د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د ښځو د بایسکل ځغلونې سیالۍ؛ له ۶ ولایتونو ۳۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه


د ملالۍ کپ د ښځو د بایسکل ځغلونې سیالۍ نن یکشنبه (د لېندۍ ۲۳مه) په کابل او د هېواد په پنځو نورو ولایتونو کې پیل شوې.

په دغه سیالۍ کې د شپږو ولایتونو ۳۰ تنو ښځینه ورزشکارانو برخه اخېستې وه.

دا سیالۍ د بایسکل ځغلونې ملي ټیم لپاره د لوړو استعدادونو په ګوته کولو او د بهرنیو سیالیو لپاره د چمتوالي په هدف ترسره کېږي.

ښځینه بایسکل ځغلونکې د سولې په هیله د پلازمېنې په ارامه فضا کې سيالي کوي.

دا لوبغاړې د ملالۍ کپ ګټلو او د غوره لوبغاړو په توګه د غوره کېدو په هدف سیالي کوي.

له کابل، بلخ، بامیان، دایکنډي، فاریاب او غزني څخه دغه۳۰ ښځینه بایسکل ځغلوونکو له المپیک کمېټې څخه د قرغې بند پورې ۲۰ کیلومتره لاره وهلې.

په کابل کې د ملالۍ کپ د بایسکل ځغلونې سیالۍ په داسې حال کې پيلېږي چې لاهم له ناامنیو څخه شکايتونه موجود دي
په کابل کې د ملالۍ کپ د بایسکل ځغلونې سیالۍ په داسې حال کې پيلېږي چې لاهم له ناامنیو څخه شکايتونه موجود دي

د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د ښځینه لوبغاړو د بایسکل ځغلونې فدراسیون رئیس فضل احمد فضلي وايي، د دې سیالیو یو بل هدف د بایسکل ځغلونې بهرنیو سیالیو لپاره چمتووالی هم دی.

ښاغلی فضلي زیاتوي: "زموږ بله موخه د ښځو وړتیاوې ښودل دي. په اسلام کې د نارینه او ښځو حقوق مساوي دي او ښځې هم لکه د نارینه وو په څېر، باید د ټولنې په ټولو برخو کې برخه ولري، په ځانګړي ډول سپورټ کې."

د ښځو د بایسکل ځغلونې ملي ټیم روزونکې رخسار حبیب زۍ وايي، دا سیالۍ دوستانه دي، څو نجونې وکولی شي په ورزش برخو کې خپلې وړتیاوې وښیې.

نوموړې وايي: "که خبرې د طالبانو په ګټه پای ته ورسېږي، نو موږ ځوانان به غلې پاتې نه شو او موږ به له خپلو حقونو دفاع وکړو. موږ له حکومته غواړو چې د سولې په خبرو کې د ښځو شتون ډاډمن کړي."

سمیرا چې له فاریابه یې دې سیالیو کې ګډون کړی وايي، هیله منه ده چې په ټول هېواد کې سراسري امنيت ټينګ شي، څو د هېواد په هر ګوټ کې په سیالیو کې ګډون وکړای شي.

نوموړې وايي: "د سولې پروسه روانه ده. موږ غواړو هغه لاسته راوړنې خوندي کړو چې موږ د قربانیو په ورکولو سره ترلاسه کړي دي او هيله لرو چې افغانستان ته امنیت راشي."

په کابل کې د ملالۍ کپ د بایسکل ځغلونې سیالۍ په داسې حال کې پيلېږي چې لا هم له ناامنیو شکايتونه موجود دي او لا تر اوسه په قطر کې د سولې د خبرو برخلیک هم نه دی روښانه شوی.

XS
SM
MD
LG