه باید پر طالبانو فشار راولي چې د ښځو او نجونو په وړاندې خپل ناوړه چلند پای ته ورسوي.
طالبانو د دې تازه راپور په باب څه نه دي ویلي، خو پخوا یې ویلي وو، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو رعایت ته ژمن دي.
طالبانو په تعلیمي او کاري برخه کې پر ښځو او نجونو ډول- ډول محدودیتونه لګولي دي.